یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د سختې یخنۍ له امله د ۵ ماشومانو مړینه

بدخشان کې د سختې یخنۍ له امله د ۵ ماشومانو مړینه

تاند ( جمعه، د جدې ۸ مه) د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ وایي چې د سختې یخنۍ له امله یې ۵ ماشومان مړه شوي دي.

دغه کورنۍ چې په سیمه کې یې د غره ښوییدو له امله بې ځایه شوي، له ډېرو ستونزو شکایتونه کړي.

یو شمېر دغو کډوالو کورنیو طلوع نیوز ته ویلي چې لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري او له دې امله یې یخنۍ ځپلي ماشومان له مرګه نه دي ژغورل شوي.

د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد ایوب خالد په دې اړه له مشخص څه ویلو پرته ویلي چې د بې ځایه شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او د سرپناه ستونزه به ورته حل کړي.

راپورونه وایي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې داخلي بې ځایه شوي او له تر ډېره پورې له پاکستانه ایستل شوي افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سختې یخنۍ له امله د جمهوري نظام پر مهال هم د ماشومانو او نورو بېوزلو د مړینې خبرونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب