یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملاهبت الله: ۲۰ کاله نور هم د شریعت د تطبیق لپاره مبارزه...

ملاهبت الله: ۲۰ کاله نور هم د شریعت د تطبیق لپاره مبارزه کوم

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) د طالبانو د رژیم نا لیدل شوی مشر ملا هبت الله چې وېل کیږي په کندهار کې مېشت دی، په یوه تازه وینا کې خبرداری ورکړی چې د هغه څه لپاره چې یې د «اسلامي شریعت» تطبیق بولي، ۲۰ کاله نوره هم مبارزه وکړي.

هغه نړیوال تورن کړي چې د ده په وینا، د « اسلامي شریعت» خلاف تبلیغات کوي او افغانان ډیموکراسۍ ته هڅوي.

ملا هبت الله ته په منسوب شوې یوه تازه غږیزه وینا کې هغه نه دي ویلي، چې چا په کوم ډول او څنګه د « اسلامي شریعت» د تطبیق خلاف خلک پارولي.

طالب مشران معمولاً ادعا لري، چې « اسلامي شریعت» د دوی په وجود او کړنو کې منعکس کېږي.

دوی په همدغه روایت، میلیونونه افغان نجونې او ښځې له زده کړو، کار او نورو فعالیتونو چې اسلامي عالمان یې د هغوی مشروع حق بولي، را ګرځولې دي او پر افغانانو یې یو مخ ځینې بندیزونه لګولي.

د طالبانو پر رژیم نه انتقاد له دغو بندیزونو څخه یو بل مهم بندیز دی، چې ملا هبت الله اخوند زاده هم ورته په تازه وینا کې بیا اشاره کړې او له خلکو یې غوښتي، چې دا کار ونه کړي.

د طالبانو منتقدانو بیا دوی تورن کړي، چې « اسلامي شریعت» او تطبیق یې بهانه ګرځوي او په دې نوم یې له خلکو اساسي حقونه او ازادۍ تروړلي او پر افغانستان یې په زوره خپل استبدادي واک ټینګ کړی.

طالب چارواکي بیا د دوی خلاف نیوکې او ادعاوې بې اساسه او پردي تبلیغات ګڼي.

8 COMMENTS

  1. ګرانه،
    په چل ول او نيرنګونو او څه په زور او په رضا له بهره راوړل شوې. د وخت حکومت يې درته وران او ته يې په څو ورځو کې واک ته ورسولې.
    نه چا رايه درکړې او نه دې له چا پوښتلي دي او چا چې ته دلته راوستې هغه له تا ښه پوهيږي چې افغانان موږ نه مني او نه پرې ځان منلی شو، نو ته يې د تش يو مسلمان په بڼه راوستې او حاکم يې کړې.
    په دې اوتو بوتو هېڅ نه کيږي. ته به څه شريعت راوړې چې خپله دې د هماغه زاړه ښکېلاک له لاسپوڅي او د يو پاتې شوني ميراثخور له اخوره شل کاله د شريعت په نوم لوبه وکړه او د هماغه مردار نظام له ګټو دې ننګه وکړه.
    مانا دا چې ستا شل کاله نور هم په زړه کې دي چې دا ولس بې زده کړې پرېږدې او خپلې سرتنبه ګۍ ته دوام ورکړې که څنګه؟

  2. ملا دومره نر نه دی چې خپله منحوسه څهره افغانانوته ور وښيي. اسلامي شریعت خو لا پرځای پرېږده . په حقیقت کوم پنجابی او کوم بل کرنیل مرنیل یې .

  3. لومړی خپله قران ومنه بیا د شریعت خبره کوه. تاسو فقې ته په قران ترجیح ورکړې او ډیری قراني ایاتونه نه منۍ او د شیخ، اخوند، مرشد فتاوې خبرې د کاڼي کرښه درته ښکاري. که ته ځان خلیفه، امیرالومنین یا بل هر څه ګڼې نو بیا د هغوی اعمال او کړه وړه هم خپل کړه. هغوی خو نقاب پوش نه ؤ او هر وخت به د خلکو په مینځ کې و ولې نه وایې چې صرف نوم دې شته خو په اصل کې د ای اس ای او سي ای ای مشترک سمبول ته هیبت الله ویل کیږي.

  4. د تا اورتې کوس له دغې طاغوني مبارزې سره وغیم. ته ګیدړه چیرې یې؟ که نر د ولس مخته راووزه ستا د پنجاب په ابلیسي مدرسه کې میتیازې وکړم د سوډر 🐖😡🤮

  5. دا پورتنی مرداره څیره د خوګ هبت الله تر نام لاندی افغانانو ته د فریبی لپاره علنی تبلیغ کیږی اما په واقعیت کښی دکابل مرداری خیټوری ږیری د اسلام اباد څخه د پنجابیو خاص نماینده کابل کښی اقامت لری او هغه دا خیټوری مرداری ږیری غلامان رهبری کوی او افغانانو ته د فریبی لپاره د هبت الله تر نوم لاندی دا جعلی تصویر مسلسل ښکاره کیږی او مونږ دا پنجابی تیاتر تر اوسه منلۍ دی ، افغانانو بیدار شۍ او د پنجابی پاکستان تربیه شوو قادیانیو غلامانو پر ضد جدی افغانی انقلاب شروع کړۍ !!!!!

  6. پنجابی قادیانی چړیه تاسی شل کاله مبارزه د بی ګناه افغانانو وژنه وه تاسی د پنجابی پاکستان او امریکا له خوا مکمل حمایه کیدۍ او د امریکا په کومک تاسی کابل ته راوستل شوۍ او نورو غلامانو په اتفاق سره دوی ته ورکړ شوۍ حکومت تاسو ته دوباره تسلیم کړو ، د تاسی هبت الله نوم او تصویر د قادیانیو چړیانو مشر په حیث جغلی د پنجابی پاکستان د غلیسی امریکا په ملاتړ پلانیز هر وخت په مطبوعاتو کښی تبلیغ کیږی تاسی وجود نلرۍ بلکه په واقعیت کښی پنجابی پاکستان د تاسی تام کنترول صورت مومی ، افغان ملت په ستره قربانی پخوانی ظالم اتحادی شوروی له خاوری څخه وشړلو اود شوروی غلامان وتښتیدل او غلیسی امریکا د پنجابی پاکستان په تام کومک د ملی خائین زلمۍ ( زل ) خلیلزاد تر رهبری قاتل غلام تنظیمونه او قاتل قادیانی غلام چړیان نظر و پلان ته په قدرت راوستل کیدل او غلیسه امریکا په درواغو قادیانیو چړیانو سره مخالفت ښکاره او دافغان ملت ستر دوښمن دوښمن زلمۍ خلیلزاد افغان تباهی باندی ملیارډر شوۍ دی ددی خائین اطریشی میرمن شاوخواته اوس رنګا رنګ کمونیستان او د قاتل غلام ګلبدین او د شیطان ربانی ګروپ غلامان جمع شوی دی اوس د رنګا رنګو کمونیستانو او پنجابی پاکستان او اخوندی ایران تربیه شوو چړیانو تر مینځ د خائین خلیلزاد ښځی په وسیله اتحاد راغلۍ دی بلی دا نیږدوالۍ ددی مضرو مکروبونو د امریکائی ډالرو په وسیله دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب