جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+تېر کال یوې خپرندويي ټولني ۲۳۰۰۰، زره کتابونه چاپ کړي

تېر کال یوې خپرندويي ټولني ۲۳۰۰۰، زره کتابونه چاپ کړي

غني حسن

کندهار کي صداقت خپرندويي ټولني تیر ۲۰۲۳ م کال کي ۲۳ ټوکه کتابونه چاپ کړي دي، چي هر کتاب زر ټوکه کېږي، دا کتابونه د پښتو ادبیاتو، تاریخ، اقتصاد، ټولنپوهني، ارواپوهني، فلسفې دیني او عرفاني موضوعاتو څخه مالامال دي، دا د خوښۍ او روښانولۍ زیری دئ. د یوې ټولني په ویښتیا کي کتابونه او د کتابونو د چاپ بنسټونه او لیکوال، ادبپال، فرهنګپال اشخاص خورا اهم رول لري، بده به نه وي، چي د ۲۳ کتابونو ډيره لنډه پيژندنه وړاندي کړو.

۱ـ د حکمت او فلسفې ودانۍ

فلسفې ته بلنه د ویل ډورانټ یو مشهور ترین اثر دی، فلسفې ته بلنه یا په پښتو کي د ( حکمت او فلسفې ودانۍ ) کتاب په پښتو کي دا ممکن اول وار وي، چي د ویل ډورانټ دا اثر  فلسفې ته بلنه (Invitation to Philosophy ) یا په فارسي (دعوت به فلسفه) پښتو کېږي ددې کتاب ژباړن ښاغلی نیاز محمد نثار دی، پر کتاب بشپړه لیکنه په تاند کي خپرېږي.

۲ـ د مغزونو فرار

د مغزونو فرار- کتاب د مغزونو پر اغېزو، علتونو، تاوانونو او حل لارو یې د لیکوال جان محمد مهربان په وینا پوره لس کاله کار کړی دئ. دغه ټولګه په ډېر ښکلي صحافت او ډېزاین چاپ او خپره سوه. کتاب په ۱۳۶ مخونو، لسو غټو برخو او ۶۱ عنوانونو کي راغونډ سوی دئ. لیکوال د ۳۴ بهرنیو معتبرو ماخذونو څخه استفاده کړې ده.     لیکوال په پيل کي د مغزونو د فرار موضوع په لنډه او خلاصه ډول معرفي کړې ده، چي لوستونکی لا هم مطالعې او د کتاب دننه کېدو ته هڅوي. ورپسې فهرست او بیا د پیل څو لنډي خو خورا مهمي خبري لیکوال لري، چي ولي ، څوندي وخت کي او چیري ئې دا تحقیقي پروژه بشپړه کړې ده. یادونه: پر یاد عنوان د معزونو فرار د کتاب بشپړلنډیز په تاند کي خپرو سوی دئ.

۳ـ مخوره کورنۍ

مخوره کورنۍ، د يحيی خان د لويي کورنۍ تاريخچه ده، چي له نن څخه ۲۶ کاله مخکي د مرحوم غلام محی الدين ايوبي په قلم خپره سوې وه. دغه تاريخچه په نوي شکل، له زياتونو او اصلاحاتو سره يوځای د تکړه لیکوال محمدهارون صمیم په زیار بیا چاپ سوه. د یادوني وړ ده، چي یحیي خان کورنۍ په کندهار کي خورا مشهوره او تر اوسه يې کوڅه په همهغه نوم پاته ده، اکثریت د ددې سیمي او کوڅې اوسیدونکي لیکوال، شاعران او سیاسي څېرې وې.

۴ـ دا لیکوال او دا څېرې

دا تذکره د پښتو ادب د تکړه لیکوال افضل ټکور هغه تذکره ده، چي ډیر کلونه وړاندي یو وار چاپ سوې وه، خو د کمیابۍ او ددې تذکرې د ارزښت په خاطر هارون صمیم یو وار بیا دا تذکره د ادب مینه‌والو او ادبپالو ته ډالۍ کړل، دا د معاصرو تذکرو لیست کي خورا  مهمه ادبي تذکره ده، چي د خپل وخت ۹۰ تنه ليکوال او شاعران معرفي کوي، د دوی د نظمي او نثري نمونو سره يوځای. د دې تذکرې لومړی چاپ په ۱۳۶۶ل. کال کي سوی دئ.

۵ـ وړانګي وړانګي مي باهو

د میرمن پروین ملال د خوندورو، نادرو او عاطفي او ښکلا و احساس څخه د ډکي شاعرۍ وروستۍ ټولګه ده، چي د محمدهارون صمیم په زیار او زحمت د چاپ په ګاڼو وپسولل سوه، د پښتو معاصره شاعري کي پروين ملال ځانګړی نوم لري، دغه کتاب وړانګي وړانګي مي باهو د مخکنيو چاپي ټولګو او نوو ناچاپو شعرونو مجموعه ده، د شاعري په اړه هارون صمیم وايي: (د دوی شاعري که څه هم وقفه يي ده خو په پښتو کي د ښځينه طبقې د محکوم او مظلوم حالت په ترسيمولو کي په کيفي او کمي لحاظ بې سارې ده).

وړانګي وړانګي مي باهو، د ملال چي تازه د صداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ سوه.

۶ـ الرحیق‌المختوم (سیرت)

د حضرت محمدص پر ژوند یو بې جوړې اثر دی، چي صفی‌الرحمن مبارکپوري لیکلی او مولوي محمدرسول ترجمه کړی دئ؛ کتاب پر ۵ برخو ویشل سوی دئ:

لومړۍ برخه کي عرب، د عربو جغرافیه، عربي ولس، د عربو واک او اقتصاد، هلته دینونه او د عربو ټولنه راپېژني، د هغه وخت سیلسي، دیني، اقتصادي، ټولنیز او اخلاقي حالات خورا ښه معرفي سوي دي.

دوهمه برخه کي د حضرت محمدص نسب، پېدایښت، او لویوالی په منظمه توګه راغلی دئ.

درېیمه برخه کي د محمد نبوت، رسالت او د هغه دعوت په درو مرحلو کی ،۱ـ دالله لور ته، ۲ـ په ښکاره، ۳ـ له مکې بهر دعوتونه لیکل سوی دي.

څلورمه برخه کي د مدینې ژوند( دعوت، جهاد او کامیابۍ) ته ځانګړې سوې ده، په دو مرحلو کي د نوي ټولني جوړښت او د نوي پرمختګ پيل معرفي سوي دي.

پنځمه برخه کي له یوه ښه ژوند رحلت او د کتاب او سیرت پای په ۶۹۰ مه صفحه کي پای ته رسېږي.

 

۷ـ لوی ژوند کوچني ګامونه

دا ارواپوهنیز او هڅوونکی کتاب دئ، چي د خوشاله، سوکاله، بریالي او ستر ژوند لپاره ځيني کوچني ګامونه دي او ددې ګامونو په واسطه یو شخص کولای سي بریالی ژوند ولري، کتاب علي‌الله متوکل په ۱۰۵ صفحو کي سره راغونډ کړی دئ. د پاملرني لپاره یې څو عنوانونه دغه دي:

  • ولي کوچني ګامونه
  • ځان پيژندنه
  • الفباء زده کړئ
  • زرځله مات سه

۸- الضابطه‌الوسطی

د تجوید د زده کړي یو جامع تدریسي کتاب دئ، چي قاري مولوي هدایت الله الحامد ابوالوفاء په لسو فصلونو کي لیکلی دئ، چي هر فصل ځانته تمرین او پوښتني و ځوابونه لري، یاد کتاب په ۱۲۶ صفحو او ۲۰۰۰ ټوکه کی چاپ سوی دئ.

۹ـ عمرجان صاحب زاده(مشهورپه صاحب‌اغا)

د هېواد د تکړه مؤرخ او څېړونکي محمدمعصوم هوتک کتاب دئ، چي د ۲۵ سترو ماخذونو څخه ئې پاڼي پاڼي استفاده کړې ده، چي د روحانیت و عرفان د ډګر صاحا اغا پر علم، ادب، سیاست او اخلاقو شعرونه فارسي او پښتو برخو باندي په خورا دقیقه توګه څېړنه او کتنه سوې ده. کتاب په ۵ فصلونو او ۸۰ صفحو کي راټول سوی دئ.

۱۰ـ زموږ نبي

د ماشومانو لپاره د پيغمبر مختصیر سیرت دئ، چي په سوال او جواب سره راغونډ سوی دئ، دغه کتاب محمدرسول سعید په خورا عامیانه ژبه د ماشومانو لپاره لیکلی دئ، د مسلمانو او افغانو ماشومانو لپاره یوه اسلامي، اخلاقي کتاب دئ.

۱۱ـ ږو او لوړه

د لطیف جان بابي د څلوریزو جونګ او ټولګه ده، چي شاعر او لیکوال بابي په سریزه کي د پښټو پر کلیمو(ږو او لوړه) باندي ښه په تفصیل ږغیدلی دئ، وروسته د شاعر خپلي تر سل زیاتي څلوریزي راغونډي سوي دي. د کتاب په پای کي د لیکوال د چاپو اثارو  اوږد لیست خوشاله کوي، چي پښتو ته لیکوال په اثارو تومنه ورکوي.

 

۱۲ـ د ملت ارمان (ناول)

د ځوان لیکوال مسعودرښتین کتاب دئ، چي د یوه هېواد د رئیس جمهور د ارمان یوه خوندوره کیسه ده، چي یو ځوان، یو ملت او یو رئیس جمهور څنګه ارمانونه لري، خیالي کیسې ته په ښې تلوسې سره پلاټ جوړ سو دئ، کرکټرونه کم دي خو کیسه تلوسه او خلاصي غوټي لري، پر وطن مین رئيس جمهور او د یوه ځوان تړلی ارمان دوی سره نژدې کوي او ملت ته کار کوي.

۱۳ـ ادر او کرکه

د لطیف جان بابي د څلوریزو جونګ او ټولګه ده، چي شاعر او لیکوال بابي په سریزه کي د پښټو پر کلیمو(ادر او کرکي) باندي ښه په تفصیل ږغیدلی دئ، وروسته د شاعر خپلي تر سل زیاتي څلوریزي راغونډي سوي دي. د کتاب په پای کي د لیکوال د چاپو او ناچاپو خورا اوږد لیست خپور سوی دئ، چي سړي ته د امیدواري پیدا کوي، چي پښتو نه مري.

۱۴ـ سیاسي هڅي او تلاښونه

دا کتاب د لیکوال شاعر او ژورنالیست غلام‌محی‌الدین ایوبي د سیاسي، هڅو کتاب دئ، چي د وېښو ځلمیانو د حرکت غړی و، د خپل ژوند سیاسي اړخ او سیاسي حالات دلته بیانوي، خپل د ژوند کیسه کوي، او د وخت او ګاونډیو جمهور رئیسانو ته لیکونه استوي، هغه ټولي نمونې په کتاب کي راټولي کړي دي. دا کتاب د محمدهارون صمیم په زیار یو وار بیا تر چاپه ورسېد.

۱۵ـ آسانه نحو

د مولانامفتي سعیداحمدپالنپوري کتاب دئ، چي مولوي حبیب‌الرحمن مدني ترجمه کړی دئ، دا کتاب د علم‌النحو خورا اسانه او روان کتاب بلل کېږي، د ژبو خصوصن د عربي ژبي قواعد او ګرامر ښه تشریح کوي، کتاب ۳۳ سبقونه لري، چي ټوله ۶۴ صفحو کي راغونډ سوی دئ، یاد کتاب د نحو لمړۍ برخه ده، او په پښتو يې مثالونه او تمرینونه خورا نامیان دي.

۱۶ـ هاند او هڅه

د ډاکټر لطیف جان بابي د څلوریزو یوبله ټولګه ده، چي شاعر او لیکوال بابي په سریزه کي د پښټو پر کلیمو(هاند او هڅه) باندي ښه په تفصیل ږغیدلی دئ، وروسته د شاعر خپلي تر سل زیاتي څلوریزي راغونډي سوي دي. د کتاب په پای کي د لیکوال د چاپو او ناچاپو اثارو لیست خپور سوی دئ.

۱۷ـ  ښځي او رواني ستونزي

د جان محمد مهربان دوهمه څېړنه ده، د کتاب پر توره پښتۍ د ښځي څېره ښکاري چي پر مخ او سر یې لاسونه نیولي دي، تصویر او ډېزاین ددې څرګندوپي کوي، چي نوموړی کتاب د ښځو پر رواني مسایلو بحث رانغاړي. تر عمومي ټایټل/عنوان (ښخي او رواني ستونزي) لاندي څو عبارتونه لیکل سوي دي: د میاشتني عادت رواني تاثیرات، رواني ستونزي، جنسي ځورونه، رواني فشار.  کتاب د نړیوالو څېړنو، میتودونو او روشونو مطابق قالب کي څای پر ځای سوی دی. مقدمه یا سریزه په (داسي کتابونه څوک نه رانیسي) د لیکوال لخوا لیکل سوې ده، د نوموړي په وینا چي پر دې څېړنه شاوخوا اووه ۷ کلونه کار سوی دی، کتاب پر دوو برخو او  پنځو ۵ فصلونو او یوې غوښني ضمیمې سره راغونډ سوی دئ. بشپړه لیکنه په همدې عنوان د کتاب مکمل لنډیز په تاند کي خپره سوې ده.

۱۸ـ خراسان

خراسان کتاب د لطیف جان بابي د څېړنو یوه مهمه او پر وخت څېړنه ده، چي د خراسان نوم او رېښه له اوستا، پارت او پهلوی وختونو نیولې تر اوسنیو ناندریو پوري یوه زبردسته موضوع ده، چي ښاغلي بابي په خورا دقت د خراسان موضوع شاربلې ده، د خراسان اړوند پارسا، پارس، عرب، ترک او او د خراسان مفهومه، جغرافیه‌يي وېش او شاوخوا، مهمي پیښي او د هغه وختونو واکمنان دا ټول په ۱۶۸ صفحو کي راغونډ کړي دي، موضوع د سیاسي او تاریخي نګاه څخه زموږ د تاریخ په برخه کي ډیر نوي څه را په ګوته کوي.

۱۹ـ د اسلام لنډ تاریخ

دا کتاب دحضرت محمدص له زېږېدو د عثماني خلافت تر ړنګېدو تاریخ بیانوي، که ووایم، چي د ۵۷۱ میلادي څخه نیولې نژدې ۸۰۰ میلادي کال ته رسېږي، په ټوله کي لیکوال د کتاب ډیر تمرکز د حضرت محمد پر ژوند، پیغمبري، هجرت، جګړې او بیا تر عثماني خلافت پوري واکمنانو، پيښو او لاملونو کړی دئ. ددې کتاب لیکوال علي‌الله متوکل دئ.

۲۰ـایا پوهیږئ؟

یو معلوماتي کتاب دئ، چي تیت او پرک مطالب، د نوو ځوانانو او تنکیانو لپاره یوه بهترینه ډالۍ ده، چي د متعلیمي په دوره کي ورته ډېر ګټور کتاب بللای سو. فدا محمداقبال يي ژباړه او راټوولونه کړې ده. ټول کتاب په ۶۴ صفحو کي راغونډ سوی دئ.

۲۱ـ غلام‌محی الدین ایوبي ژوند او اثار

لیکوال او استاد محمدهارون صمیم د هېواد د یوه تکړه لیکوال، ژورنالیست، ژباړن او شاعر غلام محی‌الدین ایوبي پر ژوند او اثارو یو کتاب کښلی، چی په کندهار کي صداقت خپرندویي ټولني سږ کال خپور کړی دئ، په کتاب کي د ارواښاد ایوبي لنډ ژوندلیک راغلی دی او د اثارو پيژندنه ئې سوې ده او ورپسې د ایوبي مقالې/لیکني، څو شعرونه، ډرامې او ادبي ټوټې راغلي دي، له دې ځایه پوهیدای سو، چي ارواښاد ایوبي خپل قلم په هیڅ برخه کي  نه دئ درولی او د ورځنیو حالاتو  او د هغه وخت محیطي تاثیرات ورباندي غالب ول، چي اکثره لیکني ئې د هغه وخت د سیاست، ادب، تاریخ او په ټوله کي اجتماعي مسایلو ته ئې قلم راپورته کړی دئ، د کتاب لیکوال محمدهارون صمیم وايي: “دمرحوم ایوبي دغه مقالې او لیکني ټولنیز مسایل په خپله لمن کي رانغاړي.”  کتاب پر څلورو برخو ویشل سوی او ۱۲۸ صفحو کي راټول سوی دئ. بشپړه لیکنه په تاندکي خپره سوې ده.

۲۲ـ پښتو درسونه

پښتو درسونه د پښتو ژبي لیکدود په هکله، د پښتو ژبې د قواعدو، املا، مقالو لیکلو او نورو ادبي موضوعاتو په اړه یو مختصر او جامع کتاب دئ، مولوي عبدالقیوم سیناني صاحب لیکلی دئ، چي کتاب پر پنځو لويو برخو ویشل سوی دئ په لومړۍ برخه کي له حروفو نیولې تر املا او یاګانو پوري او لیکنښي ئې همدې برخي کي راوړي دي، دوهمه برخه پر دو کوچنیو برخو ویشل سوې ده، د صرف او نحو بیان دئ، په لومړۍ حصه کي د علم‌الصرف بیان دئ، چي له لفظ او کلیمي نیولې تر نومونو او فعلونو پوري رسېږي او دوهمه حصه کي بیا له نحو بحث کوي، چي له مرکب څخه نیولې د جملې تر ډولونو پوري ډول اړخونه يي رااخیستي دي. درېیمه برخه د انشاء یا قاعدې، لیکدود نیولې تر مترادفاتو پوري، څلرمه برخه متفرقات مسائيل راغونډ سوي دي، لکه ان‌شاءالله او انشاءالله … پنځمه برخه دعلم‌البلاغه برخه ده، چي له تشبهې تر مرسل او کنايې پوري راغلي دي، یوه بله برخه د لیکنو او بیانيې ډولونه دي، چي خپله د لیکوال نظر پکښي له ورایه مالومیږي. لومړۍ څو برخي يي مهمي او د مدریسې طالب‌العلمو ته مفیدي دي.

۲۳ـ یوولس ګناهکاري ښځي

یوه رساله غوندي ده، چي د ګناهکارو ښځو ډولونه معرفي کوي، لیکوال مفتي عبدالروف سکهروي دئ، او محمدرسول سعید ژباړلې ده.

صداقت خپرندويي ټولني څخه منندوی یم، چي پښتو او دې ټولني ته د نړیوالو او افغان لیکوالو اثار او افکار دې ټولني او پښتو ته ډالۍ کوي، دا په واقیعت ستر کار دی او د ټولني په ویښتیا او روښانتیا کي مهم رول لري، د فلسفې، ارواپوهني، ټولنپوهني او تاریخ و ادب کتابونو راتګ پښتو او پښتنو ته په اصل کي له تاریکۍ څخه د رڼا لوري ته یون دئ. دا چي په ټوله کي خبره خلاصه سي نو د کتاب لیکل، ژباړل، چاپ و توزیع او مطالعه ئې د ويده ذهن او ولس راوېښول دي، موږ په دغه ډول علمي کارونو باندي د افغاني رئنسانس د پيل قدمونه اخلو.

یادونه: دا په کندهار کي د یوې خپرندويي ټولني د یوه کال د کتابونو لنډ راپور و، ممکن ډيري نوري خپرندويي ټولني او په نورو ولایاتو کي داسي بې شمېره کتابونه چاپ سوي وي، خو ښه به دا وي، چي په داسي لنډ ډول/راپور سي او خپور سي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب