سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهملا برادر: پر ۵۰۰ لویو او وړو پروژو کار روان دی

ملا برادر: پر ۵۰۰ لویو او وړو پروژو کار روان دی

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چي هېواد کې د ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو چارې روانې دي.

ملا برادر اخوند زیاته کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د خلکو د هوساینې په موخه سلګونه پروژې پلې شوې او لا هم په ټول هېواد کي د رغنیزو پروژو چارې دوام لري.

ملا برادر ټينګار کړی، چي د قوش‌تیپې کانال او بدخشان له لارې له چين سره د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادي څرخ نور هم پياوړی کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال یادې څرګندونې کندهار ولایت کې د یوه جومات د چارې پيلېدو په پرانیست غونډه کې کړې دي.

د هغه په وینا، یاد شوی جومات د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د ۳۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره جوړېږي.

د دې جومات د جوړېدو چارې به په راتلونکي یوه کال کې بشپړې شي.

1 COMMENT

  1. ملا صاحب ، پخوا به دیني عالمانو ویل ، چې جومات وران کړه ، خویو پل او یا لار جوړه کړه چې مسلمانانو ته د کار او ژوند لپاره تګ را تګ آسانه شي .
    حضرت عمر رض ویلي که د کوم پل په سر د خرابي او سوري له امله د یوې وزې پښه ماته شي ، په آخرت کې به له ما پوښتنه کیږي .
    تاسې هم اوس د یوې حاکمې او انحصاري ډلې په توګه د ټول افغان مسلمان ملت پروړاندې او د خدای تعالي په مقابل کې مسوول یاستئ . د خلکو زړونه لاس ته راوړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب