سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپه لویو لارو کې د ۷۵ مسجدونو د جوړولو په امر د...

په لویو لارو کې د ۷۵ مسجدونو د جوړولو په امر د ملا هبت الله امر

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت ویلي چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده ورته په ۲۸ ولایتونو کې د ۷۵ مسجدونو د رغولو امر کړی.

د یاد شوي وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي دا مسجدونه د هېواد د لويو لارو په هره ۷۰ کيلومترۍ واټن کې رغول کېږي.

د هغه په وینا، هر یو دغه جومات به په يوه وخت کې د ۳۰۰ (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه) لمونځ کوونکو وړتيا ولري.

ویل شوي چې په يادو مسجدونو کې د لويو او کوچنيو وسايطو لپاره جلا پارکينګ، د ملا امام لپاره ځانګړی استوګنځی او د نارينه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه او لمانځه جلا ځايونه په پام کې نيول شوي او له بشپړې رغونې وروسته به د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي.

یو شمېر خلکو پر طالب چارواکو د لومړیتوب نه پېژندلو تور لګولی او ویلي په داسې وخت کې چې افغانستان تر زیاتو اسلامي هېوادونو ډېر جوماتونه لري، خو خلک یې د نړۍ په تر ټولو زیاتو فقر ځپلو کې حسابیږي، د نورو جوماتونو د جوړولو امر د ملت د امکاناتو ضایع کول دي.

2 COMMENTS

  1. عجب عمری عدالت زموږ په هیواد کې جاري ده، د سلهاو زره متقاعدینو کورنۍ دا څه کم دری کاله کیږي د تقاعد معاش چې د هغوي قانونی حق او امانت پېسې دي ، تر اوسه طالبی اداره ورباند سترګې پټی کړي او ورته د نن او سبا پلمې کوي.
    طالبې اداره په لارو او کوڅو کې له بیوزلو کراچې وانانو نه چې خپل بال و بچ ته د یوی ګولۍ وچې ډوډۍ لپاره پدی یخني ژمي کې سرک تر غاړی غریبي کوي په زور او جبر د میاشتې د پنځو نه تر لسو زرو افغانیو د مالیی او عشر په نوم جزیه ټولوي او بیا دا پیسې د جوماتونو او مدرسو په جوړولو مصرفوي، زموږ هیواد کې لویو لارو که اصلأ جوماتونو جوړولو ته په اوسنیو شرایطو کې هیڅ اړتیا نشته ځکه اوس چې سرکونه هم پاخه شوي یو ښار نه بل ښار ته تګ یوازی د څو ساعتونو خبره ده .
    له بلی خواه په لویو لارو کې د موټرونو درول نه یوازی د ترافیکی پیښو لامل کیدای شي بلکه خپله مسافرو په تیره بیا میرمنو او ماشومانو ته هم لویه ستونزه ده .
    پدی څه کم دری کالو کې د دې مجهوالهویه سړي ( امیر الجاهلین ) هره کړنه او فرمان که د ښوونځیو او پوهنتونو تړل دي او که نوری کړنې یوازی زموږ ولس او خلکو لپاره د سرخوږۍ او ستونزه ده او بس.
    لوی خدای دې زموږ هیواد او خلک ژر د دې آفت او بلا نه وژغوري . آمین

  2. دا د lsl تر کنترول لاندی تربیه شوی قادیانانو ته دهمدی lsl له خوا ورکړشوی پروګرامونه عملی کوی یعنی دا قادیانان هڅی کوی چی د پنجابی پاکستان قادیانی مدرسی افغانستان ته انتقال کړی او راتلوونکی کښی افغانستان یوازی قادیانی چړیان ولری او امریکا او انګلیس ددی خائین پلان تهدابی حمایه کوونکی دی او دوی لدی کبله داسی جاهلو خرڅ شوو ته ددوباره راتګ زمینه برابره کړه ، پنجابی پاکستان لپاره داسی جاهل رژیم د افغانستان کامل کنترول موقع برابروی او امریکا انګلیس پلان لری چی ددی تربیه شوو جاهلانو په واسطه روس ، چین او اخوندی ایران ترتام کنترول لاندی وساتی ، د امریکا او قادیانیو طالبانو مخالفت ساختګی دی او د امریکا په هدایت دی قادیانیو طالبانو د روسیی ، چین او ایران سره ډیر نیږدی اړیکی پیدا کړیدی او ددی اړیکو زمینه خلقیو + پرچمیو او ماؤیستو کمونیستانو او شعیه ګانو په واسطه د ایران سره برابره کړی دی ، بیداره صادق ملی افغانان باید په صدق سره متحد شی تر څو د افغان ملت تباهی مخه ونیول شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب