سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد محسن داوړ د موټرو پر کاروان برید

د محسن داوړ د موټرو پر کاروان برید

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د قامي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ د موټرو پر کاروان ډزې شوي چې هغه ته پکې زیان نه دی اوښتی. 

 راپورونه ښيي چې د داوړ پر کاروان د ټاکنیز کمپاین لپاره د میران شاه په تپي سیمه کې ناپیژندل شویو وسله والو ډزو کړي دي.  

د پولیسو په وینا، محسن داوړ زغره وال موټر کې سفر کاوه او خوندي پاتې دی. 

ویل شوي چې په دغه برید کې نور چا ته هم زیان نه دی اوښتی.

 له دی وړاندی په ډیره اسماعیل خان کې د جمیعت علماء اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان او په باجوړ کې هم پر یوه انتخاباتي کاندید ډزې شوې دي.

د پاکستان حکومت یو شمېر مخالفو نوماندانو ته یې خبرداری ورکړی چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پرې د بریدونو خطر موجود دی.

1 COMMENT

  1. دا ټول د پنجاب د ای اس ای پلان ده چی باید نور کسان په انتخاباتو کښی ګډون ونکړی بدون د انګلیس له نوکرانو
    د انتخاباتو پر ځای باید مخالفی ډی د انتخاباتو نتایج منحل اعلان کړی او دا د دروغ اتنخابات ونه منی تر هغه پوری چی ای اس ای لاس له انتخاباتو لنډ شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب