شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ارګ کې د طالبانو د مدرسې د فارغانو دستاربندي

په ارګ کې د طالبانو د مدرسې د فارغانو دستاربندي

تاند ( جمعه، د جدې ۲۹ مه) په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په ارګ کې له خپلې جوړې کړې مدرسې د طالب زده کوونکو د لومړۍ فراغت غونډې او دستاربندۍ مراسمو خبر ورکړی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دغو مراسمو کې د دوی د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و.

مولوي کبیر په دې غونډه کې د خپل رژیم د ځینو پرمختګونو یادونه کړې او ویلي: علم تر ایمان وروسته مهم نعمت دیاو موږ د علم او وحدت په برکت نن د یو مسلمان امیر تر قیادت لاندې د اسلامي نظام څښتن یوو.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په ګڼو ولایتونو کې سلګونه نوې مدرسې جوړې کړي.

د دغو مدرسو جوړولو لړۍ د ارګ تر ماڼۍ هم رسېدلې، چې د ډېرو افغانانو توندو غبرګونونو سره مخ شوې.

د طالبانو یو شمېر منتقدان دوی تورنوي، چې افغانستان په « طالبستان» بدلول غواړي او د همدې لپاره یې میلیونونه نجونې له زده کړو ګرځولي، عصري زده کړې یې کمرنګه کړي او انحصار شوی واک پر خپلو ملایانو او طالبانو وېشي.

طالب چارواکي بیا په دې اړه نیوکې ردوي او مشر یې ملا هبت الله خو په یوه تازه وینا کې ادعا کړې، چې نړیوال د دوی د نقدولو په نوم د ده په باور د « اسلامي شریعت» مخالفت او تخریب کوي.

د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي، چې له اسلام او شریعت څخه د خپلو افراطي پرېکړو لپاره توجیهات او پلمې جوړوي او نه شي کولای د منتقدانو پر وړاندې د خپلو کړنو ننګه او سپیناوی وکړي.

6 COMMENTS

  1. ولی د یو ډله خلکو په ذهن د مدرسی جوړول بد اثرکوی کمونیزم د دسازمان به نوم د ارګ نه نیولی تر لری پرتو کلیوالو سیمو خلک جبرآ دکمونیزم نظام ته تابع کول اوسیکولریزم د ارګ نه نیولی تر ښځینه مکاتبو دفحاشی د ترویجولو لپاره د مدنی ټولنو په نوم هلی ځلی کولی ، که څوک ځان ته مسلمان وایی په الله او اخرت ایمان لری باید د مدرسی په جوړولو خوښ شی ۰

  2. افغانستان الحمدالله مسلمان هیواد ده او مسلمانان به وې مګر اوس دا مسلمانی نوې سیستم چی رامنځ ته شوی دا د ملا کبیر له حقیقته لری هسی چټیاټ دی
    لومړی دا چی کبیر واېې چی د یو مسلمان امیر د قیادت لاند کوم مسلمان امیر که هر چالیدلی وې و شهادت ور کوی چی دې یومسلمان او افغان ده بیا دی ځا خلکوته ښکاره کړی چې ټول افغانان د دقیادت قبول کړې او که نشې کولی چې ملت ته ځان ښکاره کړې نو دا هر بوتل چې ده د ملا کبیر قاعد ده یو ناولی پنجابې د ای اس ای کرنیل د افغان ملت قاعد نشی کیدلی او نه به یې څوک د یو مسلمان قاعد په نامه قبول کړې

  3. د تاندوالو په مور ډګه ومنډم نه دوی د انسان زامن دي او نه هغه جاهل عرب غلامه طالب خنځیر !

  4. زمونږ خلک یا افراط کوي یا تفریط. ارګ د سیاسي او اداري مسایلو د مدیریت مرکز او د ولسمشر ځای دی. له ولسمشر نه مې یوازې انتخابي نه بلکې هر هغه مشر هدف دی چې د حکومت واګي یې په لاس کې وي. په ارګ کې د مدرسې جوړول یو بې معنی عمل دی. دلته یوه لیکلي چې په ارګ کې مخکې فحاشي وه، که پخوا فحاشي وه او که هر شی و هغه هم غلط کار و لاکن په ارګ کې د مدرسې جوړول او د فحاشۍ ترسره کول د یوه محور دوه اړخونه دي، نه تعادل.
    په حقیقت کې دغه د مدرسې سیستم د مسلمانانو د زوال ستر عامل دی، مدرسه یعنې څه؟ ما پخپله مدرسه لوستلې ده، مونږ ته به یې مسلسل همدا ویل چې العوام کالانعام. عام خلک داسې دي لکه چارپایان، دا ما په لسګونو ځلې له ملایانو استادانو نه اورېدلي دي.
    بدیل چې په ټوله اسلامی نړۍ کې رواج دی هغه د ښوونځيو د سیستم تقویه کول دي. مونږ دا اوس بلکې له ډېرو کالونو راهیسې په ښوونځیو کې دوه یا درې دیني مضامین لرو، او هغه کفایت کوي. له دولسم نه وروسته بیا څلور کاله د پوهنتون دوره ده، که د چا دیني زده کړو ته زړه کیږي، کولی شي چې شرعیات ولولي، که نور هم غواړي کولی شي چې په دینیاتو کې ماسټري وکړي او که نور هم غواړي دوکتورا دې وکړي لاکن د دې کار ګټه دا ده چې ټول ماشومان به سره یو ځای درس لولي او په یوه فکر به تر دولسم پورې مزل کوي.
    دا اوس خو چې دې بدبختانو کوم سیستم ورته روان کړی دی، شین سوټی به راولي، دوه کالونو کې به ورته وړه دوره وکړي دوه کالونو کې به ورته غټه دوره وکړي، یعنې څلور کاله وروسته به ورته له سر نه ټوټه تاوه وکړي وایي دا عالم دی په داسې حال کې چې هغه به یوازې څلور کاله درس ویلي وي او حقیقت هم همدا دی چې فکر یې هم د څلورم صنف د شاګرد د فکر په څېر وي او نور نه دنیا ویني نه مافیها ویني، بس لمونځ اودس کوي، خوب کوي او تشناب ته ځي راځي.

  5. د سقاو زوی چې پاچا شو ، خلکو ته یې وویل چې :
    وه مردم ، اینه کو دیګه مردوم که پاچا میشوند ، شعر میګند ، رقص و بازي می کنن، شما خو هیچ نه کردند.
    په بخښنې سره سقاوی ادبیات دي ، اصلا مې نه کړل .
    په دې وخت کې یو شاعر پیدا شو ، ویل یې :
    دور ، دور ماست
    که حلقه به کیر ماست
    اوس نو د تالبانو کرامو پاچاهي ده ، نه معذرت غواړم ، حمارت دی.
    که ځان له پخوانیو سره مقایسه کوي او کوم کارونه چې هغوی کړي او تاسې یې هم کویئ ، بیا بیله خبره ده ، خو هغه د دوی په اصطلاح کمونستان او سیکولران و، نو تاسو خو شکر هغه نه یاست ، مسلمانان یاستئ ، نو ولې تر هغو سم کار نه کوئ .
    مدرسه او ارګ دوه بېل ځایونه دي . سمه ده له مدرسو نه به په ارګ کې خلک مقرریږي . خو ارګ د ټول ملت بیت المال دی ، سوءی استفاده او غلط کار چې نورو کول دوی یې باید ونکړي ، او که غاړې به یې د ټول افغان متحد ملت پروړاندې لکه د خنځیر ضیا الحق بندې وي .

  6. په قادیانیو پنجابی مدرسو د افغان ملت پر مخ تګ امکان نلری افغان ملت هم پخوا صادق مسلمان ملت وو او هم اوس ، په خوست ، ځاځیو او منګلو کښی قادیانان به وژل کیدل او اوس د پنجابی پاکستان په رهنمائی دا پلیتو غلامانو خپل قادیانیتوب د افغان ملت څخه پټ کړۍ او ملت ته په ساختګی شکل سره ځانونه حقیقی مسلمانان ښکاره کوی او دا قادیانی کفار غواړی چی د افغان ملت اوسنۍ نسل بی سواده ، جلکی د مکتبونو څخه محرومی او میرمنی او جلکی په کورونو کښ زندانی دی ، څوک چی دا قادیانی پلیتان مسلمانان شمیری څوک چی دا قادیانی پلیتان افغان شمیری نو داسی کسان ددوی کوکره او ډیر مضر کسان دی !!!
    دا قادیانی پلیتان د پنجابی پاکستان په امر غواړی چی ملت بی سواده او وږۍ وساتل شی او که ډوډۍ غواړی نو خدای پاک ته دی بغاری وکړی دا ددی کفارو خوګانو له خوا ملت ته شعار دی !!! ددی چټلو قادیانیو کفارو پر ضد جهاد د خائینو وطنفروشو کمونیستانو په شان روا دی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب