Homeخبرونهله افغانستان څخه د پولیو د بشپړې نابودۍ هیله مندۍ

له افغانستان څخه د پولیو د بشپړې نابودۍ هیله مندۍ

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) د طالبانو د روغتیا وزیر ډاکټر قلندرعباد هیله من دی چې په روان میلادي کال به افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه په بشپړه توګه پاک شي.

عباد، د پولیو د ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ هغې کلنۍ غونډې ته وویل، په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ یواځې ۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا د ده په خبره د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې وزارت یې د خپلو شریکانو په ملتیا په پام کې لري چې سږ ۲۰۲۴ کال په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره کړي.

مخکې د روغتیا نړیوال سازمان هم هیله مندي ښودلې وه، چې افغانستان ژر له پولیو ناروغۍ څخه پاک شي.

دا هیله مندۍ تر ډېره له دې سره هم تړلي ګڼل کیږي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې تر ډېره د دوی تر واک لاندې سیمو کې د پولیو پر ضد د واکسینو کمپاین له خنډونو سره مخ و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د پولیو ناروغۍ پر ضد جدي کمپاینونه پيل کړي، چې پایلو ته یې هیله مندي موجوده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...