ننګیال خان
په افغانستان او جنوبي اسیا کې، د سیاسي ګټو لپاره په مذهبي افراطیت پانګونه کابو تر یوې پیړۍ زیاته مخینه لري. د هندوستان وېش د مذهب په بنسټ یې تر ټولو غټه پېښه ده، او تر ننه پوري په دې سیمه کې هغه ټیکاو نه دی راغلی کوم چې د دې سیمې بشري ځواک او شتمنې جغرافیې له امله باید راغلی وای. بلکې د دې خلاف د دې لویې سیمې، پراخې شتمنې جغرافیې او پریمانه بشرې قوې سره سره دا لویه سیمه په ځانکړي ډول افغانستان او پښتونخوا ترې تر ننه پوري رنځیږي.
په دغه مذهبي افراطیت سرمایه ګذاري لومړی ځل په دې لویه سیمه کې د پیرنګيانو له خوا وشؤه، څو د اوږد مهال لپاره خپلې ګټې په سیمه کې خوندي کړي، چې په پایله کې یې هندوستان وویشل شو. که څه هم د هندوستان د مسلمانانو تحریک جمعیت علمای هند په ځانګړي ډول مولانا محمد حسین مدني چې د هندوستان د مسلمانانو د تحریک مشري يې په غاړه وه، د مذهب په بنسټ د هندوستان د وېش خلاف ؤ. د هندوستان د وېش له امله د هندوستان په راتلونکي جوړښت او د تصمیم نیولو په ځای کې د مسلمانانو اکثریتي رول له منځه لاړ او د هندوستان مسلمانان په اقلیت بدل شول چې دا یو له هغو موخو څخه وه چې انګریزانو یې هیله لرله.
د هندوستان وېش او د پاکستان په جوړیدو سره یې، په سهیلي اسیا کې نه یوازې د مسلمانانو اوږد مهاله واکمنۍ ته د پای ټکی کیښود، بلکې د دې لویې سیمې مسلمانانو ترمنځ یې هم اوږد مهاله سرخوږی جوړ کړ، چې یوه ستره بیلګه یې د بنګله دیش د مسلمانانو قتل عام او بشري جنایت ؤ چې د نوي اسلامي هیواد پاکستان پوځ له خوا ترسره شو او په پایله کې یې یو بل اسلامي هیواد بنګله دیش جوړ شو.
په افغانستان کې د محمد ظاهرشا او داود خان تر مشرۍ لاندې حکومتونو خلاف هم په پاکستان کې د ځینو مذهبي افراطي ډلو تر رهبرانو ملاتړ لاندې د افغانستان خلاف فعالیتونه کول. پر افغانستان د شوري اتحاد تر یرغل وروسته د روسانو او د هغوی د ملاتړ برخمن حکومت خلاف جنګ کې افغان ولس د رهبری مسؤلیت سپارلو کې د پاکستان دوه مخی رول او د روسانو تر وتلو وروسته د افغانستان په کورني جنګ کې د ځیني ډلو ښکاره ملاتړ چې په پایله کې یې زرګونه بې ګنا انسانان ووژل د یادولو دی.
په دوه زره یو میلادي کال پر افغانستان د امریکا او متحدینو یرغل د مذهب په بنسټ جوړ شوي اسلامي هیواد پاکستان په څرګندې همکاری او هغوی سره د پاکستان څخه په افغانستان د برید مرسته او همکاري چې د زرګونو بې ګنا افغانانو د وژل کیدو لامل شوه او افغانستان یې د دوه لسیزو لپاره دجنګ په ډګر بدل کړو.
دا هغه لویې پیښې وې چې د مذهب په نوم جوړ شوي هیواد پاکستان پکې مستقیا داخل ؤ او د لکونو بې ګنا مسلمانانو د وژل کیدو لامل شو. نه یواځې دا لویه سیمه تر یوې پیړۍ زیاته موده بې ثباته پاتي شوه بلکې تر ننه د مذهبي افراطیت کړیږي او ددې لویې او شتمنې سیمې بشري او اقصادي پرمختګ مخه یې نیولي.
افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان حاکمیت په ارآدي بڼه داسې یوې سخت دریځې ډلې سره د یو مبهم تړون او قرعداد له مخې هغوی ته سپارل چې حتا د خپل هیواد وګړو بنیادي بشري حقونو ته هم ژمن نه دي، چې د افغانتسان او سیمي راتلونکي لپاره خورا ډیرې اندیښنې وړ ده.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نجونو ښوونځیو بندول او د عصري تعلیمي مؤسیسو سره تبغیضي چلند له امله د هغوی ارزښت ټیټول، خو همهاله د مذهبي او جهادی مدرسو بې شمیره جوړیدلو او په هغوی سرمایه ګذاري کول ښایي د افغانستان او سیمې راتلونکی خورا نورو ننګونو سره مخ شي. ځکه د مذهبي او جهادي مدرسو فارغان هغه مهارتونه نه لري چې پرې د ژوند ورځینی اقتصادي لګښتونه او اړتیاوې پوره کړي. خو تر ټولو ستره اندیښنه یې دا ده چې دوی هر وخت خپله نظریه او فکر د زور او خشونت له لارې غواړي عملي کړي چې عملا یې مونږ ګورو د طالبانو د حکومت محتسیبین د خلکو په خصوصي حریم تیری کوي او حتا په عامه ځایونو او ښارونو کې ښځې او سړي زوروي او رټي یې.
په افغانستان کې په بې شمیره مذهبي زدکړو مؤسیسو پانګؤنه او د هغوی څخه فارغیدونکي بشري کتلې ځان ته په ټولنه کې ځای پیدا کولو لپاره ددوی او د ټولنې نورو قشرونو ترمنځ سیالۍ پیښیږي، چې بې لحیره دغه سیالۍ به زمونږ ټولنې ته په سرخوږي بدلیږي او دغه ټولنه به تر کالونو کالونو له دغه سیالیو څخه رنځیږي چې مونږ یې عملا بیلګې ګورو چې د طالبانو حکومت کې حتا د ډاکټر،اینجینر او نورو تخینکي او مسلکي ټیټو بستونو هم مذهبي ملایان او قاریان مقروري او مسلکي کسان له دندو لیري کوي.
د افغانستان په دا اوږدمهاله ناورین کې میلیونونه افغانان اروپا، امریکا او نورو هېوادونو ته مهاجر شول او ددوی راتلونکی نسل به په طبعی شکل او په ځانګړي ډول ددغه سخت دریځه فکر او فعالیتونو خلاف وي کوم باندې چې اوس مهال افغانستان کې د طالبانو حکومت کار روان کړی. ددغه لوی شمیر بهر میشتي افغانانو بشري کتلې او داخل کې دداسي سخت دریځه فکر افغانانو ترمنځ ټکر به نه یواځې افغانانستان کې دننه اوسیدونکو افغانانو په ژوند منفي تاثیر ولري بلکې تر اوږد مهاله به ددوی ترمنځ شخړې او نندرۍ روانې وي چې د افغانستان او افغانانو په ټولینز او اقتصادي حالت به خورا ډیر منفي اغېز ولري. په ځانګړي ډول داخل کې میشت افغانان چې لا وړاندې یې ټولنیز او اقتصادي حالت خورا سخت حالت کې دي او همدارنګه به د افغانستان مخالف قوتونه هم په ډیرې اسانی ددغه کتلې ګټه اخلي.
په افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه ډلې واک ته تر رسولو وروسته مرکزي او جنوبي اسیا ځینو هېوادونو کې هم ځیني مذهبي ډلو ته واک ته د رسیدو انګیزه پیدا شوي او عملا یې فعالیتونه شروع کړي. خو اندیښنې وړ خبره دا ده چې د ډیرو رهبری کچې مشران یې عملا افغانستان کې شتون لري او د طالبانو په ملاتړ خپلو هیوادونو کې خپل سخت دریځه فعالیتونه کوي. مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو د سخت دریځه مذهبي تحریکونو سربازګیري لپاره په افغانستان کې مذهبي او جهادي مدرسې یوه تر ټولو مؤثره بشري سرچینه کیدلی شي، څو د خپلو خوځښتونو فعال ساتلو لپاره ترې ارزانه او مناسبه بشري ځواک په توګه راتلونکي کې ددوی څخه استفاده واخلي.
پر مذهبي سخت دریځی پانګوونې ریښې ډیرې پیچلي او ددوی پایلې له مخکې ارزول شوي دي، څو دا سیمه په یو ناسور بدله شي. ددې سیمې سخت دریځې بشرې قوې څخه په ډیره ارزانه بیه ددې لوی سیمې راتلونکي اقتصادی طاقتونو په ځانګړي ډول چین ،هند او روسیې د اقتصادي او پراختیایې پروژو مخنیوي کې ګټه واخیستل شي. چین چې کابو په درې څلور کالونو کې به د نړی ستر اقتصادي ځواک شي، د مرکزي او جنوبي اسیا څخه د یو سړک او کمربند یوې پیړۍ اقتصادي پروژېه یې یو له حیاتو پروژو څخه ده چې نړی د ځمکې او اوبو له لارې سره نښلوي. ددې لویې او اوږدمهاله پروژې دوه حیاتي کوریډور، یو یې د پاکستان او دوه یم یې مرکزي اسیا څخه تیریږي چې شاید په په ډیر اسانی د سخت دریځه وسلوالو ډلو له لوري زیانمن شي. چې په دې سره به هم مرکزي اسیا او هم جنوبي اسیا ځیني هېوادونو کې سیاسي او اقتصادي پایښت کمزوري ریښي لا زیانمنې شي.
همهاله به د مرکزي اسیا هېوادونو کې د روسیې په سیاسي نفوذ اغېز وکړي او د روسیې سیاسي نفوذ خلاف به دا سخت دریځې ډلې خپله مبارزه پیلوي. تر څو دا هېوادونه د روسانو د نفوذ څخه خلاص کړي او د مرکزي اسیا هېوادونو په سیاسي قدرت کې ځانونه شریک کړي.
د هندوستان مخ پر ودې چټک اقتصادي پرمختګ چې شاید راتلونکو دوه، درې لسیزو کې د نړۍ دوه یم ستر اقتصادي ځواک شي . دغه سخت دریځي ډلې همدارنګه دغه هېواد ته هم د سر درد پیښدلی شي، ځکه هندوستان کې د مسلمانانو سره سیستماتیک چلند، د هندي نشنالستانو لخوا چې ډیری وخت په اخ او ډب بدل شوی، به ددې لامل کیږي،څو دغه سخت دریځه ډلې په دا بهانه هندوستان کې خپل کړنو ته بهانه ولټوي او په دې وسیله هلته خپل سخت دریځه فعالیتونه وکړي.
که چیرې د طالبانو تحریک چې اوس مهال یې د افغانستان واک په لاس کې دی او د افغانستان نور روښان فکره خوځښتونه او مشران د افغانستان راتلونکي په اړه جدي فکر ونه کړي او د افغانستان ستونزو سره سرسري چلند وکړي. افغانستان به نه یواځې د ګاونډیانو او د نړی له نورو هېواودونو سره په سختو شخړو او لانجو کې واقع شي، بلکې د افغانانو خپل منځی شخړې به هم لا سختي او ډیرې شي. چ په اوس مهال کې نه د افغانانو بشري ځواک او نه هم د افغانستان نیم ژواندي وجود د نورو شخړو مخه ګوري او نه یې هم د ځان په ګټه د حل وړتیا لري.
د طالبانو تحریک که چیرې رښتیا د افغانستان پرمختګ او افغانانو ښیرازه ژوند غواړي نو د افغان ولس او افغانستان کې میشت قومونو غوښتني چې د ژوند بنسټیز حقوق تعلیم، کار،بیان ازادي او داسي نور دي، رعایت کړي، او داسي حکومتي بڼه جوړه کړي څو ددې جغرافیې هره طبقه پکې په ریښتوني معنا ځان وګوري، او دا حکومت د خپلو حقونو ساتونکي وبولي.