Homeخبرونهسیاسي او اقتصادي ترینګلتیا؛ پاکستان کې ټاکنې وځنډول شوې

سیاسي او اقتصادي ترینګلتیا؛ پاکستان کې ټاکنې وځنډول شوې

تاند (یکشنبه، د جدي ۱۷ مه) د پاکستان مشرانو جرګې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د دغه هېواد پلان شوې پارلماني ټاکنې ځنډول شوي.

د دغه ځنډ دلیل د شرایطو نا مساعد والی ښودل شوی، خو نور جزیات یې نه دي روښانه شوي.

په وروستیو کې د پاکستان پر یو شمېر پارلماني نوماندانو مرګوني بریدونه وشول او ورسره د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د لا خرابوالي راپورونه خپاره شول.

پاکستان په وروستیو کې د اقتصادي ننګونو ترڅنګ په امنیتي لحاظ هم ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

د دغه هېواد پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو د پښتونخوا ترڅنګ په بلوچستان او نورو سیمو کې مرګوني بریدونه زیات شوي، چې پاکستاني چارواکي او سیاستوال یې وېرولي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر څه موده مخکې د دغه ترینګلي وضعیت د مهارولو لپاره د واشنګټن د اقتصادي مرستو د ترلاسه کولو په هڅه امریکا ته هم په سفر تلی و، خو ویل کیږي چې تش لاس او نهیلی ورڅخه ستون شوی.

1 COMMENT

  1. دا خبر غلط دی. د پاکستان سنا د ټاکنو د ځنډ وړاندیز وکړ خو هغوی یې د ځنډولو واک نلري. تاند باید دغسې تیروتنه ونکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...