جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله ۳ میلیونو څخه د خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو د شمېر لوړېدل

له ۳ میلیونو څخه د خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو د شمېر لوړېدل

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د خوړو نړیوال سازمان سرچینې وایي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو شمېر له ۳،۲ میلیونو څخه لوړ شوی.

د دغه پروګرام یوه افغان ویاند ضیا الدین صافي ویلي چې د خوارځواکۍ ځپلو شیدو ورکوونکو میندو شمېر هم له ۸۰۰ زرو تنو اوښتی.

د هغه په وینا، دوی د بودیجې د کموالي له امله ټولو دغو زیانمنو ته مرستې نه شي رسولی.

د خوړو نړیوال سازمان او نورو اړوندو ادارو بیا- بیا په افغانستان کې له خوارځواکۍ ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړې او ویلي چې دوی ته د دغو مرستو لپاره د لازمې بودیجې نه ورکول به د دغو ځپل شویو وضعیت خراب او د نورو زیانمنو د زیاتیدو سبب شي.

طالب چارواکو هم له نړیوالو غوښتي چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي او په وینا یې دغو اړتیاوو سره سیاسي چلند ونه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تېره اوونۍ ویلي وو چې په دې برخه کې افغانستان سره نه همکاري به د بشري ناورین سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب