پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپاکستان د ایران پر توغندويي بریدونو توند غبرګون وښود

پاکستان د ایران پر توغندويي بریدونو توند غبرګون وښود

تاند (چهارشنبه، د جدې ۲۶ مه) پاکستان د ایران له لوري په بلوچستان ایالت کې حمله د نړیوال قانون او د ملګروملتو د منشور د اصولو سرغړونه وبلله.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د ایران له توغندويي برید یوه ورځ وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې دا اقدام په هیڅ ډول د منلو نه دی او په هیڅ ډول توجیه کېدای نه شي.

د دغه وزارت په وینا، پاکستان د دغه «غیرقانوني عمل» په وړاندې ځواب ته خپل حق خوندي ګڼي او د پایلو مسوولیت به یې د ایران په غاړه وي.

د ایران دولتي رسنیو پرون وویل چې ایراني ځواکونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جېش العدل ډلې اډې ویشتي دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ هم په یوه خبري غونډه کې وویل، له تهران څخه یې خپل سفیر راغوښتی او په اسلام اباد کې د ایران سفیر ته به، چې اوس په خپل هیواد کې دی، اجازه ورنه کړي چې پاکستان ته بېرته ورشي.

پاکستان همداراز له ایران سره په لوړه کچه هر راز غونډې او د چارواکو کتنې ځنډولې دي.

ایران تراوسه پورې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښوولی.

پاکستان ویلي چې د ایران په توغندويي برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ایران دفاع وزیر امیر اشتیاني نن وویل چې ایران په بلوچستان ایالت کې د جېش العدل اډې د خپلې دفاع په خاطر ویشتي دي.

4 COMMENTS

  1. ایران بهترین کار کړی ده پاکستان د اسلام ضد ډلو ځاله ده او ټول دې سی ای ایې له طرفه حمایه کښې چی صرف اسلامی نومونه یې پری ایښی او د اسلام پر ضد عمل کوی افغانستان ایران او هندوستان دا حق لری چی خپل دښمن که د انورالحق کاکړ د مور تخرګ لاندی هم وی باید له منځ څخه یې یوسې

  2. PAKISTAN IS ONE SECOND ISRAIL,
    PAKISTAN IS RESPONSIBLE FOR KERMAN ATTACK.
    IRAN DID GOOD JOB AGAINST PAKISTAN.
    ANWARALHAQ KAKER WAS ONE COWBOY OF NAWAZSHAREEF FAMILY.
    KAKER PREPARE MILK FOR NAWAZ&NOW IS ONE INTILEGENT OF BRITISH,

  3. زما شخصی شکونه؟
    نامعلومی سیاسی لوبی روانی دی…………. پاکستان خو ټولی نړی ته معلوم دی چه د انګریز او امریکا غلام دی. د ایران په هکله هم ډیر شکونه شته چه په پټه د امریکا او انګریز جاسوسی کوی. فرق یی دادی چه ایران کی ځینی سپاه پاسداران چه مشری یی خامینیی کوی او پاکستان کی ځینی فوځیان دغه جاسوسی مخی ته وړی.
    حتی په مطبوعاتو کی داسی خبری کیږی چه قاسم سلیمانی غوښتل چه کودتا وکړی مګر د ایران د سپاه دمشر(خامیني) لخوا په امریکایانو ووژل شو.
    اوسنی راکیټی لوبه دوه مخه لری:
    ۱- کیدایشی د ایران په جاسوسي نوره امریکا بی باوره شوی وی. امریکا، انګریز او اسرایل چه د ایران شاوخوا یی د فلسطین او اسرایل په نوم په بهر او وچه قواوی راجمع کړی دی، شاید ایران پوه شوی وی چه تر حملی لاندی می نیسی. نو پدغه خاطر یی په عراق، سوریه او پاکستان البته د دغه دری واړو اسلامی ملکو سره په مشوره یی دا کار کړی وی، تر څو چه د امریکا او ملګرو مخه یی بل طرف ته واړوی.
    ۲- کیدایشی د پاکستان په جاسوسی نوره امریکا بی باوره شوی وی او د ایران په واسطه یی اصلی هدف عراق او سوریه نه بلکه پاکستان وی.
    بله خبره د پاکستان فوځ د بلوچستان په ساحه کی د ډیری مودی راهیسی په جګړه بوخت دی، همداسی ایران د بلوڅانو په قتلونو بوخت دی.
    بله دا چه د پاکستان وزیر اعظم او ایران خارجه وزیر په سویس کی د راکیټی حملو څخه څو ساعته دمخه ملاقات درلود. همداسی په پاکستان کی د ایران سفیر د برید څخه څو ساعته دمخه د پاکستان د استخباراتو، خارجه او امنیتی چارواکو سره لیدلی او بیا د پاکستان څخه ایران ته راغلی دی.
    وبه ګورو چه وروسته څه کیږی….
    دا لینک وګوری
    https://fb.watch/pCGgfvsiw8

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب