Homeخبرونهد ملا فضل الرحمن له ستنېدو وروسته پر طالب رژیم د پاکستان...

د ملا فضل الرحمن له ستنېدو وروسته پر طالب رژیم د پاکستان لا نور فشارونه

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) د پاکستان او کابل رژیم له اړیکو ځینو با خبرو سرچینو ویلي، چې اسلام اباد ته د ملا فضل الرحمن سفر، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ښې پایلې نه لرلې.

د دغو سرچینو له قوله، پاکستان له دې امله اوس د کابل پر طالب رژیم د فشار زیاتولو په هڅه کې دی.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو څارونکی ژورنالېست او شنونکی سمیع یوسفزی په دې اړه وایي: «

د طالبانو د مشر شیخ هبت الله لخوا د فضل الرحمن په لاس د ټي ټي پي په اړه د طالبانو سخت ځواب نه وروسته نن څلورمه ورځ ده پاکستان افغانانو ته ویزو ورکول او تجارت په تپه درولې . پاکستان پدې فکر کوي چې د افغانستان سره تجارتي ، ديپلوماتیک او د خلکو تګ راتګ روابط د تی ټي پی نه د طالبانو د ملاتړ لامله په ټپه
ودروي .»
بل لور ته، کابل کې باخبره سرچینو تاند ته ویلي چې د طالبانو رژیم له اسلام اباد څخه خپل سفیر سردار احمد شکېب د ځینو مشورو لپاره ور غوښتی او طالب مشران له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې اترې لري.
د طالبانو د رژیم رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی د رژیم او پاکستان ترمنځ بیا- بیا اړیکې ترینګلې شوې دي.
که څه هم، دغو اړیکو ته ځینې څارونکي د شک په سترګه ګوري، خو یو شمېر نور بیا باور لري چې د طالبانو په لیکو کې د پاکستان له پراخ نفوذ سره- سره اوس دواړه لوري په عمومي ډول ښې اړیکې نه لري او افغانان له دغه وضعیت څخه زیانمن شوي دي.
طالب چارواکي د پاکستان په ګډون ټولو سیمه ییزو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګار کوي، خو څارونکي باور لري چې دوی له دغه هېواد سره د مخکینیو مرموزو اړیکو، د ملي مشروعیت نه لرلو او ناکامې دیپلوماسۍ له امله د پاکستان او نورو هېوادونو پر وړاندې تش لاسي دي.

2 COMMENTS

  1. مونږ خو هر وخت د افغانستان واکمنانو ته مشوره ورکوو ، چې خپل زمریان مه وژنئ ، که نه بیا به د بل کلي ګیدړان او لونګماران تاسې وخورې .
    د خپلو خلکو زړونه وساتئ ، د هغوی غوښتنو ته درناوی وکړئ ، ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ ، له نړۍ سره عادلانه ، انساني او هر اړخیزې اړیکې پیل کړئ . افغانستان له انزوا نه خلاص کړئ.
    او که همداسې د پنجابي شیطان د کبر پر آس سپاره اوسئ ، هم به ځانونه تباه کړئ او هم ملت . د کبر کاسه آخر نسکوره ده .
    ان الله لایحب المتکبرین

  2. که واقعا هم طالب د ټي تی فی سه سالمه استفاده وکړي پاکستان به په خپلو کلمو وګنډي لکه څنګه چې موږ ۴۰ کاله ګنډلي وو طالبان کي که څه هم د پاکستان نفوذ سته خو اوس یې د پاکستان واکمنانو ته داسي بنده وراچولې ده چي په خپلو اتو کي ډبل دي خدای دی وکړی چي واکمنان سیاست کي شاته نسي را

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...