یکشنبه, مې 12, 2024
Home+په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په...

په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په بهرني ملاتړ معتاد سياستوال

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

موږ افغانانو له تيرو څو لسيزو راهيسې د خپلمنځي شخړو د حل وړتیا له لاسه ورکړي ده. ګاونډيان د افغانانو خپلمنځي جګړه خپل ستراتیژیک هدف ګڼي خو بالاخره په خپله پکې ونښلي او نړيوال زبرځواکونه هم د افغانستان د خلکو د متنوع کلتوري جوړښت عنعنوي مذهبي ځانګړتياو او د ټيټې کچې زده کړو په هکله د اړينو معلوماتو د نه درلودلو او يا هم د خپلو افغان اجنټانو لخوا د افغانانو د ديني او کلتوري تړاوونو په هکله د غلطو معلوماتو ورکولو له امله هر وخت غولول شوي او ناکام شوي دي،خو د افغانانو د غولولو او لوبولو همدغه لوبه لاهم روانه ده.

متأسفانه  له لسيزو راهيسې زموږ حاکمان د ملت له خيټې څخه د راټوکيدو او په خپل ولس باندي د تکيې کولو پرځاى له بهر څخه تپل شوي دى او د خپل مشروعیت په شمول هر څه له بهرنيانو څخه غواړي. ځکه خو افغان سياستوال له مودو راهیسې د ملي ګټو لپاره د قرباني ورکولو  او ملت مو د سياستوالو په کړنو باندي د څار او له هغوى څخه د حساب اخيستلو په برخه کې ښه شاليد نه لري.  مشرانو په خبرو غولولي يو، د واک له ختمېدو سره سم يې پرييښي يو او خپلې تېښتې ته يې توجيهات هم وړاندې کړي دي. له تيرو پنځو لسيزو راهيسې د سوسياليزم دين وطن ديموکراسي په شعارونو وغولول شوو. همدغه لامل دى چې هېواد مو د پرديو نيابتي جګړو ډګر ګرزيدلى دى.

که د حال خبره کوو، نو پوښتنه دا ده چې ايا معاصرو زده کړو ته د سختې اړتيا ليدل کيدو او ناپوهي د غلامي ګڼلو په معاصر وخت کي په نظام باندې د ولسي باور بايللو لپاره به دوه کاله خورا زيات وخت نه وي چې اوسنيو حاکمانو ولس ته د انجونو په مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو د پرانستلو وعدې ورکړې، خو عملاً لاهم هيڅ نشته؟ بله پوښتنه دا ده چې ايا د حاکمې ډلې لخوا د ژمنو پوره کولو لپاره له دوه کاله زيات  وخت  په انتظار کې ناست ولس ته به اوس د ويښ ملت لقب ورکول مناسب وي؟

ايا د اسلامي اُمّت او هېواد د ثُقه ديني عالمانو ترمنځ له هر ډول ښکاره مباحثې او مناظرې پرته د انجونو په زده کړو باندي بنديز او د ناپوهي تورتمونو ته د ولس کش کول، د څو مټکورو او سرټمبه اشخاصو د مکر ژړا او واويلا به اوسني حاکمان د متعال رب او خپل ولس په وړاندې له حساب او ځواب ورکولو څخه وژغوري؟  ايا دغه بنديز به  له هغه دين سره جفا نه وي چې د وحى پيل يې د اِقْرأْ (ولوله!)  د امر په کلمه باندې شوى دى؟

که خپلو ستونځو د سياستوالو له زاويې څخه راوګورم نو داسې عجيب او غريب سياسي مشران مو درلودل چې د امريکا او قطر دفتر ترمنځ د مذاکراتو په مهال خليلزاد د ارګ ميشتو په ګډون ډېر سياستوال ددې لپاره د يأس او اميد ترمنځ ددې لپاره خوشحاله وساتل چې ګوندې خليلزاد به يې د موقت حکومت د مشرتابه مرغى په سر باندې کينوى، خو داسې هيڅ ونشول. خليلزاد  ټول دوکه کړل او هک پک يې پريښودل. اوس يوځل بيا زموږ د هېواد سياسي فضا افواهاتو او ګنګوسو په سر اخيستې ده. انلاین او افلاين ناستې روانې دي. هر څوک په دغه فکر کې دي چې امریکا به بيا څوک په افغان تخت باندې کينوي. البته له نښو نښانو داسي ښکاري چې  ممکن ډير څه وشي، خو هيڅ کله به هم امریکا ځان يو ځل بيا د سريښو په ډنډ و نه نښلوي او د تېر وخت په څېر غلطيانې به تکرار نکړي. هغوى پوهيږي چې که احياناً تکرار هم شي، نو نتيجه به يې د تير نظام په شان نسکوريدل وي.

موږ په افغانستان کې پنځه لسیزې د نړيوالو لخوا د يرغلونو، لاسوهنو او نيابتي جګړو  د ناکامو پايلو  ننداره وکړه، خو ورڅخه د زده کړو هڅه مو نه ده کړې. د افغانستان د  سياسيونو او سیاستونو پرله پسې ناکامي موږ په امنیتي سیاسي او اقتصادي برخو کې د ناکاميو له امله په پرديو باندې په تکيه کولو معتاد وګرزيدو، خو له دغه اعتياد څخه د نجات لارې نه لټوو. موږ خپل مکلفيتونه او مسوولیتونه هېر کړي دي. هر څوک او هروخت  د نړیوالې ټولنې په تمه ناست یو چې کله به مو بهرنيان په رسمیت پيژني، کله به راته نظام، حکومت، ملت، سړک، ښوونځي، پوهنتونونه بندونه اساسي قانون او … جوړوي. کله به زموږ مخالف لورى راته ووژني او کله به واک موږ ته حواله کړي، خو نه پوهیږو چې نړيوال له خپلو غلطيانو څخه د زده کړو کولو کلتور لري او بيا تيرې سهوې نه تکراروي. د خندا خبره ده چې د تېر نظام هغه لوړ پوړي چارواکي چې د غصب او د پراخ فساد له امله يې د نظام په نسکوريدو کې عمده رول درلود  بيا خوبونه ويني  چې ګوندې بيا به ورباندي امریکا د رحم او کرم نظر وکړي او بيا به يې د واکمنانو په توګه افغانستان ته وشغوي.

ځواب ساده دى. هغه دا چې موږ ويده مخلوق يو. موږ د پرديو ځواکونو پرديو باروتو، برديو وسلو او د خطر په مهال پرديو ويزاو ته سترګې نيولې وي. د زده کړو کچه مو ښکته ده. په ړوند تقليد باور کوو، نو مشران مو هم ابن الوقت او د پرديو لخوا د پرديو ګټو د خوندیتوب لپاره راباندې تپل کيږي او موږ يې د بديو ناروا امرونو په وړاندې غږ پورته کول ګناه او د جابر په وړاندي چوپ پاتې کيدل واجب، مجبوريت او يا هم مصلحت ګڼو.

د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې د لوړې کچې پرمختګونو  په معاصره کريتيريا کې بيوزله ولس او په اوږدمهاله توګه په ستونځو کې نښتى هېواد د مختلفو وجوهاتو عواملو او لاملونو پربنسټ د ملت د ناپوهي او د نيمګړي سياسي مشرتابه د ترکيب پايله ګڼل کېږي. البته خوشحاله ولس، ښيرازه او پرمختللى هېواد د ويښ ولس، پاکو سياستوالو  او ملي ګټو ته د ژمن قيادت په کتګوري کې راځي.

له دې امله چې ولس مو اوس له خورا بد اقتصادي حالت سره لاس او پنجه نرموي، په لوړو زده کړو سمبال ځوانان مو د بيکاري له امله له سختې ناهيلي سره مخ دي، د انجونو په زده کړو باندي له تير دوه کاله راهیسې بنديز لګيدلى، هېواد مو په نړيواله ټولنه کې په لوړه کچه منزوي وضعیت کې قرار لري، حاکمه ډله د ترينګلي وضعیت په تړاو د احساس نه درلودلو له امله د هوايي او خيالي غرور په رنځ اخته او د انډيوالانو ترمنځ د دولتي امتيازاتو په وېش لګيا دي. ملت لاهم د خپلو حياتي ستونځو د حل لپاره غږ نشي پورته کولاى او ټولنيز غبرګون نشي ښودلاى،  نو څرګنده خبره ده چې ولس د توپانونو په ګرداب کې د کوما حالت ته رسيدلي او د مشرانو هوايي او تخيلي ژمنو ته ناست دى، حاکمان له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې او د راتلونکو بحرانونو په هکله د اټکل کولو وړتیا نه لري.

دا چې موږ ټول ځانونه سوچه مسلمانان او نګه افغانان، د انسانيت او د مدنيت مخکښان ګڼو، نو بيا ولې ډلې ډلې يو؟ ولې هر يو د سياسي امتیازاتو په لټه کې يو؟ ولې له يو بل سره د جوړيدو او د خپلمنځې شخړو د ختمولو د هنر زده کولو پرځاى د يو بل وژل او شړل راته غيرت ښکاري؟  ولې له واک سره لېونۍ مينه کوو؟ ولې خپلمنځي جګړو ته د مقدساتو نوم ورکوو؟  ولې د علم او ټيکنالوژي په برخه دومره وروسته پاتې يو؟ ولې په خپلمنځ کې د خپلو ستونځو د حل وړتیا نلرو؟ او ولې مو حاکمان د پرديو پلانونو له مخي لکه نانځکې د پرديو له اړتیاو سره سم په تخت باندې کينول کيږي او له تخت څخه شړل کيږي او ولې مو مشران د ملت او هیواد د ګټو لپاره د قرباني ورکولو ثابتې بيلګې نلري؟

راځئ خپل ولس ته د هيلو لمن وغوړوو، له پردیو څخه نه بلکې له خپل ولس څخه تعامل وغواړو، ورڅخه د خپلو تيرو سهوو ګناهونو حق تلفيو او تيريو بښنه وغواړو، ورباندي تکيه وکړو ورسره مشورې وکړو او ورڅخه د مشرانو ټاکلو په تړاو رأيه، له نظام څخه ملاتړ او د حکومت په رسمیت پیژندل وغواړو. اصلاً ملتونه حکومتونه جوړوي. راځي ملت ته په حاکمه ډله باندې د ړوند تقليد په شکل د باور کولو تبليغ پريږدو د سياسي چارواکو د هرې خبرې منلو، د هغوى لپاره د ترانو ويلو، شعارونو ورکولو او لاسونو پړکولو پرځاى هغوى ته له چارواکو سره د احتساب د هغوى په نيمګړتياو باندې د نيوکو او د هغوى د بدو امرونو په وړاندې د مبارزې تلقين، خو د وسلوال بغاوت نه کولو توصيه وکړو.

10 COMMENTS

  1. سلامونه
    یوازې عنوان یې کافي دی. ټولې خبرې مو په یوه لنډ عنوان کې رانغښتي دي:
    په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په بهرني ملاتړ معتاد سياستوال
    عالي لیکنه ده. کور مو ودان

    • عليکم السلام و رحمت الله وبرکاته
      نړۍ مننه جناب ارمان صاحب محترمه
      که په وطن کې ناخوالې او په ولس باندي ملنډې وهل کېږي نو غبرګون ښودل په موږ او تاسو باندي لازم دى

  2. ښاغلی عبدالوحید وحيد صاحب ستاسی ټولی لیکنی د افغانستان او افغانانو لپاره د خیر او زړه سویی لیکنی دی.
    بلی مونږ معتاد سياستوال نه بلکه معتاد ډالروال لرل چه افغانستان یی تباه او برباد کړو.

    افغانستان کی نن د طالیبانو اسلامی امارت خپل حکومت اعلان کړیدی، په تیرو دوو کلونو کی یی خپل نظامی قوت څو چنده زیات کړیدی، که پنځه کاله نور پاتی شی کیدایشی حکومت یی ټول عمری شی. د معتاد ډالروالو جنازه او فاتحه به په غرب کی اخستل کیږی.
    د نړیوالو څخه افغانستان په بشپړ ډول هیر شویدی ځکه هغوی په نورو استخباراتی جګړو اخته شویدی.

    د نړی وضعیت او افغانستان ته توجه نه لرل:

    د یوی خوا روسیه او چین سره د نورو ملګرو ملکونو د اکراین په جګړه اخته دی. د بلی خوا امریکا او د امریکا په واسطه د اروپا څخه وتلی انګلستان هم په اکراین او هم د اروپا په ورانولو اخته دی.

    همداسی امریکا او انګریز د فلسطین په له مینځه وړلو اخته دی.
    عربی ملکونه هم د امریکا او انګریز د استخباراتی پټو اختارونو له کبله د فلسطین ننګه نشی کولای.
    امریکا د ایران په پټه همکاری د حوثیانو، حزب الله، داعیش او حماس په مرسته سونی عرب کمزوری کوی او هم روسیه کمزوری کوی.

    په غرب کی د تربیه شوو ایرانی اخوندانو حکومت او د انګریز په لاس جوړ شوی پاکستانی(پنجابی) حکومت تل د امریکا لپاره استخباراتی او شیطانی جګړه پرمخ وړی.
    ملګری ملتونه په خاص ډول د بشر د حقوقو دفتر په ښکاره ګوری چه بی وزله ملکی فلسطینیان د ۲۳ زره څخه زیات په بیرحمي وژل کیږی، مګر هیڅ ډول عمل نشی کولای.
    ګل مرجان یی نه منی او عطآجان یی نه منی اوس یی ولی منی؟؟؟؟؟؟؟؟

    • سلامونه وطندار صاحب محترمه
      ډير پرځاى ارزونه مو کړې ده. رب العزت دې موږ ولسونه راويښ کړي چې نور لکه د مارکيټ د توکو په شان نه پلورل کيږو

  3. سلام
    سیاست یو طرفه جاده نه ده بلکې یوپراخ واټن، سوچ او لید لوری دی زموږ دټولنې ذهنی او عینی شرایط دلوبو او استخباراتو کار نه دی زموږ ثبات، ملی قلمرو ، سوله او عدالت انصاف او بشپړ پوهاوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب