یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر یو بل د ایران او پاکستان بریدونو ته د کابل د...

پر یو بل د ایران او پاکستان بریدونو ته د کابل د رژیم اندېښنه

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) د طالبانو د چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران  او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او په دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغم څخه کار واخلي.  

یاد شوي وزارت ویلي، چې سیمې له اوږدو تحمیلي جګړو او بې‌ثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخیستې؛ نو دواړه لوریو ته پکار ده، چې د سیمه‌ییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل له ډېپلوماتیکو لارو حل کړي.

د پاکستان پر بلوچستان د ایران د روانې اوونۍ له برید وروسته، نن پاکستان اعلان وکړ چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې یې د کره معلوماتو له مخې، د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وژل شوي کسان ټول بهرني ترهګر دي.

دا بریدونه وروسته له هغې کیږي چې ایران د سې شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل پرډلې هوایي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې دوه ماشومان ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې دغه بریدونه یې د بلوڅانو پر بیلتون غوښتونکې ډلې چې په پاکستان کې یې خونړۍ حملې ترسره کړي، کړي دي.

یو شمېر ایراني رسنیو تایید کړې، چې پاکستان یې پر خاورې برید کړی.

ایراني چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون ناوخته یې د ولسمشر مرستیال محمد حسیني ویلي وو، چې د خپل ملي امنیت پر وړاندې د هر ګواښ مقابلې ته چمتو دي.

ایران روانه اوونۍ په عرق، سوریه او پاکستان کې د دغه هېواد د مخالفو وسله والو د ځپلو اعلان وکړ، چې پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب