سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونههرات کې د ښځو ځانګړی رستورانت جوړ شوی

هرات کې د ښځو ځانګړی رستورانت جوړ شوی

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) په هرات کې د «صبح بهار» په نوم د ښخو لپاره یو ځانګړی رستورانت جوړ شوی.

د رستورانت مسوولې ملالۍ فروتن ویلي، چې په دغه رستورانت کې یو شمېر ښځو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

فروتن زیاتوي، چې دا رستورانت له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې جوړ شوی او له ښه عاید سره یې کار دوام لري.

هغه د دغه رستورانت تفاوت دا ګڼي، چې سیمه ییز خواړه د ښځو لخوا پکې، ښځو ته چمتو کیږي او ښځې له کومې اندېښنې پرته په ډاډه زړه ورته تګ راتګ کولی شي.

یو شمېر خلکو د داسې هڅو هرکلی کړی، خو ځینو نورو ویلي چې ولې باید له ښځو نورو رستورانتونو او ځایونو ته د تلو حق واخیستل شي؟

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له افغان ښځو د نورو زیاتو حقونو تر څنګ پارک او هوټل ته د تلو حقونه هم اخیستل شوي.

د دې ترڅنګ، باور دا دی چې د طالبانو زیات افراطي چلند له پښتنو سیمو سره دی او په غیر پښتني سیمو کې څه د خلکو د وېښتیا او اعتراض او څه هم د ځایي طالب چارواکو د نرمۍ له امله پر ښځو د پښتنو سیمو هومره زیات فشار نه دی اچول شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب