استاد حبيب الله رفيع په كال 1381 هـ- ش كې د (پښتني ودونه) تر نامه لاندې يو ښكلى كتاب خپور كړى دى. په دې كتاب كې په ودونو باندې له بابا ادمه تر دې دمه خبرې شوې او د پښتنو ودونه په تفصيل كاږل شوي دي. دى ليكي چې اريايانو د خپلې مېنې د ابادولو او پراخولو له پاره نارينه ؤ او ښځو ته اړتيا درلوده او هڅه يې كوله چې د ودونو له لارې چې دوى ته يې ځانگړې سپېڅلتيا درلوده خپل شمېر زيات كړي.
د رفيع صاحب په قول هغه وخت به د زلمي او پېغلې تر مينځ واده د مينې په مزي تړلى و. د دوى دواړو به چې مينه پيدا شوه، واده به يې وكړ او خپلوانو به يې د واده دودونه تاوده كړل او لگښتونه به يې پرې وكړل(91)
(سامانه) د اريانا د ويدي دورې يوه درنه مېله وه. په دې مېله كې به ټولو خلكو برخه اخيسته او د فنونو او هنرونو خاوندانو به د خپل كمال نندارې جوړولې او ځوانو زلمو او پېغلو به په همدې خوندورو مېلو كې گوتې خوږولې(92). په دغه مېلو كې به چې له سهاره تر ماښامه، يا له ماښامه تر سهاره د سپوږمۍ په پلوشو كې روانې وې، زلمو ته اجازه وه چې د خپل راتلونكي ژوند ملگرې وټاكي او خپلو كورنيو ته نوې خوښۍ ور په برخه كړي. رفيع صاحب ليكي چې واده اريايانو ته ښه، نېك، دروند او سپېڅلى كار ښكارېده؛ نو ځكه يې ښكلي دودونه ورته جوړ كړي وو چې ځېنې يې لا تر اوسه هم په پښتنو كې ژوندي دي او ښه په درز پالل كېږي.
اريايي زلمو به د لوړې پزې، غټو سترگو او سور سپين مخ درلودونكې پېغله خوښوله، دغه پېغلې او زلمي به د هغه پېر په (سامانه) كې د طبيعت په ښكلو او ښېرازه لمنو كې، په داسې حال كې سره يو ځاى وو چې د (سوما) په ميو به مست وو؛ خو كليواله او غرنۍ حيا به يې ساتله او باطني ښكلا ته به يې ارزښت وركاوه. تاريخي روايات وايي چې اريايي زلمو به نجونې ډېرې خوښولې. يوه ويدي ترانه وايي:
(ځوانان د پېغلو نجونو ښكلى غږ ډېر خوښوي،
دومره يې خوښوي لكه څښتن چې خپل ستايل او لمانځل اوري له خولې نه د بشر په خوند- خوند)
پاسنۍ ښكلې ترانه د مينې يوه لويه نړۍ انځوروي او په اريايي ټولنه كې د پېغلو نجونو لوړ دريځ او اوچت ځاى څرگندوي. له دې څخه په راوروسته پېرونو كې چې اريايان په خپلو لومړنيو سيمو كې د ډېرښت له امله، ساتنگي شول او لور په لور خواره شول، د كورنيو د جوړولو ډېوې د پخوا په شان بلې پاته شوې؛ خو په دودونو كې د ځايونو او وختونو له غوښتنو سره سم هرومره څه نا څه بدلونونه پېښ شول او پرمختياوې پكې رامينځ ته شوي(93).
پښتانه او په تېره بيا وردگ چې د اريايي ستر كهول پاته شونې بلل كېږي اوس هم د خپلو ودونو له پاره ډېر په زړه پورې دودونه لري چې په ډېرو كې يې اريايي رنگ او خوند له ورايه ښكاري. لا هم په زړونو ښه لگي او خوږې خاطرې يې تر ډېره په يادونو كې ژوندۍ پاته كېږي. زه په دې كتابگوټي كې هڅه كوم چې د دغه دود بشپړه شرحه تاسو ته وړاندې كړم او د خوښيو د نمانځنې او پالنې دغه خوندورې شېبې د تاريخ سترې حافظې ته وسپارم چې د يوه بدلېدونكي امانت په څېر هلته خوندي پاته شي. له هغه ځايه چې د خلكو په دودونو كې ژر- ژر بدلون پېښېږي، د پخوانيو دودونو خوندي كېدنه ځكه اړينه ښكاري چې په دغه قومي ډله باندې د راتلونكو تاريخي څېړنو له پاره مواد موجود وي او له څېړونكو سره مرسته وكړي چې د دوى د پېژندگلوي په برخه كې پاخه اسناد په لاس كې ولري. هيله ده چې يوه روځ د افغانستان انځوريزۍ رسنۍ په دې بريالي شي چې د دې هېواد د ټولو خلكو د دودونو او په تېره بيا د ودونو د مراسمو ژوندۍ خپرونې جوړې كړي او په ارشيفونو كې يې خوندي وساتي.
ريباري(روى باري):
په هر صورت كله چې يوې كورنۍ د كومې بلې كورنۍ خور- لور د ځان له پاره غوره وبلله او په خپلو كې يې د دغه خېښۍ له پاره سلامشوره بشپړه شوه؛ نو د غوښتنې پړاو پيل كېږي. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د يوې پېغلې د ټاكلو له پاره ډېرې هلې ځلې كېږي. يا خېښي په داسې نژدې خپلوانو كورنيو كې كېږي چې يو له بل سره پېژني او د خور- لور د ځانگړې لېدنې اړتيا نه وي او يا خو داسې وي چې نجلۍ په ناپېژندلې كورنۍ پورې اړه ولري او چا يې د زلمي مور او پلار ته غورې كړې وي. په دې صورت كې د زلمي نژدې ښځې (مور؛ خور، ترور، د تره ناوې او …) په كومه پلمه د پېغلې كور ته ورځي.بلوغ ته رسېدلې نجلۍ چې مېړه يې نه وي كړي پېغله بلل كېږي(94).
استاد حبيب الله رفيع ليكي چې پېغله په داسې روځ لكه ترهېدلې هوسۍ د رم په حال كې وي، پټېږي او چا ته د ليدلو نيوى نه وركوي؛ ځكه نو كتونكې ډله لومړى په كور كې شا او خوا سترگې غړوي، د كور عمومي سليقې، نظافت او نظام ته گوري، د چاى- ډوډۍ سررشتې ته پام كوي او په خونه كې د پېغلې د لاسي كارونو په بېلگو پسې گرځي.
په پېغله پسې ورغلې ښځې معمولا د زړه حال نه وايي او چې پېغله په چل ول ونه گوري او د خېښي نيت يې پوخ وي؛ نو د پېغلې له كورنۍ څخه غواړي چې هغه پرې وگوري. كېداى شي چې دا غوښتنه په همغه لومړي ورتگ كې وشي يا په وروستنيو كې؛ خو د منلو په صورت كې پېغله په پټ مخ راځي، بيا يې مور يا مشره خور يا كومه بله مشره ښځه په ځانگړو ادابو سره پلو پورته كوي. په هغه وخت كې د پېغلې سترگې له حيا څخه پټې وي. مېلمنې ښه په ځيره ورته گوري، د پېغلې د ښايست پته لگوي او د تلو- راتلو په وخت كې يې څاري چې گوډه، شله او عيبي نه وي او كومه (خو)(95) و نه لري(96).
له دې وروسته كتونكې ښځې د ځوان كور ته ستنېږي او د هغوى مشرانو نارينه ؤ او ښځو ته د خپلې خوښې يا نه خوښې خبره كوي. كه يې پېغله نه وي خوښه؛ نو د هغې د صورت، كورنۍ او كار په هكله منفي خبرې كوي او خبره خلاصه كړي او كه يې پېغله، د هغې كار او كورنۍ خوښ شوې وي؛ نو ځانونه په غورو او ستاينو ستړې كوي او د زلمي مور او پلار دې ته هڅوي چې ژر- ژر لاس په كار شي، نارينه رويباران ورولېږي او بېروي يې چې هسې نه چې بل څوك يې وغواړي او خبره خرابه شي.
په هر صورت له دې وروسته د نارينه ؤ كار پيل شي. په نارينه ؤ كې كېداى شي د زلمي خپل پلار، مشر ورور، تره، ماما يا بل داسې كوم نژدې ژبه ور خپلوان دا دنده په غاړه واخلي او يا د كلي كوم بل په خبره پوه او مجلسي سړى يا څو كسان د رويباري له پاره وټاكل شي. استاد حبيب اله رفيع ليكي چې دغه كس يا كسان په يو مناسب وخت كې د پېغلې كور ته ورځي او هلته طبق معمول د ځوان د ښو اخلاقو، دينداري، پوهې او كمالاتو غورې كوي او د ځوان د كورنۍ د ښه نامه، شتمني، شهرت، كار او نورو صفاتو په هكله معلومات وركوي او بيا نو ورو – ورو د پېغلې د پلار د خولې كش اخلي.
دلته يوه پوښتنه مخې ته راځي چې مناسب وخت كوم دى چې رويباران د پېغلې كور ته ورشي او د خېښۍ خبره ورسره ياده كړي؟
مناسب وخت هغه دى چې خلك ډېر په كارونو بوخت نه وي او د تگ- راتگ له پاره وخت ولري. د پسرلني كښت موسم، د لو او درمند وخت او په مني كې د كښت يو څو شپې روځې د رويباري او د واده د نورو كارونو له پاره ښه وختونه نه دي؛ ځكه چې خلك ټول (ښځې او نارينه) په كارونو بوخت دي او نه وزگاره كېږي. بله مهمه مسله دا ده چې د ريبارۍ او د واده له نورو دودونو څخه مخكې په دواړو كورنيو كې او يا دوى په ډېرو نژدې خپلوانو او يا مشرانو كليوالو كې مړى نه وي شوي. له هغه ځايه چې پښتانه د خپل كور او خپلو- خپلوانو د مړي وير ډېر دروند پالي؛ په داسې روځو او مياشتو كې څوك رويباري او د خېښۍ نورو دودونو ته زړه نه ښه كوي. د مشر سړي يا ښځې او يا د ځوان نارينه مړى ډېر دروند بلل كېږي، د نورو مړيو په صورت كې هم څوك د مړي د كورواله سپكاوى نه كوي او كه وغواړي چې د واده كوم دود لكه رويباري، ستن، ناسته او ناوېدود سرته ورسوي؛ نو لومړى يو څو كسان د مړي كور ته ورځي، هغوى ته عذر كوي او له هغوى نه اجازه غواړي. په داسې وختونو كې د مړي كورنۍ معمولاً عذر والاوو ته وايي چې ستاسو كور دې ودان وي، زموږ غم او ښادي دواړه گډ دي، كه مړي وي هم زموږه گډ دي او كه ژوندي وي هم زموږه گډ دي او په دې توگه دوى ته د خوشالۍ اجازه وركوي. ځنې وخت د مړي غم دومره دروند وي چې په اجازه سربېره بيا هم د واده كورنۍ په خپلو دودونو كې د احتياط خوا نيسي او دومره ډزې، ساز او سوبت نه كوي چې د مړي كورنۍ پرې خپه شي.
خلك په داسې وختونو كې وايي چې (پلاني خېل) په (سره خوله) دي؛ خو هغه نورو ساز و سوبت شروع كړى! خلك معمولاً داسې كړنې په كلكه غندي او هڅه كوي چې هم واده يا بله ښادي تر سره كړي او هم د مړي د كور درناوۍ په ځاى شي.
په وردگو كې رويبار يا رويباران د خېښۍ د هرومرو كېدلو ذمه په غاړه اخلي او هڅه كوي چې دواړه غاړې سره نژدې او د (هوكې) پړاو ته ورسوي،داسې رويباران په لونگيو، جامو او نورو سوغاتونو ستايل كېږي.
په ځينو وختونو كې د ځوان كورنۍ د پېغلې د كورنۍ د قانع كولو له پاره د سپين روبو، معززينو او ملايانو مركه وراستوي چې په مخ كې پرتې ستونزې ليرې كړي او د پېغلې مشران (هو) ته وهڅوي يا اړ باسي.
په وردگو كې ډېرې كورنۍ وروسته له دې چې رويباران ورشي او دوى ته د ځوان د اخلاقو، صفاتو، كړو- وړو، كار، ژوند او منصب غورې وكړي؛ نو د ځوان ليدلو او د هغه د كور كتلو ته ورځي او په پټه يا ښكاره خپل معلومات بشپړوي. دا معمولاً هغه كورنۍ وي چې اقتصادي وضع يې ښه وي او وغواړي چې خپله خور- لور ښه ځاى واده كړي او كه نه داسې ډېرې اړې كورنۍ شته چې خپلې لورانې په بېوزله كورنيو، په بېكاره ځوانانو، كمكيو هلكانو او يا بوډاگانو ودوي.
د پېغلې كورنۍ معمولاً دا ښه بولي چې ځوان ډېر وروڼه او خويندې ونه لري چې د دوى لور د هغوى په چوپړ كې ډېره ستړې شي. وردگ يكه ځوان ته ډېره ترجيح وركوي، يكه يا يو وزرى هغه ځوان ته ويل كېږي چې بل ورور و نه لري او د پلار ميراث ټول ده ته پاتې كېدونكي وي. بله مسله چې د پېغلې كورنۍ پرې خوشاله كېږي هغه د ځوان يا د هغې د كورنۍ اقتصادي وضع ده چې كور، زمكه، مال او شته ولري، كلا يې ځانته وي، پوروړي او مسكينان نه وي، ښه نوم ولري، په خلكو منلي وي (بدي) و نه لري او د چا د سرو وينو پور نه وي ورباندې!
بدي دښمني ده. دښمنداره سړي ته بدي داره سړي هم ويل كېږي. كه چېرته د دې ځوان كورنۍ بدي ولري او پخوا يې څوك وژلي وي او يا كومه بدي له پخوا ان د نيكه له وخته ورته پاته وي، نو د دې ځوان سر ته هم خطر متوجه كېداى شي. بدي په فردي لحاظ ځان ته مقررات لري؛ خو قبيله هم په بدي كې راتلى شي او په پښتنو كې قبيله له قبيلې سره بدي درلودلې شي.
بدي په پښتنو كې داسې يو داستان دى چې په پېړيو- پېړيو روان دي. له بده مرغه چې ډېرې پښتني قبيلې يو له بل سره بدۍ لري، كلي له كلي، كورنۍ له كورنۍ او افراد له افرادو سره زړې يا نوې دښمني لري او ټول هڅه كوي چې له پلارو نيكه نه دا پاتې غير اسلامي او غير انساني دود په ښه قوت وپالي او ځان د بديو په كړيو كې ايسار وساتي. داسې ښكاري چې بديو په پيړيو- پېړيو د پښتنو ډېر وخت، امكانات، شتمني، ښايسته ځوانان او ارام فكرونه خوړلي او دوى يې له ارام ژوند، پرمختگ او خپل منځي تفاهم څخه ليرې ساتلي دي.
په وردگو كې ځنې كورنۍ رويبارانو ته ژر مثبت ځواب وركوي؛ خو كله نا كله څو ځلې تگ- راتگ كېږي چې هوكړې ته سره نژدې شي.په وردگو كې معمولاً له(هو) څخه مخكې د واده ټول نغدي او جنسي لگښتونه ټاكل كېږي لكه ولور، پوښ، توى او نور. داسې هم پېښېږي چې په ولور، پوښ، توى او نورو مسايلو باندې د داوړو خواوو د نه جوړښت له امله، (دعا) يو بل وخت ته وځنډېږي او يا معامله فسخ شي. د اورېدو له مخې كه ريبار يا د مركچيانو ډله د لگښتونو د ټاكولو واك ولري او يا د زوم ورور، پلار يا كوم بل مشر ورسره مل وي او يا دوى خپله رويباري كوي؛ نو هيله ډېره وي چې توافق تر لاسه شي، كه داسې نه وي؛ نو رويباران بايد څو ځلې ولاړ شي او راشي چې دواړه خواوې په دې درندو لگښتونو كې يو بل ته نژدې كړي.
ولور مهر نه دى. ولور هغه نغدې پيسې دي چې په خور- لور اخستل كېږي دا مسئله له ډېرو پخوا څخه په وردگو او نورو پښتنو كې هومره ستره شوې چې په كليوالو سيمو كې هېڅ پېغله بې ولوره نه ودېږي او ډېرى خلك لوړ ولور ځان او خپلې كورنۍ ته يو ډول وياړ بولي. د دين عالمان وايي چې ولور په اسلام كې ځاى نه لري؛ خو پښتنې قبيلوي ټولنه خپلو دودونو ته په ډېره درنه سترگه گوري او پالل يې خپله جدي دنده بولي.
په وردگو كې دا لگښتونه معمولا ډېر درانه او ملا ماتونكي دي او د انصاف او دين د احكامو له حدودو څخه وتلې ښكاري. په وردگو كې چې ډېرى خلك يو ډول پيتاوي(پيتو) اسلام پالي او د كتابي او رښتيني اسلام له موازينو څخه لېرې دي، له پېړيو، پېړيو راهيسې د لورانو د خرڅلاو كرغېړنه عنعنه روانه ده او دا هر څه منلي او معقول ورته ښكاري.
ولور د (كابين) مانا وركوي. په قبيلوي اصطلاح كې ولور هغه حق دى چې پلار يې د لور، ورور يې د خور او تربور يې د ترلې په وركړه كې لري. ولور د پېغلې د كورنۍ له خوا ټاكل كېږي او د ځوان كورنۍ يې بايد وركړي. د ټاكلي ولور نه وركول ناغه لري. كه يو څوك پر بل چا جرگه راوغواړي او دا ثابته كړي چې د ځوان كورنۍ د دوى ولور نه وركوي او خپله ښځه غواړي؛ نو كه يې د الزام دلايل ثابت شي، ملزم به د پېغلې كورنۍ ته په ولور سربېره (شرم) هم وركوي. د ولور نه وركول د قبيلوي سړي بې غيرتي بلل كېږي او هغه كسان چې دغسې حال ته رسېږي اكثراً فراري كېږي.
ښاغلى ابوالخير ځلاند د كوټې په شا او خوا سيمو كې د (ولور) په ځاى د (خرڅلاو) نوم اخلي او ليكي چې بل داسې مترادف لغت يې نه دى موندلى چې د نجونو د خرڅلاو ځاى پې ونيسي. هغه يوه چغه هم په دې هكله را اخلي.
خوركۍ مېلمه د مرگي هوډي سو
نجونه خرڅېږي خرې و غويي سو
د خوارو لوڼو پر زړا نه دي
مندي پلرونه راته مري سو
د ځلاند په قول بدله داسې ښيي چې د دغه سيمې ښځو ته ځانونه د نارينه ؤ په مقابل كې څاروي غوندې بېقدره ښكاري او فكر كوي چې دوى هم د څارويو په څېر په پيسو خرڅېږي او رانيول كېږي. دا ښځې د سيمې په ملايانو هم نيوكه كوي چې ولور په قطعي توگه حرام نه بولي، ظالمانو ته رښتيا وينا نه كوي او په ځوانو نجونو باندې د راز- راز ظلم، تيري او ناوړه چلند مخه نه نيسي:
ملا د خواركي خپل كتابونه
كه يې روا كړل زموږ هډونه
و موږ ته گران دي پردي كورونه
لري ملكونه زاړه مړونه
(انگى د نيمې نړۍ فرياد,ص 73- 75).
په هند كې چې په خپل پخواني تاريخ كې له موږ سره گډ فرهنگي مشتركات لري، د ځوان كورنۍ په پېغله پسې لالهانده نه گرځي او دا د پېغلې كورنۍ ده چې بايد د خپل لور د ودوزن له پاره هڅه وكړي او هغه ته يو ښه ژڼى پيدا كړي. په هند كې د پېغلې پلار بايد خپلې لور ته 21 – 45 جوړه جامې او ښه جهيز يا كور برابر كړي چې ښه مېړه ومومي. كه داسې نه وي، نو وېره شته چې نجلۍ ټول عمر بې مېړه پاته شي!د ځينو كورنيو په (كور) كې د نوې ناوې د نوي كور نژدې ټولې اړتياوې په پام كې نيول كېږي.
كېداى شي چې اقتصادي ستونزو تل پلرونه دې ته اړ كړي وي چې په خپلو لورانو ولور واخلي. په وردگو كې د واده د لگښتونو درنوالى دومره زيات دى چې ډېر ځوانان واده ته زړه نه شي كولاى او يا تر كلونو- كلونو پورې په پورونو كې ډوب وي، سودونه وركوي، زمكې خرڅوي او يا يې په گرو وركوي. دغه ستونزه په كلونو- كلونو په دغه نوي ځوانه كورنۍ چې معمولا له خپلو نورو خپلوانو سره يو ځاى ژوند كوي، بده اغېزه شندي او د دوى ژوند خرابوي.ډېر ځله داسې ليدل شوي چې كوم زلمي ته چې د واده (هوكړه) اخستل كېږي، هغه په كور نه وي او په خواري، غريبي پسې تللي وي. حتى داسې هم شوي چې يو زلمى دې د خپل واده په وخت كې هم په كور نه وي او په مسافري كې وي چې يو څه پيسې وگټي او خپلې كورنۍ ته يې ولېږي.
[91] پښتني ودونه، استاد حبيب الله رفيع. 1381 ، د افغانستان د مرستو مركز، كابل، د استاد كهزاد د (تاريخ افغانستان) په حواله ص 126- 130.
[92] گوتې خوږول، د مينې د تار غځول، په يو چا زړه بايلل.
[93] پښتني دودونه, ص 126-130.
[94] كاكړان پېغلې ته (چورۍ) وايي. په ولسي نرخ كې چې د پېغلې له پاره كوم حقوق او مقررات شته، هغه د چورۍ له پاره هم شته. دا د ناز نوم دى او هغه پېغله چې ډېره مجلسي او غزلخوانه وي هغې ته چورۍ وېل كېږي. په كور كې د چورۍ ساتل د پلار له پاره E عيب دى. يعنى كله چې ښځه د چورۍ حال ته ورسي بايد مېړه ته وركول شي. چورۍ نجونې په مېلو او ودونو كې خوشالي جوړوي. وايي هلته چې چورۍ وي، هلته غم نه وي (د پښتني قبيلو، ص 86).
[95] خو- عيب.
[96] په مروتو كې د ځوان پلار له دريو مشرانو ښځو (د ځوان مور، واده شوې خور او د تره ښځه) سره د پېغلې كور ته روځي. كه لاره ليرې وي؛ نو ښځې د هغه اوښ په لرگينه كجاوه كې سپرېږي چې پړى يا چيمار يې د ځوان د پلار په لاس كې وي. وايي چې ځنې خلك په هغه گاډيو كې هم سفر كوي چې غوايه يې كشوي او هلته د دې خلكو په هكله معلومات غونډوي او د جينۍ د ليدلو غوښتنه كوي. كه چېرته د ځوان پلار زوړ وي، E هغه هم جينۍ ليدلى شي. كه چېرته جينۍ د دوى خوښه شوه؛ نو د ځوان مور خبره نېغ په نېغه ورسره يادوي او بيا خپل كور ته ځي(د مروتو د واده دستور, ص16).
د كونړ ولايت په پېچدره كې كله چې كورواله ؤ كومه جنۍ او د هغې كورنۍ خوښه كړه؛ نو د روغ ناروغ پوښتنه او راشه درشه ورسره پيل كوي، ان دا چې د كور- كلي په ځينو كارونو كې ورسره برخه اخلي او ورو- ورو د يو هوښيار باوري سړي يا ښځې په خوله خپله غوښتنه د پېغلې كورواله ؤ ته رسوي. كېداى شي چې دوى لږ وخت وغواړي او د هلك د شخصيت او اخلاقو په هكله معلومات وكړي او يا ژر ځواب ته چمتو وي، په دواړو صورتونو كې د خپل (هو) يا (نه) احوال د همغه هوښيار باوري نارينه يا ښځې په خوله د هلك كورواله ؤ ته ولېږي. (د پېچدرې, ص 83).
په لغمان كې هم د رويبارانو ښځو تگ شته چې پېغله خوښه كړي په دوهم پړاو كې بيا نارينه ورځي.(په لغمان كې د واده دودونه, ص4-5).
[97] Marriage customs and … Page 6
د ریبارد خیانت اړوند وردګی لنډۍ: ریباره غبرګ زامن د ومره…چی یو خښیږی بل سلګۍ درته وهینه. دا لنډۍ اکثرآ هغه ناویانی وایی کوم چی د خسر په کور کی یی ژوند تریخ وی او د واده تار یی د ریبار پوسیله موښلول شوۍ وی. د افغانستان په نارینه سالاره او کم سواده ټولنه کی تر ډیره وخته ناوی د خپل کور دغړی په توګه نه قبلوی او تل یی حرکات د خسرګنۍ تر څار لاندی وی بیا پځانګړی توګه خواښي او ندریندی او مشری يوڼي ( د لیوره ښځه) دا ټول په کور کی لکه د پخوانی عسکری ټولی پخوانی سرتیری (کهنګی یا د احتیاط ظابط) په را واده شوی ناوی داسی حکم چلوی.خواښ خو تل نوي نګور( نږور،مږور) ته دا پیغراندی ورکوی چی په تا می بنډل بنډل لوټونه تللی دی او کچیری مخۍ (بدل) وی نو بیا ورته وایی چي په تا کړميښنه می سره او سپینه لور تللی ده .او داسی نور.دا د وردګو د ودنو تور اړخونه دی البته اوس تر ډیره سم شویدی،پدی هیله چی نور هم سم شی.