دوشنبه, مې 20, 2024
Home+په پاکستان کې د سوالګرو په اړه حیرانونکي حقایق

په پاکستان کې د سوالګرو په اړه حیرانونکي حقایق

داودجبارخیل

په هغه هېواد کې چې تر ۲۴ کروړه (۱۲۴ میلیون) زیات نفوس لري ۳.۸ میلیونه یې سوالګر دي چې ۱۲ سلنه یې نارینه، ۵۵ سلنه یې ښځې، ۲۷ سلنه یې ماشومان او پاتې ۶ سلنه یې سپین کالي جبري خلک دي.

د دغو سوالګرو ۵۰٪ په کراچۍ، ۱۶٪ په لاهور، ۷٪ په اسلام اباد او پاتې  په نورو ښارونو کې دي.

په کراچۍ کې د ورځني اوسط سوال ۲ زره روپۍ، په لاهور کې ۱۴۰۰ روپۍ او اسلام اباد کې ۹۵۰ روپۍ دي.

په ټول پاکستان کې د هر سوالګر اوسط 850 روپۍ دی.

دغه سوالګر د ورځې د خیرات په شکل د خلکو له جیبونو څخه ۳۲ ملیارده روپۍ اخلي.

په کال کې دا رقم 117 میلیارد روپیو ته رسیږي.
په اوسط ډول دا رقم ۴۲ میلیارده ډالره دی.

په داسې حال کې چې له دوی څخه د کار اخیستلو او یوازې د لږ کار په اخیستلو سره د ۳۸ میلیاردو ډالرو عاید تمه کیږي.

عربي رسینو څو میاشتي مخکې خبر ورکړی وو چې په یو شمیر عربي هیوادونو کې د نیول شوو سوالګرو ۹۰ سلنه یې په پاکستان پورې تعلق لري.

1 COMMENT

  1. د دغى شميرو مالګه او مساله يى يو څه را کم کړه چي ډيره تونده ده. که ستا همدا 117 ميليارده ادعا شوي پاکستانۍ روپۍ د روځي په نرخ بدل شي نو 406ميليونه او 250 زره ډالر ځني جوړيږي. د شميرو سره لوبي کول د رياضي هنر هم غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب