د جمهوریت په کلونو کې چې ما په کابل کې لېسه لوسته، زموږ کور په قلعه فتح الله کې و. زموږ د کور او مدینه بازار تر مینځ یو سړک فاصله وه. په مدینه بازار کې د لوکسو دوکانونو له ښیښو افغاني جامې داسې برېښېدې لکه په شپه کې ستوري. د دغو زنانه رنګونو په زړه کې د زرغونې مشهوره لېسه وه. د لېسې د حاضرۍ او رخصتۍ په وخت کې به چې له مدینه بازاره تېرېدلې د نجونو بیروبار به و. تور کالي، سپین پړوني او په لستوڼو کې جلا داره زرغونه فیته چې د زرغونې لیسې د شاګردانو نخښه وه.
د دنیا هېڅ ښار زما زړه ته دومره نژدې نه دی لکه کابل، خو ډېر کم داسې شوي دي چې زه دې کابل زنانه ومومم. کله کله به مې احساس کاوه چې د نرواکي قد د کابل تر غرونو لوړ دی، له دې احساس سره سره ځینې داسې ځایونه ول چې د کابل زنانه مخ پکې لیدل کېده او ساه به پکې سمېده. یو له دغو ځایونو د نجونو د لېسو مخه وه چې کله به دوی رخصتې شوې یا به ور روانې وې، د ښار انرژي به ښځینه وه.
د زرغونې لېسې کیسه مې کوله. د لېسې زده کوونکې به سهار وختي مکتب ته تللې. د نجونو عادت و اکثره به ډلې ډلې ګرځېدلې. یوه نیمه به لکه له قطاره جلا مرغۍ یوازې روانه وه. څوک به لایق و، چا به له درسونو شکایت کاوه، د چا به اقتصاد ښه و هر کال یې نوی یونفورم جوړاوه، چا به په کلونو کلونو یو کمیس اغوست، چا به ویل چې کورنۍ یې ترڅنګ ولاړه ده او څوک به لګیا ول په کور کې به یې پلار قانع کاوه چې له فراغته وروسته یې له پوهنتون سره مخالفت ونکړي.. هغه زرګونه نجونې چې زرغونې لیسې ته تللې د هرې یوې بېله کیسه وه، بېلې یې ستونزې وې، بېلې یې غوښتنې وې، بېلې یې ارزوګانې وې خو د ټولو یوه توقع مشترکه وه او هغه دا چې د ښځو بل نسل به تر اوسني نسل اسوده او تعلیم یافته وي.
په یو غریب ښار کې چې جګړه یې هم وځپي، ژوند اسانه نه وي خو کله چې ما لېسه لوسته له ټولو بدبختیو سره سره یو امید و. ځوانو ښځو د جنسیتي تبعیض ځنځیرونه ماتول او ورو ورو په جامعه کې په فعاله وګړو بدلیدلې.
هغه وخت مې یوه شېبه هم دا تصور نه شوای کولی چې د زرغونې لېسه به یوه ورځ لېسه نه وي او ور به یې د پیغلو او پیغلوکو پر مخ تړلی وي.
د ښوونځیو له بندېدو وروسته زما په ذهن کې ډېر کله دا انځور جوړېږي چې زه په کابل کې، همهغه د لېسې د وخت په کور کې، په دوهم پوړ کې، په خپله کوټه کې، سهار له خوبه ویښېږم، کړکۍ پرانیزم، د وزیر اکبر خان پر غونډۍ ملي بیرغ نه ښکارېږي، او په کوڅه کې هېڅ نجلۍ ښوونځي ته روانه نه وي…زه یې هېڅ نه شم تشریح کولی چې دغه انځور څومره ځورولې یم او چې هر ځلې مې په ذهن کې تیر شوی دی کوښښ مې کړی چې پام په بله واړوم. خو څرنګه یې بدل کړم؟ چیرته ترې وتښتم؟ دا خو خوب نه دی چې را ویښه شم، یو ګیلاس اوبه وڅښم او ووایم خدایه شکر چې کابوس و. دا د میلیونونو نجونو بې شمېره ورځې دي چې له ښوونځي پرته پیلېږي او پای ته رسېږي.
تاریخ راته وايي، چې کله هم رژیمونو د خلکو په حقونو او اروزوګانو ملنډې وهلي په حقیقت کې یې خپلې پښې په تبر وهلي دي. زه پوهېږم چې یوه ورځ نه یوه ورځ به دا تیارې ختمې شي خو ایا هېرې به شي؟ تاریخ به یې څرنګه خوندي کوي؟
نن سبا په خواله رسنیو کې یو عکس ډېر کته پورته کېږي. عکس د شپږم ټولګي د یوې ماشومې دی چې د تعلیمي کال په وروستۍ ورځ ژاړي. د دې ماشومې پوره څیره نه ښکارېږي خو په خپاره شوي انځور کې یې د تندي رګ ښکاري چې له ډېره فشاره پړسېدلی دی. ایا دا ماشومه به دا ورځ هېره کړي؟ په شخصي حساب ښايي نه، د دې ورځې ضربه به تر ډېرو پورې د دې پر شخصیت پرته وي. دا نجلۍ به لکه نورو افغانو ښځو خپل جنسیت کمزوری او ملامت احساسوي.
په ټولنیز لحاظ به تر ټولو لویه بې عدالتي دا وي چې ټولنه او تاریخ د افغانو ښځو پر وړاندې روان تبعیض مستند نه کړي. د دې لپاره چې د روان وضعیت دقیق روایت د تاریخ زړه ته وسپارل شي د ښځو کیسو ته باید د ښځو له سترګو وکتل شي. د دغه روایت خوندي کول یوازې هغه ارقام او اعداد نه دي چې خارجي رسنۍ یې خپروي، نه هم د هغو فتوا ګانو بیا بیا خپرول دي چې پکې ښځې له اجتماعي فعالیته منعه شوې دي او نه هم له محدودو، ورته او تکرارو افرادو سره مرکې او د هغو د نظر پوښتل دي.
شځینه روایت هغه وخت سم او دقیق خوندي کېدای شي چې مسایلو ته له ښځینه لیدلوري وګورو او دوی وپوښتو چې څه پرې تېرېږي؟
ښځینه لیدلوری
زموږ یو خپله ده، لسیزې کېږي چې په امریکا کې ژوند کوي خو کورنۍ یې په وطن کې، په کلي کې ده، ځکه یې هم تل وطن ته تګ راتګ وي. څه موده مخکې هم افغانستان ته تللې وه. راته ویل یې، « په کلیو کې د جمهوریت په وخت کې هم ښوونځي نه ول خو جګړه وه اوس هم ښوونځي نشته خو جګړه هم نشته، حداقل وژل کېږو نه.»
دا خبره ما له ځینو نورو خلکو هم واورېده چې د جګړو ځپلو کلیو ښځې د جګړې درېدا ته خوشحاله دي. دلته دوو ټکو ته پام پکار دی:
اول دا چې، موږ منحیث د ملت تقریبا هېڅ وخت د زنانه روایت اورېدلو ته تیار نه یوو. که یوه مور ووايي چې شکر زوی مې نور نه وژل کېږي، دا اورو خو د همدغې مور په سترګو کې د بې سوادۍ شرم نه وینو، د بې وسۍ فریاد یې نه اورو او هغه ارزو یې نه احساسوو چې زړه یې غواړي د لور ژوند یې د دې غوندې نه وي، د دې غوندې یې عمر د چاپکو په تپلو تیر نه شي، بلکې ډاکټره دې شي او ښه ژوند دې ولري.
موږ د یوې ناوې دا اواز اورو چې وايي شکر چې مېړه مې اوس جګړې ته نه ځي خو د ولادت په وخت کې چې همدغه ناوې سخت دردونه تېروي او په ټول کلي که یوه قابله یا ډاکټره نه وي چې له مرګه یې وژغوري، د دغه درد، درک ته چندانې حاضر نه یوو.
دویمه دا چې، کلیوالې ښځې هسې هم د محرومیتونو ښکار دي. د ښځو هغه نسل چې افغانستان پرې حساب کاوه چې هم به د ځان او هم به د نورو ښځو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، دا هغه ښځې وې چې د وطن په بېلابیلو لویو، کوچینو ښارونو کې په تعلیم او کار بوختې وې.
نن سبا د افغانو ښځو یو تر ټولو مهم کار دا دی چې خپلې کیسې ولیکي. د روان ظلم مستند کول یوازې زموږ تاریخي مسوولیت نه دی بلکې که د نن ورځې پېښو ته له ښځینه لیدلوري ګورو دا چانس ډېروو چې د سبا پر کیسې اثر ولرو.
ښځې ولې خپل روایت کم لیکي؟
ځینو لوستونکو ته ممکن سوال پیدا شي چې، د جمهوریت په کلونو کې په ملیونونو ډالر د ښځو پر تعلیم او رسولو مصرف شول ولې پخپله ښځې خپلې کیسې هغومره چې لازمه ده، نه لیکي.
دا چې ښځې ولې هغومره لیکل نه کوي څومره چې یې باید وکړي، بیلابیل علتونه لري، منجمله:
- ډار او امنیتي ستونزې
- ناهیلې توب، داسې احساس چې د دوی غږ او درد اورېدونکي نه لري او کوم درد نه دوا کوي.
- ژور خپګان او شاک حالت، انسان چې کله له لویې فاجعې سره مخامخ شي یو طبیعي عکس العمل دا دی چې هېڅ هم ونکړي او یا نه پوهېږي چې څه وکړي.
- د خپل روایت د نه خوندي کولو کلتور، موږ متاسفانه ډېر کم ټولنیز تاریخ لیکو او له ښځینه لیدلوري ټولنیز تاریخ خو بېخي په نشت کې حساب دی.
- د تسلیم رواني حالت، استبداد انسان تسلیم ته مجبوروي. تسلیم ډېر کله تر روحي فشار لاندې د مجبورۍ پرېکړه وي.
د زنانه روایت او لیدلوري خوندي کول یوازې د ښځو وظیفه هم نه ده. هر هغه څوک چې د افغانستان له پایښت او پرمختګ سره دلچسپي لري د ښځو مسلې ته باید وخت ورکړي.
که موږ خپل اوسنی تاریخ داسې لیکو چې د ښځو نوم پکې اخلو خو د دوی لیدلوری پکې نه شاملوو، نو د خپل هیواد کمزورې تاریخ لیکنې ته یوازې یو بل ناقص فصل ور زیاتوو.
که د نن سبا تاریخ خوندي کوو او یوازې پکې پر ښځو روان ظلم او د دوی مظلوم حالت بیانوو خو د ظلم پر وړاندې د دوی د مبارزې او استقامت کیسې نه لیکو، دوه تاوانه کوو.
اول دا چې د یوه داسې روایت رامنځ ته کول چې په هغې کې ښځه صرف مظلومه واقع شوې ده، عملا نه ټولنې ته او نه هم نوي نسل ته څه ورکولی شي. برعکس، که موږ د مبارزې او مقامت یادونه کوو حداقل د نجونو نوي نسل ته دا وایو، چې که هر څومره سختې ورځې وي د مبارزې روحیه د تسلیم تر روحیې غوره ده.
دوم ټکی دا دی چې د ښځو مقاومت او مبارزې ته په کمه سترګه کتل پخپله جنسیتي تبعیض دی. هغه نجلۍ چې په اختر کې ځان ته کالي نه اخلي او په پیسو یې ځان ته انترنټ اخلي چې انلاین درس ووایی، اتله ده. سیاسي مبارزه او د ښځو سیاسي فعالت مهم دی خو دا به تېروتنه وي که د روان ظلم په وړاندې د ښځو استقامت یوازې په سیاسي مبارزه کې خلاصه کړو.
د مثال لپاره د یوې افغانې نجلۍ د ژوند کیسه له تاسو سره شریکوم.
رڼا (مستعار نوم) نومېږي. په کابل کې ژوند کوي. اوس باید له ښوونځي فارغه شوې وای خو دا په ۱۱ ټولګي کې وه چې نظام ړنګ شو او ښوونځي بند شول. رڼا مستعده ده، لیکي، لولي او تر ټولو مهمه دا چې د تسلیم روحیه نه لري. د جمهوي نظام له ړنګېدو وروسته چې چیرته هم انلاین یا حضوري د زده کړو چانس وي رڼا خامخا ځان ورسولی وي.
رڼا مې وپوښته چې نن سبا څه احساس لري. دې راته وويل، «قیامت به تر دې بدتره وي؟»
« اول کې چې یې ښوونځي بند کړل راسره ډار و او خفه وم، زما د فراغت اخري کال و. خوشحالۍ یې رانه واخیستې، خوبونه او ارمانونه یې رانه واخیستل. کورسونه لا خلاص ول، په ډېرې خوارۍ مې کورنۍ قانع کړه چې کورس به شروع کړم. په ډېر شوق کورس ته تلم او ځان مې بوخت کړ، ځان سره به مې ویل چې حداقل دا خو شته.. خو هغه ورځ چې یې کورسونه بند کړل…اه، زما د ژوند تر ټوله بده ورځ همهغه وه.
کارته نو کې د کورسونو یو کوڅه ده. هغه ورځ چې درس ته روانه وم او د کورسونو کوڅې ته ورسېدم، په لاره کې مې نجونې ولیدلې چې ژړل یې، د نجونو سترګې سرې وې، ته وا قیامت دی…کله چې کورس ته لاړم استاد راغی او رانه یې وغوښتل چې له ټولګي ووځم. ما شق وکړ چې زه نه ځم که هر څه وسي خپل درس نه پرېږدم… تر ډېرو په کورس کې ناسته وم خو اخر یې په زوره ویستم.. هغه ورځ چې له کورسه کور ته راتلم لکه قیامت چې وي. ایا قیامت به هم له دې سخته وي؟ هر څه راته بدرنګ ښکارېدل… چې کور ته ورسېدم چای، اوبه، ډوډۍ هېڅ شي خوند نه راکاوه.
زه چې ډېره ستړې شم، ویدېږم. خو هغه شپه او په ورپسې شپو کې خوب نه راته، ویښه به وم، په اندیښنو کې به ډوبه وم او ښیراوې به مې کولی.. انا جانې به مې د تسلي لپاره راته ویل، اسمان چې ډېر وریځې شي اخر باران کېږي.
مور به مې هر سهار له خپلو خورلڼو سره د پلي تګ لپاره پارک ته تله. پارک زموږ له کوره ۱۵ دقیقې لرې دی. فتوا راغله چې ښځې پارک ته د تګ اجازه نه لري او پارک پرې بند شو خو مور دوی مې تسلیمې نه شوې، دوی اوس هم هر سهار پلي تګ ته ځي، پارک ته نه دننه کېږي خو چارچاپیره یې راګرځي.
ما هم انلاین درس او کار شروع کړ. وروسته چې ځینې کورسونه خلاص شول په هغو کې مې ځان شامل کړ خو که هر څه بېرته ښه شي، ښوونځی څه چې هر څه خلاص شي، هغه ورځ به مې هېڅ هیره نه شي چې ښوونځی مې بند شو او له کورسه یې وشړلم.»
رڼا راته د خپلو شاوخوا نجونو کیسه کوله چې له خیاطۍ، قابلګۍ، کورسونو رانیولې تر مدرسو او انلاین زده کړو په هر هغه ځای کې چې د څه زدکړې امکانات وي ښځو له ټولو محدودیتونو سره سره ځان ورسولی وي او د ډار فضا ته نه دي تسلیمې شوي.
حتا د جمهوریت په وخت کې هم د کورس فیس او د انترنټ پیسې د اکثرو افغانانو له وسه پورته خبره وه. اوس چې اقتصاد تر پخوا ضعیفه شوی دی، د ښځو لپاره کاري فرصتونه خورا کم شوي دي، د هغو نجونو او ښځو ژوند لا ډېر زیان من شوی دی چې بې وزلې دي او له هغو تعلیمي امکاناتو چې پیسې غواړي، د استفادې وس نه لري.
رڼا راته خپله کیسه د وتس اپ په صوتي پیغام کې پرې ایښې وه. د ظلم او جنسیتي تبعیض پر وړاندې مې چې د دې ۱۷ کلنې نجلۍ استقامت، ښځینه لیدلوری، احساس او د وطن په خیر استدلال ته کتل، په زړه کې دا لنډۍ را تېرېدله:
بورا به خدای په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه