چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد هند د باندنیو چارو وزیر د افغان سفارت د بندېدو او...

د هند د باندنیو چارو وزیر د افغان سفارت د بندېدو او له افغانستان سره د اړیکو وضاحت ورکړ

تاند(شنبه، د قوس ۲۵مه) د هند د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د خپل هیواد ولسي جرګې (لوک سبها) ته په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بندېدو او بیا پرانیستل کېدو او له افغانستان سره د هند د اړیکو په اړه توضحات ورکړل.

د هند د باندنیو چارو وزیر ایس شنکر د (لوک سبها) پوښتنې ته په لیکلي ځواب کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر افغان دیپلوماتان له هنده په دې خاطر وتلي چې په درېمګړي هیواد کې یې اقامت ترلاسه کړی، خو پاتې دیپلوماتانو د خپل هیواد د دیپلوماتیک ماموریت (سفارت او کونسلګریو) د فعال ساتلو لپاره مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د هند د باندنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې له افغانستان سره د هند اړیکې د تاریخي او دوستانه اړیکو پر اساس ترسیم شوي او د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پر اساس دي.

د هندي رسنۍ، ټایم اف انډیا د راپور له مخې، په نوي ډیلي کې د سفیر فرید ماموندزي تر مشرۍ لاندې د افغانستان سفارت د تل لپاره د سفارت د بندولو اعلان وکړ او دلیل یې د هند د حکومت پر له پسې ستونزې او فشارونه وبلل خو باور کېږي چې د ماموندزي اعلان د افغان دیپلوماتانو ترمنځ له خپل منځي اختلافاتو او په لوېدیځو هیوادونو کې د ۲۰ دیپلوماتانو له پناه اخیستلو سره تړاو ولري.

په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بندېدو له اعلانه وروسته په مومبي او حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسلانو ذکیې وردک او سیدمحمد ابراهیم خېل وویل چې دوی اجازه نه ورکوي چې سفارت بند شي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب