سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد ملا فضل الرحمن له سفر څخه د ملا متقي توقعات

د ملا فضل الرحمن له سفر څخه د ملا متقي توقعات

تاند (یکشنبه، د جدي ۱۷ مه)د  پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند د مشر ملا فضل الرحمن په مشرۍ یو پلاوي پلازمېنې کابل ته تر رارسېدو ورسته د طالبانو د رياست الوزرا له سياسي مرستيال سره د دوی کابینې د يو شمېر غړو په شتون کې وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ويلي چې ملا فضل الرحمن د پاکستان په سياست کې مهم رول لري او تمه ده، چې د نوموړي سفر به د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړيکو په برخه کې ګټور تمام شي.

متقي زياته کړې، چې د پلاوي لویوالي ته په کتو سره مالومېږي، چې ملا فضل الرحمن به له ځان سره د پاکستاني لوري پيغام د طالبانو له مشرانو سره د شريکولو په موخه راوړی وي.

نوموړي په داسې حال کې افغانستان ته په سفر راغلی، چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ظاهراً ترینګلې شوې دي.

تېره اوونۍ د طالبانو له اړخه د دوی د دفاع وزارت مرستیال او د کندهار والي ملا شیرین اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ او یو شمېر پاکستاني چارواکو سره یې د اړیکو پر ښه والي خبرې اترې وکړې.

1 COMMENT

  1. د طالبانو اصلیت ورو ورو رابرسیره کیږي دا پدري د انګریز غلام او د طالب د مور میړه په راتګ یا دعوت ثابته شوه چې غلام ابن غلام طالب هیڅکله ازاد ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب