شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهملا فضل الرحمن او ملا کبیر یو بل ته څه وویل؟

ملا فضل الرحمن او ملا کبیر یو بل ته څه وویل؟

تاند (یکشنبه، د جدي ۱۷ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند له مشر ملا فضل الرحمن سره په کابل کې د خپلې نننۍ لیدنې جزیات په ډاګه کړل.

د مولوي کبیر د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي: « د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د افغان کډوالو له کوربتوب او له افغانانو سره د شوروي ضدجهاد په دور کې د پاکستان له مرستې څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکي غواړي.«

نوموړي وویل، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلن او په اجباري ډول د هغوی ایستل دې بند شي او افغان کډوالو ته دې لازم سهولتونه برابر شي.

سرچینه زیاتوي، چې ملا فضل الرحمن کابل ته په راتګ خوښي وښوده، هغه وویل؛ دواړه اسلامي هیوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي، موږ باید د یو بل لپاره د نفع میدانونه جوړ شو او یو له بل
سره تعاون وکړو.
نوموړي وویل؛ موږ د افغان مهاجرینو د اېستلو پریکړه غندو، دا ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري. زموږ مقصود دا دی چې شته تعلق د دواړو هیوادونو په مشترکاتو استعمال کړو.
ملا فضل الرحمان چې نن کابل ته رسېدلی، د سفر د نورو اجنډاوو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
هغه له دې سفر څخه مخکې ویلي وو، چې د طالبانو له لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده سره به هم وویني.

2 COMMENTS

  1. یو بل ته یې غول وخوړل نور یې څه وویل. دا ډیزل اصل امیروالمومننین دی چې اوس یې بچیانو کابل ته رادعوت کړی. کله چې مونږ وایو طالب د پنجاب غلام او بچی دی ځینې بیناموسان بیا وایي تاسو د دین سره مشکل لرئ نو ددین نمایندګي چې داسې خره کوي او ځانونه پاک مسلمانان ګڼي ددین نه دې زړه توروي. قران خو مونږ هم ویلی خو ددوی اعمال د قران سره مطابقت نلري، زمونږ مشکل ددوی د عقیدې سره دی او نه مونږ دوی مسلمانان ګڼو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب