Homeخبرونهپر طالبانو د قزاقستان د بندیزونو پای ته رسېدل

پر طالبانو د قزاقستان د بندیزونو پای ته رسېدل

تاند ( جمعه، د جدې ۸ مه) د افغانستان لپاره د قزاقستان سفير علیم خان یسین ګیلدییف د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د دغه هېواد له لوري پر طالبانو د لګول شویو بنديزونو د لرې کیدو خبر ورکړی دی.

د ملا متقي دفتر د نوموړي له قوله لیکلي چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګريزې او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.

د طاللبانو د اعلامیې له مخې، د قزاقستان سترې محکمې طالبان رسما د هغو تحریم شوو ګروپونو له نوملړ څخه ايستلي، چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر مثبت او دواړو ملتونو په ګټه وباله.

متقي د قزاقستان له حکومت څخه مننه وکړه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې.

د طالبانو چارواکي او رژیم لا هم د نړۍ د ډېرو هېوادونو په تور لېست کې شامل دي، خو له دې سره- سره یې چارواکي یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کوي او ځینو هېوادونو د دوی رژیم سره تعامل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...