جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههېواد ته د څه باندې ۷ نیم سوو افغان شخصیتونو بېرته ستنېدل

هېواد ته د څه باندې ۷ نیم سوو افغان شخصیتونو بېرته ستنېدل

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي چې تر دې دمه ۷۶۲ شخصیتونه د دوی په هڅو له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي.

د کمیسیون د اعلامیې له مخې، په قطر “دوحه” کې د جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي ټیم غړی محمد ایوب انصاري هم تازه له ترکیې څخه هېواد ته ستون شوی.

 یاد شوي کمیسیون تر دې مخکې هېواد ته د ننګرهار د لغوه شوې ولایتي شورا د یوه غړي سهراب قادري د ستنېدو خبر هم ورکړی و.

طالب چارواکي دا کمیسیون او کړنې یې بریالۍ بولي، خو منتقدان یې باور لري چې طالبان په خپلو افراطي کړنو نه دي توانېدلي چې د پام وړ افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته په ستنېدو قانع کړي.

یو شمېر طالب چارواکو په ښکاره ټکیو ویلي چې پخواني سیاستوال یوازې په هېواد کې د ژوند کولو په موخه، بېرته هېواد ته ستنېدای شي او د وزارت، ولایت او نورو څوکیو تمه دې نه کوي.

د طالبانو منتقدان بیا باور لري چې طالبان په داسې څرګندونو په ښکاره د واک د انحصار نارې وهي چې نه دوی او نه هېواد ته دا ډول کړنې ګټه لري.

4 COMMENTS

  1. ‌ طالب دل خبره مونږ هم تایید کو چی د پخوانی دولت غدی دی د ولایت او وزارت تمه نلری اول خو په تیر نظام کښی هم لکه اوس غوند هر چا خپل راوسته او مقام به یې ورکړ چی په سلو کښی یو هم شخصیت نه وه ټول غله رازن لندغر چې لوی مثال یې یو نیم لک جنرالان ول چی د پنچرمینی دوکان به یې وتاړه او لاړ به دجنرالی په څوکی کښی به کښیناست هغه څوک چی غواړی وطن ته خدمت وکړی بدون له مقام څخه یې هم کولی شې او د خپل له دیانت او امانت کاری له وجی دوباره مقام تر لاسه کولی شې دا چی څو کسان غله او لوټمار د منتقدانو په نو انتقادونه کوی هڅی بیځایه منافقت ده

  2. احمدي صیب
    اصل ستونزه د واک د تقسیم نه ده ځکه چې بیا به ارګ او سپیدار او عطا او قدیر او منم او نه منم وي. هغه جمهوریت کې هم معلومه شوه چې اصل کې نظام راته ناټو ساتلو نو اوس که بیا ټاکنې او بیا سهامي شرکت شي خامخا هیواد تجزیه کیږي..
    اصل ستونزه د نیم ملت د کار او تعلیم او دغه شان نورو اصلي ستونزو ده.

  3. د طالب د منتقدینو د انحصار قدرت خبره احمقانه ده. ځکه چی معلومه شوه چې ناټو نظام ساتلو. اوس چې ناټو نشته نو ارګ او سپیدار او د قدرت جزيرې سم دم د افغانستان د ختمولو مانا لري.
    عاقلانه غوښتنه دا ده چې د نیم ملت د کار او تعلیم او داسې نورو اساسي او قابل عمل اړتیاو غوښتنه وشي.

  4. ما خو تراوسه د وطن کوم واقعي خدمتګار او زړه سواندی نه دی لیدلی چې ګران وطن افغانستان ته ستون شوی وي .
    د ټالب ادعا به هغه وخت ومنل شي چې د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو ، پوهنتونونو او په رسمي دفترونو کې د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي . د دغه مظلوم ولس له متخصصینو او پوهانو نه د وطن د آبادۍ لپاره د مشورو او خدمت په نیت ګټه واخیستل شي . د هېواد اساسي قانون ، ملي سرود ، ملي بیرغ او نور ارزښتونه بیا ومنل شي . له ملا او چړي پرته د افغانستان نورو اتباعو ته هم په درنه سترګه وکتل شي .
    میم زرما ټوله د ملا ختمه شي . الف زر آ ، الف زر اې ، الف پیش او. آ اې او

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب