شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ترکیې ساحلي ګارد نژدې ۷۰ افغان پناه غوښتونکي په اوبو کې...

د ترکیې ساحلي ګارد نژدې ۷۰ افغان پناه غوښتونکي په اوبو کې ونیول

تاند(پنجشنبه، د جدې ۷ مه) د ترکیې رسنۍ وايي، د دغه هیواد ساحل ساتونکو په دوو جلا پېښو کې ۶۹ افغانان د خپل هیواد د چاناک کلا ولایت په ایواجیک اوبو کې نیولي دي.

د ترکیې د دولتي رسنۍ (ټي آر ټي) د راپور له مخې، ۳۶ افغانان، هغه مهال ونیول شول چې په یوه پلاستیکي بېړۍ کې سپاره وو.

۳۴ نور، چې یو تن یې ایرانی و، همدې سیمې ته نژدې ونیول شول.

له نیول شویو افغانانو سره هیڅ راز قانوني اسناد نه شته.

دا کسان له نیول کېدو وروسته د چاناک کلا ولایت د کډوالو د ادارې د غیرقانوني پناه غوښتونکو مرکز ته وسپارل شول.

ترکیه په نړۍ کې تر ټولو د ډېرو کډوالو کوربه هیواد دی. په دغه هیواد کې د میلیونونو سوریه وال ترڅنګ د پام وړ شمېر عراقي کډوال دېره دي.

که څه هم د نورو کډوالو پرتله په ترکیه کې د افغان کډوالو شمېر ډېر نه دی خو د دغه هیواد چارواکو په وروستیو کې د افغان کډوالو  نیولو او افغانستان ته د هغو استولو ته زور ورکړی دی.

ترکیې په وروستیو ورځو کې د ایران په پوله کې د دېوال جوړېدا بشپړه کړه.

اکثره افغانان له ایران څخه په غیر قانوني لارو ترکیې ته اوړي.

په همدې حال کې زرګونو افغانانو په ترکیه کې د سلګونو میلیون ډالرو پانګونه کړې.

د هغو افغانانو شمېر هم په ترکیه کې د پام وړ دی چې هلته یې کورونه اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب