Homeخبرونهافغانستان ته د خپل سفر په اړه د مولانا فضل الرحمان څرګندونې

افغانستان ته د خپل سفر په اړه د مولانا فضل الرحمان څرګندونې

تاند ( جمعه، د جدې ۸ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د خپل سفر نېټه اعلان کړې او ویلي چې د پاکستان د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به د نوي میلادي کال د فبرورۍ په اتمه دغه هېواد ته په سفر لاړ شي.

د فضل الرحمان په خبره، د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغول به یې یو مهم لومړیتوب وي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې جې په اسلام اباد کې د دوی شارژدافیر د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره د لیدنې پر مهال هغه د افغانستان سفر ته بللی.

مجاهد ویلي چې د دې بلنې هدف، په پاکستان کې د دوی د رژیم خلاف د تبلیغاتو د مخنیوي او واقعیتونو د شریکولو په اړه نوموړي سره خبرې دي.

طالب ویاند نه دي روښانه کړي چې مولانا فضل الرحمان کابل او که د طالبانو د واک اصلي مرکز کندهار ته بلل شوی؟

مولانا فضل الرحمان هم د خپل سفر کره سیمه نه ده په ډاګه کړې.

مولانا فضل الرحمان مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې طالب استازي ورڅخه د دوی او د پاکستان د حکومت ترمنځ د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه څه ونه ویل، خو فضل الرحمان یې اغېزناک شخصیت وباله.

په وروستیو کې د طالبانو د رژیم او پاکستان اړیکې ظاهراً ډېر سره ترینګلي شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې دا اړیکې د لا خرابۍ خوا ته روان دي او په کار ده چې دواړه لوري یو لړ تضمین شویو هوکړو ته ورسېږي.

خلیلزاد ویلي چې که پاکستان طالب رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک ته په پناه ورکولو تورنوي؛ طالب رژیم هم ادعا لري چې پاکستان یې پر ضد د داعش خراسان څانګې څخه ملاتړ کوي.

1 COMMENT

  1. ملا ډیزلی بدون د ای اس ای له امره سوغی نشی ښورولی دا هم د ای اس ای پلان ده چی د ملاډیزلی په واسطه طالبانو ته ورکول کیږې ای اس ای د ایسرایلو ناروا اولاده ده دخپل پلانونه په ډیر ذیرکې سره مخته وړی که بیا د ای اس ای ریس او یا کوم بل مشری راغلی وای بیا افغانانو غبرګون شوده او طالب سل فیصده د ای اس ای ګوډاګې بلل کی ده مګر اوس به د ای اس ای د پلان نقشه بدون د کوم خند نه تطبیق کیږی ملا ډیزلی ډیر لوی او منافق شیطان ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...