یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهیو کال کې افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې

یو کال کې افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې

تاند ( جمعه، د جدې ۸ مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې ثبت کړې دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې د یوه خبریال وژل کېدل او د نولسو نورو خبریالانو د ټپي کېدو او د اته اویا خبریالانو د بندي کېدو پېښې شاملې دي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله د سرغړونو دا پېښې یو څه کمې دي، وړم کال د سرغړونو دوه سوه شپېته پېښې ثبت شوې وې.

په دې کلني راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو  چارواکي له رسنیو سره ډېرې کمې مرکې کوي او رسمي ویندویان یې د جدي او ژورو پوښتنو له ځواب ورکولو ډډه کوي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویاندویانو له خبریالانو سره د ناوړه چلند تورونه رد کړي او ویلي چې د بیان ازادي او د خبریالانو لپاره د کار فضا یې د »« اسلامي شریعت» په چوکاټ کې رامنځته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب