شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن دوې مسابقې لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن دوې مسابقې لري

تاند (جمعه، د جدې ۸ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او تر نولسو کلونو د کشرو لوبغاړو ټیم نن له خپلو سیالو لوبډلو سره د مسابقو میدانونو ته وځي.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې نن د شل اوره سیالیو د لړۍ په لومړۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې درې شل اوره سیالۍ وکړي.

نن جمعه به د دې لړۍ لومړۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماسپښین درې نیمې بجې پیل شي.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو دویمه شل اووره مسابقه راروانه یکشنبه او درېیمه د سې شنبې په ورځ کېږي.

له بلې خوا د افغانستان تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو د لوبډلې لوبغاړي او مسابقې اعلان شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون ناوخته وویل چې افغان لوبډله به نن جمعه له هندوستان او جنوبي افریقا سره درې اړخیزه لوبلړۍ پیل کړي. 

کرکټ بورډ پر اساس په دې لوبډله کې ناصرخان لوبډلمشر، نعمان شاه، علي احمد، جمشید ځدراڼ، حسن عیسی خیل، وفي الله تره خیل، خالد تڼیوال، عثمان شینواری، رحیم الله زرمتی، سهیل خان زرمتی، ناصرحسن، عرب ګل مومند، الله محمد، خلیل احمد، بشیراحمد، فریدون داودزی، ذاهد افغان او وحید الله ځدراڼ شامل دي. 

یاده لوبډله له وړاندې جنوبي افریقا ته رسېدلې او تمرینونه یې هم کړي دي.

دا سیالۍ به د راتلونکي م کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۰مې نیټې پورې دوام وکړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب