یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد ایران زندانونو کې تر ۷ زرو افغان کډوال بندیان دي

د ایران زندانونو کې تر ۷ زرو افغان کډوال بندیان دي

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو مرستیال وزیر عبدالرحمن راشد د ایران په زندانونو کې د شاوخوا ۷ زرو افغان کډوالو د موجودیت خبر ورکړی.

نوموړي په یوه مرکه کې د دوی د خوشې کولو د هڅو یادونه هم کړې او ویلي چې په دې لړ کې شاوخوا ۴۰۰ بندیان را خوشې شوي هم دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د پاکستان تر څنګ لسګونه زره افغانان ایران ته هم کډوال شوي چې یوه لویه برخه یې بېرته په زوره ایستل شوي.

را ایستل شوي کډوال د ایراني ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت لري او وایي نه یوازې له شکنجه کولو وروسته یې وباسي؛ بلکې شتمنۍ یې هم لوټي او تش لاس یې افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم یو ځل منلې وه چې ایران نه ستانه شوي کډوال له همداسې چلنده شکایت کوي.

یو شمېر خلک بیا پر طالب چارواکو نیوکه لري، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته سمه پاملرنه نه کوي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان ، کشور همزبون ، هم فرهنګ ، هم کیش و همسایه ایران
    ما در افغانستان جمهوري اسلامي میخواهیم ،
    اسلام مرز ندارد . از ارشادات امام خمیني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب