شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندوز کې د اوښانو د لومړني فارم جوړېدل

کندوز کې د اوښانو د لومړني فارم جوړېدل

تاند ( جمعه، د جدې ۸ مه) د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې یوه پانګوال د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت د اوښانو د پالنې یو فارم جوړ کړی چې هغلته د خپلې بڼې لومړنی داسې فارم ګڼل کیږي.

د دغه فارم مالک حاجي احمد فهیم رحیمي ویلي چې دغه فارم ته له ترکیې او عربستان څخه د نسل اخیستو لپاره اوښان راوړي او بیرته هم خپل د فارم تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

د هغه په وینا، اوس یې په فارم کې د اوښانو شمېر تر ۵۰۰ رسېدلی دی.

د یاد شوي فارم مالک دا هم ویلي چې ترکیه، سعودي عربستان او چین په دې برخه کې پانګونې ته لېواله شوي

د حاجي رحیمي په خبره، تر اوسه په دغه فارم کې تر ۲۰ پورې کسان ورسره پر دندو بوخت دي.

په کندوز کې د کرنې او مالدارۍ لپاره د طالبانو یو چارواکی نجیب الله حسن وایي چې دوی د داسې فارمونو د پراختیا او پياوړتیا ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب