سه شنبه, مې 7, 2024
Home+جګړه دې ورکه شي نوم دې ورک شي

جګړه دې ورکه شي نوم دې ورک شي

متقاعد جنرال دولت وزیري

جګړه دې ورکه شي نوم دې ورک شي.
په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي.
په جګړه کې وژل وي، ویجاړول وي، اور وي، لوږه او تنده وي، بې کوري او کډوالي وي.

د جګړې سره نیستي او ټولې بدمرغۍ ملګري وي.
له بل هر هیواد څخه افغانان د جګړې پر زیانونو ښه پوهیږي،
۴۰ کاله په اور کې ژوند کول یواځې افغانان زغملی شی او بس.
دوه فیلان که لوبې کوي اوکه جګړه کوي په بدمرغه ګلبڼ يې فرق نشته.
په هر صورت ښکلې ګلان پکې د پښو لاندې کیږي.
اوس دا کار ایران او پاکستان پیل کړ.
دواړه خواوې وايې:
دوی بلوچانو په نښه کوي.
دواړو خواو ته د بلوچانو وژل روا دي، ځکه چې هغوی بېوزلي دي.
په جګړه کې ګټل نشته
خو
نظامي او اقتصادي قوت ته په کتو به کوم یو ژر په ټنډارو شي،
هغه په لاندې مقایسه کې کتلای شو:

د ایران قوت او اقتصاد
ځمکني قوتونه
تانکونه ۱۹۹۶ چاین
۶۵۷۶۵ جګړه ایزې زرهي واسطي
د طوپچي ۵۸۰ واحدونه
چې ۴۸۷۳ د طوپچي وسایل په کشتیو کې
او
۲۰۵۰ د کشتیو څخه بیرون
۷۷۵ راکټي توپخانه
هوايې قواوي
ټولي الوتکي ۵۵۱ وزرې
له دې څخه
۱۸۶ وزرې شکاري
۷۵ وزرې شکاري و بمبارد
۲۳ وزرې هجومي
۱۲۹ هلیکوپتري
له دې څخه ۱۲ هجومي
۸۳ جګړه ییزي بې پیلوټه الوتکې
۳۱۹ هوايې ډګرونه
بحري قواوي
۱۰۱ کښتۍله دې څخه
۱۹ د اوبو لاندې
۷ جګړه ییزي رزمناو« یو ډول زره آتش داری کښتۍ دي»
۳ ناوچه« یو ډول وړې نظامي کښتۍ دي چې د محافطت لپاره ترې ګټه پورته کیږي.»
هستوي وسلې
ایران وايې هستوي وسلې نه لرو
خو د ۱۹۷۰ څخه يې د هستوي وسلو لپاره فعالیت پیل. کړی دی.
په نړیوال ستاندرد د ایران نظامي قوت په ۱۴ ردیف کې دی.
د اقتصاد له پلوه د پاکستان څخه ایران ښه دی.
د ایران نفوس نیږدې۹۰ میلیونه تنه دي.
د ایران فعال قوتونه ۶۱۰۰۰۰ تنه حساب شوي دي.
د ایران ملیشو قوتونه د پاکستان په نسبت نیمايی دي.
د ایران د کار قوت ۵ ۲۷٫ میلیونه تنه حساب شوي دي.
په ۲۰۲۳ م کال د ایران نظامي بودجه نیږدې لس میلیارده ډالره وه.
ایران له بهرنیانو څخه ۸ میلیارده ډالر قرضدار دی.
د ایران د ځمکې پراخوالی ۱۶۴۰۰۰۰ کیلو متره مربع دی.
که پرتله وکړو ایران د نظامي قوت له پلوه د پاکستان په نسبت کمزوری دی،
خو
د نظامي بودجي، اقتصاد، اقتصادي منابعو، د ځمکې د پراخوالي او بهرنیو قرضونو له پلوه ایران د پاکستان په نسبت په ښه موقف کې دی.

د پاکستان قوت او اقتصاد
ځمکنۍ قواوي
تانکونه ۳۷۴۲ چاین
جګړه ایزي زرهي واسطي ۵۰۵۲۳ واسطي
د توپچي واحدونه ۶۳۰۸
له دوی څخه
۷۵۲ په کشتیو او ۳۲۳۸ د کشتیو بیرون
۶۰۲ توپچي راکټي

هوايې قواوي
۱۴۳۴ الوتکي
له دې څخه
۳۸۷ شکاري
۲۷۵ شکاري بمباردمان
۶۹ هجومي
۳۵۲ هليکوپټرې
له دې څخه ۵۷ هجومي
۱۱۳ لويې قوي هليکوپټرې
هوايې ډګرونه ۱۵۱

بحري قواوي
۱۱۴ کښتي
له دوی څخه
۸ د اوبو لاندې
۹ رزمناو
۲ ناوشکن
۷ ناوچه
هستوي وسلې
پاکستان اتومي وسلي لري او په ۱۹۹۸ کې يې لومړی هستوي ازمایش تر سره کړ.
په نړیوال ستاندرد د نظامي قوت له پلوه پاکستان په نهم درجه کې ثبت شوی دی.
د پاکستان نفوس نیږدې ۲۵۰ میلیونه تنه دي.
د پاکستان فعال نظامي قوتونه ۶۵۴۰۰۰ تنه دي.
د پاکستان د ملیشو قوتونه د ایران په نسبت دوه برابره دي.
د پاکستان د کار قوت د ۷۳ میلیونو څخه زیات حساب شوی دی.
په ۲۰۲۳ م کال د پاکستان نظامي بودجه نیږدې ۳ ,۶ میلیارده ډالره وه.
پاکستان د بهرنیانو څخه ۱۱۰ میلیارد ډالره قرضدار دی.
د پاکستان د ځمکې پراخوالی ,۸۸۱۹۱۳ کیلو متره مربع دی.
که پرتله شي پاکستان د نظامي قوت له پلوه له ایران څخه په ښه حالت کې دی،
خو
د نظامي بودجي، اقتصاد، اقتصادي منابعو د ځمکې د پراخوالي او د بهرنیو قرضونو له کبله پاکستان د ایران په نسبت په ښه موقعیت کې نه دی.
د مختلفو منابعو څخه ګټه پورته شوې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب