یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان پر ایران د غچ اخېستونکو بریدونو خبر ورکړ

پاکستان پر ایران د غچ اخېستونکو بریدونو خبر ورکړ

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) د پاکستان پر بلوچستان د ایران د روانې اوونۍ له برید وروسته، نن پاکستان اعلان وکړ چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې یې د کره معلوماتو له مخې، د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وژل شوي کسان ټول بهرني ترهګر دي.

دا بریدونه وروسته له هغې کیږي چې ایران د سې شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل پرډلې هوایي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې دوه ماشومان ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې دغه بریدونه یې د بلوڅانو پر بیلتون غوښتونکې ډلې چې په پاکستان کې یې خونړۍ حملې ترسره کړي، کړي دي.

یو شمېر ایراني رسنیو تایید کړې، چې پاکستان یې پر خاورې برید کړی.

ایراني چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون ناوخته یې د ولسمشر مرستیال محمد حسیني ویلي وو، چې د خپل ملي امنیت پر وړاندې د هر ګواښ مقابلې ته چمتو دي.

ایران روانه اوونۍ په عرق، سوریه او پاکستان کې د دغه هېواد د مخالفو وسله والو د ځپلو اعلان وکړ، چې پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

1 COMMENT

  1. سیاسی لوبی روانی دی…….
    دواړو هیوادونو (ایران او پاکستان) په ګډه مشوره د بلوچستان هیواد په خپلواک ملک تیری کړیدی.
    بلوڅان باید د نورو هیوادونو څخه وغواړی چه د یو ازاد ملک په حیث یی په رسمیت وپیژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب