شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېجنګ ته نوره پلمه نه ده پاتې/  وحید وصال

جنګ ته نوره پلمه نه ده پاتې/  وحید وصال

کابو له څلورنیمو لسیزو راپه دې خوا په افغانستان کې له وژونکي او ویجاړوونکې جګړې وروسته د نسبي امنیت له راتګ سره سم، یو ځل بیا په افغانستان کې د بیا رغونې هیلې رازرغونې شوي دي. له دې وروسته په هېواد کې نیابتي، د سیمې استخباراتي، فکري، کلتوري، مذهبي او په ټوله کې د کړیدلي ولس د پراخ وجود د ګټو او ارزښتونو خلاف جګړه پای ته رسېدلې. له لسېزو راپه دې خوا ولس د یوې نیابتي او تحمیل شوې جګړې قرباني و. دم ګړۍ په کور دننه د هېڅ راز جګړې او تاوتریخوالي لپاره توجیه نه ده پاتې، هر ډول جګړېز فکر او باور مردود دی، ولې داسې کوم روایت نه ده پاتې چې؛ د جګړې موجودیت ته دې د توجیه زمېنه سازي وکړي. د دې تر څنګ د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو کومې جګړې چې د ستونزو او معضلو د حل په موخه شوي، ولس، ته یې له بدمرغۍ او بدبختۍ پرته بل څه په میراث نه دي پریښي. د اوس لپاره چې کوم ادرسونه پر جګړې باور لري او د ستونزو حل په جګړو غواړي، د ثبات او بشپړه امنیت سربېره د افغانستان له ګټو او ارزښتونو سره څرګنده دوښمني او د شخصي عقدو پالل دي.

افغان، ولس د خپل روښانه راتلونکي لپاره دغه ډول آدرسونه بشري جنایتکار او په ټولنه کې وسلوال یاغیان ګڼي، هغه سیاسي جریانونه چې د افغان ولس له بطن/ متن څخه نه دي راپورته شوي او خپل عبوري شتون په دې پلمه اعلانوي، چې د راتلونکي سیاسي وېش برخه؛ دې وګرځوي. نو ښکاره ده کوم بنسټونه، چې جګړه توجیه کوي او په هېواد کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، دا د سیمې تر استخباراتي فشار او څار لاندې قرار لري.

ولس د هغه فکر او باور خلاف دی، کوم چې په جګړه عقیده لري، خو هغه جهتونه هم نه توجیه کوي، چې پر بین الافغاني مذاکراتو باور نه لري، د دغو ستونزو د حل باوري لار مذاکرات او خبرې اترې دي. مونږ به هغه وخت د یو باوري او ګډ افغانستان جوړونې نقطې ته رسېږو، چې د جګړې په ځای په مذاکراتو باور ولرو. وخت د دې رارسیدلای، چې افغانستان ودان کړو او هغو مړو هېلو ته کار وکړو، کوم چې؛ له لسیزو راهیسې د ګڼو هېوادوالو په خیالونو او فکرونو کې انځور دی. په خواشینۍ سره چې په هېواد کې اوږدو نیابتي جګړو نه یوازې انساني/بشري تلفات درلودل بلکې، ترڅنګ یې د افغانستان باوري پرمختګ، په سیمه کې د یو ستراتیژېک عنصر، د یو ستراتیژېک اقتصادي اتصال (څلور لارې)، د اوږدمهاله اقتصادي او پراختیایي پروژو تطبیق، د هېواد ټولنیز ثبات او په ګران هېواد کې د ګڼو نورو ستراتیژیکو پلانونو عملي کولو چاره هم ټکنۍ کړې وه.  په خواشینۍ سره افغانستان یې له بنسټېز پرمختګ څخه په لسېزو شاته یووړ، خو هغه هیله چې د ټولو هېوادوالو مشترکه بلل کېږي، د ګران افغانستان ثبات او ابادي ده، ولې چې ښه مې یاديږي…)

 «د کابل ښار د یوې امنیتي پیښې په پایله کې د یوې کورنۍ درې تنه شاه زلمي قرباني شول، خو د همدې کورنۍ سرپرست (پلار) د یوې رسنۍ د خبریال وروستۍ پوښتنې ته په ځواب کې؛

هیله مو څه ده؟

غمجن پلار؛ په اصرار او تکرار سره تازه کوو، چې په دې وطن کې نور د آمن او ثبات غوښتونکي یوو.

د وطن غم یې د خپلو دریو شازلمیو له دروند غم څخه زیات ګاڼه»

نن چې په هېواد کې د آمن لمن خوره ده، نو دا حالت له جګړېز حالت څخه غوره ده، له نیکه بخته نه یوازې مو نن ځوانان، کادرونه، مشران، د جرګو او مرکو خلک، کلي کور، مسجد، محراب او ممبر د یوې نیابتي جګړې ښکار نه دي، بلکې له ویرې او وهم څخه یې پنأه هم د سکون په غیږه کې خواره ده! چې؛ همدا درنه هېله، او ارزو وه. له ستونزو او تراژیدیو منکر نه یو، نه مو له سترګو او د قلم له سوکو پنأه دي، په اوس وخت کې د ټول ولس لپاره د ښځو تعلیم او کار ترڅنګ پر ستونزو د بین الافغاني مذاکراتو عدم باور یوه جدي تراژیده ده. خوباور دا دی، چې هر څه به د یو بشپړیز طرزالعمل له لارې حل او فصل شي. د دې ترڅنګ ښه روایت دا دی، چې نور په هېواد کې هغه کړۍ/ عناصر له منځه تللي، کوم چې؛ د هېواد له ملي بودیجې باج واخلي، ملي پروژې او ملی دریځ وننګوي، په هېواد کې نور د هغو اینجوګانو فعالیتونه، پای ته رسېدلي چې ملی روایت، ارزښتونه، دود او دستور بې باوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب