شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان له ۶۰ هېوادونو سره سوداګري اړیکې ټینګې کړي

افغانستان له ۶۰ هېوادونو سره سوداګري اړیکې ټینګې کړي

تاند ( جمعه، د جدې ۸ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست عزیزالدین نوری وایي چې د نړۍ له شپیتو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې شوې او د اقتصاد او سوداګرۍ د پراختیا په موخه یې ځینې پروګرامونه پیل کړي.

د هغه په خبره، تر راتلونکو درېیو کلونو به افغانان پر بشري مرستو تکیه نه وي او افغانستان به پر ځان بسیا شي.

دغه طالب وزیر زیاتوي، د دوی رژیم هڅې کوي؛ څو خپله ټوله بودجه له کورني عوایدو برابره کړي او په وینا یې د کرنې، صنعت او کانونو د ودې لپاره هم کار روان دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په یوهتلویزوني مناظره کې زیاته کړې چې دمګړۍ افغانستان له ۶۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او دغه سوداګري تر ډېره له هند، چین او پاکستان سره ده او له منځنۍ آسیا او همداراز روسیې سره د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا، افغان سوداګر د ویزو اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي خو بیا هم په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان صادرات دوه برابره شوي دي.

طالب چارواکو په وروستي یو کال کې هڅه کړې چې اقتصادي او سوداګریز وضعیت ښه کړي او پر ځان د بسیاېنې لور ته ګامونه واخلي خو اکثره خلک وايي، له دې سره سره چې امنیت خورا ښه شوی اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

1 COMMENT

  1. که څه هم په یوه ګل نه پسرلی کیږي ، خو له نېکه مرغه عزیزي یواځینی شخص دی چې د ملا پېخاړی له ځان سره نه لري . له همدې امله تراوسه یې هڅې بریالۍ دي ، مونږ دوی ته د لا ښه خدمت او بریاوو هیله کوو او له دعاوو سره وایو چې بلا دې د عالي تحصیلاتو پرضد سرپرستانو ملا متباقي او ملا خډل نډیم شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب