سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د پوهنې وزیر: حکومتولي د ملایانو حق دی او موږ...

د طالبانو د پوهنې وزیر: حکومتولي د ملایانو حق دی او موږ اوس دا حق ترلاسه کړی

تاند (یکشنبه، د جدي ۱۷ مه) د طالبانو د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا ادعا لري، چې حکومتولي د ملایانو «حق» دی او افغانستان کې اوس ملایانو ته دغه حق په لاس ورغلی دی.

د نوموړي په خبره، تر دې دمه په افغانستان کې له ملایانو دغه حق اخیستل شوی وو.

هغه نه دي ویلي، چې د ده په ټکیو دغه حق له کومې مودې له ملایانو اخیستل شوی؟

د طالبانو یو شمېر پلویانو د نوموړي د څرګندونو هرکلی کړی، خو یو شمېر مخالفانو یې توند غبرګون ورته ښودلی.

د جمهوري نظام پر مهال د یو شمېر ولایتونو والي محمد حلیم فدایي د دغه طالب وزیر د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: « د حکومت او سیاست لپاره معیار اهلیت دی. دا امانت اهل کسانو ته سپارل د ملت «ولس» کار دی. نه امانت او نه اهلیت دملا کار دی. البته؛ که داسې ملا پیدا کېږې چې دده اړوند ساحې تخصص ولري، اهلیت ولري، بیا ولس ته مراجعه وکړي او ولس نر او ښځه یې وغواړي، بیا یې دا حق دی. مشروط پر دې چې واک به یې هم مسوولانه وي. حتی د جومات امام د ولس له خوښیې پرته د لمونځ چې فرض عبادت دی، امامت نشي کولای. باید کلېوال یې وغواړي. په زور یې نه جومات او نه ارګ کې حق دی. دا د عامه ملکیت غصبول ملا ته هیڅکله جایز نه دی.»

د طالب وزیر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې یو شمېر نور چارواکي یې له واک سره د نه لېوالتیا او د قدرت د نه انحصار ادعاوې لري.

7 COMMENTS

  1. د همدی حاکمو مُلایانو په باور ملا ابوحنیفه اخوند یو ستر امام! ؤ ( امام اعظم ئی بولی ) .
    بناً
    ملا ابوحنیفه او ها نورو درو مُلایانو ( امامانو !) هم باید د عباسی ستمګرانو په وړاندی مبارزه کړی او خپله ئی حکومت کړی وای.
    د افغان په لمنه کی د انګریز او صهیونیزم لوبی روانی دی چی څه به تری را ووځی.

  2. د همدی حاکمو مُلایانو په باور ملا ابوحنیفه اخوند یو ستر امام! ؤ ( امام اعظم ئی بولی ) .
    بناً
    ملا ابوحنیفه او ها نورو درو مُلایانو ( امامانو !) هم باید د عباسی ستمګرانو په وړاندی مبارزه کړی او خپله ئی حکومت کړی وای.
    د افغان په لمنه کی د انګریز او صهیونیزم لوبی روانی دی چی څه به تری را ووځی.

    Reply
    LEAVE A REPLY

  3. د پنجابیو له خوا تربیه شوۍ قادیانی چړی سید حبیب الله جاهل ‍‍‍‍‍‍‍په جهر سره وائی چی حکومتداری ددوی حق دی او اوس دوی ته امریکا په دوحی معاهده کښی رسمی دا حق ورکړۍ دی او ځکه تنظیمونو او دیموکراتانو مونږ ته د افغانستان حکومتداری تسلیم کړه او ننی وخت کښی دمونږ لپاره امامتوب په جماعتونو کښی د وخت ضائع کول دی ! د تور جاهل چړی د حکومتداری حق ادعا کاملآ همدا د پورتنیو دو جملو مفهوم لری او دی چټلو بویناکو قادیانیو چړیانو ته د پنجابیو له خوا د افغان ملت بی سواده او وږی ساتلو هدایت ورکړ شوۍ دی اودا د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس تر کنترول لاندی صورت مومی او افسوس دادی چی ډیرو بی وجدانه وطنفروشه مرتجع منورین افغانان دداسی پنجابیو غلامانو لپاره مسلسل تبلیغونه کوی حتی ددوی له جملی څخه یو تن د تره کی تر نامه ځان حقوقدان هم معرفی کوی ! دا بی وجدانه مرتجع منورین ددی قادیانیو خرڅ شوو چړیانو څخه د افغان ملت لپاره حتی مضر تره دی !!!!

  4. د دغه نجس شیطان له قوارې معلومیږي چې د ملا په لباس کې ابلیس او لعین دی . دا د آی اس آی معلوم الحاله جاسوس یو خایین ، وطنفروشه تش په نوم ملا زمونږ د اولادونو او راتلونکې دښمن دی .

  5. ټولو اسلامي هیوادونو کې د شر او فساد، رزالت او منافقت او نفاق او بې دینۍ عاملین ملایان دي. د افغانستان په تاریخ کې هم ملا ددین په نوم دا هیواد په کراتو تباه کړی. مونږ دیني عالم ته د زړه له کومي احترام لرو مګر دده غوندې د بلخي جنګي سپي قواره لرونکي جاهل، بیسواده او بې دینه تش په نوم ملا نه د زړه له تله نفرت لرو.

  6. ساده ګله دا هسې بېځايه ساده توب او لېونتوب دې پرېږده.
    حکومتولي ستا حق نه دی او نه تاسې چا انتخاب کړي ياست. ټول پوهيږو چې د يوې مردارې معاملې په اډانه کې له بهره واک ته ورسول شوئ او له بهره راوارد شوي ياست. پاکستان تاسې د حکومتولۍ لپاره روزلي نه ياست او نه حکومتولي ستاسې کار دی او نه پرې پوهېږئ.
    ((لکل فن رجال)) او ((وکل حزب بما لديه فرحون))
    ملا سړی او هغه هم وظيفه خور چې د بل په ډوډۍ او دسترخوان رالوی شوی وي او همداسې د نورو په لمسونه (هڅونه) او روزنه، وسلو، کارتوسو او باروتو په ورکولو او افغانستان ته د ورانۍ او تخريب لپاره رالېږي واست نه د حکومتولۍ لپاره.
    نه مو څوک مني او نه په زور ځان په چا منلی شئ.
    ملا د چا عام وتام واکدار (ټولواک) نه دی. خپل ځای او ځايګې مو په ټولنه کې معلومه دی. ښه به دا وي چې ښه په عزت او شرافت خپله بړستنه راټوله او بيرته خپلو جوماتونو او وظيفو خوړلو ته مخه کړئ.
    هېواد يوازې په ملا نه اباديږي او نه تاسې ملايان د چا استازولي کولی شئ.
    نه مو انتخابات کړي او نه مو لويه جرګه رابللې او نه مو له ولس نه پوښتنه کړې او نه ولس راغوښتي ياست، خو پنجاب د خپلو پروژو د تطبيق او سرته رسولو لپاره له امريکا او ناټو سره د يوې ناولې معاملې له مخې واک ته ورسولئ او بس.
    شرم دی چې څوک مو په رسميت نه پېژني او تاسې لا د حکومتولۍ دعوه او تمه لرئ. ښه به دا وي چې يوځلې خپل ځانونه په هېنداره کې هم ووينئ چې څومره ښکلي ښکارئ؟

  7. جناب آغا صاحب! په مباح علم څوک مستحق د حکومتولی نه ګرځی،لږ له نصوصو او تاریخ نه ځان خبر کړی؛ هغه چي وایی:څوک چي بی علم شیخی کا،هماغه کفر یی بس دی؛نو لږ واوره.
    تیره هفته په یوه تلویزیونی بحث کی چي ګډونوال یی ګران ورور سیدبلال فاطمی او ډاکتر محمد نعیم د طالبانو ویاند په قطر کی وو، د نجونو په تعلیم باندی یی بحث درلود ، فاطمی صاحب تعلیم باندی تاکید او هغه یی د ټولنی د رشد ، اساسی عامل او فرض یی وباله .
    خو ډاکټر صاحب وویل ، کوم علم فرض دی؟ بیا یی ځواب ورکړ چي علم توحید او عقیده فرض دی نه
    کیمیا او بیولوژی .
    زه لمړی دا وایم چي که ڼن استاذ یاسر غوندی کس وزیر د تحصیلات عالی یا ښوونې او روزنې وای ، ڼن به دا د وخت ضایع کول نه وو ؛ نه پوهیږم کوم داخلی او خارجی عواملو د هغه د حذف زمینه برابره کړه ، دا یو نه هیریدونکی سوال دی ؟
    زه د دی لپاره دا لیکنه نه کوم چي د چا بلا دلیل طرفداری وکړم ، بلکی مقصد می دا دی چي محضاََ لله څه پوهه تر لاسه او یا سالم افهام و تفهیم ، حق اداء کړم او د اسلامی مسایلو سالم شکل افاده شی .
    نو راځو د ډاکټر صاحب سوال ، ځواب ته ،څومره چي ما مطالعه کړیده ،داسی یی خلاصه کوم .
    اول : په اسلام کی ټول علوم نافعه فرض دی .
    له تفسیر،حدیث ،عقیده نه نیولی تر کیمیا و بیولوژی او سلګونه یا زرګونه تخصصی رشتی کوم چي د
    انسانی ژوند ضرورت دی .
    یو هغه علم دی چي په هر مسلمان فرض دی لکه فرایض د یو مکلف مسلمان چي د هر فرض د اداء
    نه مخکی اول علم یی فرض دی بیا یی عمل .
    مثال:کله چي یو مسلم ،صاحب د نصاب وګرځی باید زکات ورکړی یا حج ورباندی فرض شو یا دیته ورته نور مسایل ؛نو اول یی باید علم حاصل شی .
    نور هغه علوم چي فرض کفایی دی لکه کیمیا ، بیولوژی ،فزیک ،طب ، انجنیری، فارمسی ،وترنری،
    زراعت،مالداری،اقتصاد ،تفسیر،حدیث ،سیرت،فقه،تاریخ،جغرافیه ،ریاضیات او نور چي سلګونو ته
    رسیږی او بیا مثلاََ انجنیری چي په ساختمان ،بندونهر،سرک سازی ،پُل،تونل ،ماشین آلات ،اسلحه ـ چي ځانته سلګونی شعبی لری او همداسی ټول تخصصات له زرو هم اوړی ، دا ټول فرض کفایی دی یعنی د ژوند د ضرورت او خود کفایی لپاره دا ټول متخصصین د ضرورت په اندازه په هر تخصص کی اُمت او بیا یو ملت یی باید ولری ؛ ورنه د احتیاج دِ مدخل نه د استفاده جو او شریرو کړیو د شر نه په امان پاتی کیدل به ناممکن وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب