سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: ترکیې بیا زموږ د مخالفانو د مهارولو ډاډ راکړ

مولوي کبیر: ترکیې بیا زموږ د مخالفانو د مهارولو ډاډ راکړ

تاند ( جمعه، د جدې ۲۹ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې د ترکیې سفیر جنک اونال سره د نوموړي د لیدنې خبر ورکړی.

سرچینه زیاتوي:د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ وې ويل، ترکي سوداګر چمتو دي چې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د ترکیې له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه وې ویل، زموږ تر حاکميت وروسته په افغانستان کې ترکي پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده او د دوی رژیم له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي.
د طالبانو یوه لویه برخه مخالفان، چې اکثره یې د شمال ټلوالې پخواني جنګسالاران دي، په ترکیه کې ژوند کوي.
دوی هم ځینې وخت شکایت کړی، چې بهرني هېوادونه یې د طالب ضدو هڅو مخه نیسي او خنډونه ورته جوړوي.
د طالبانو یو شمېر نور منتقدان بیا وایي، طالبان دې د بهرنیانو پر دغو ډاډګیرنو د تکیې پر ځای د خپل ملت ناوړه وضعیت د خپل رژیم لپاره د خطر زنګ وبولي، ځکه د دوی په باور خلک له فقر، لغوه شویو حقونو او حاکم استبداد څخه تنګ شوي، چې دا نه افغانستان او نه طالب رژیم ته ښې پایلې لري.

4 COMMENTS

  1. هو، ګرم نه يې حکومت مو د همدغسې يوې ګونګۍ او استخباراتي معاملې په اډانه کې رامينځته شوی او د وخت حکومت درته ونړول شو، نو ځکه به درته ډاډ درکوي. د معاملو حکومتونه خو همدغسې وي چې تر يو وخته پايي او تلپاتې نه.

  2. فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ۖ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ ۖ وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ [طه : ۴۷]
    =-=-=-=
    ” ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة “
    إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة“ اهـ.
    دلته څلور ټکو ته اشاره شوې ده او په څلورم ټکي ((والسلام علی من اتبع الهدی)) کې دېته اشاره شوې چې فرعون ته د موسی عليه السلام له ليارې وروستی پيغام ور ورسول شو که سم نه شوې، نو خلاصون دې نشته او همغسې وشول. دا د تلپاتې مانا ده چې هېڅوک د تل لپاره په واک کې پاتې شوي نه دي. چا چې له ولس سره زياتی کړی، نو هغوی هم تر ډېره دوام نه دی کړی.

  3. دا د ستر پګل کبیر مرداره څیره او دده ناستۍ انسان سره شباهت نلری داسی ستر تور جاهلان پنجابی پاکستان خپلی غلامی او دافغان ملت بدبختی او د افغانستان استقلالیت له مینځه وړلو لپاره خاص تربیه شوی دی اودده ملی خیانت په واسطه ملی خائین خلیلزاد د ډالرو ملیاردر شوۍ دی امید دی چی دا ملی خائین په کاؤبائی امریکا کښی د کوم کاؤبائی له خوا دده څخه د ملیاردو ډالرو تر لاسه کولو لپاره له مینځه یووړ شی امین !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب