دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپر طالبانو د بندیزونو د تعدیل په اړه د چین غوښتنه

پر طالبانو د بندیزونو د تعدیل په اړه د چین غوښتنه

تاند (شنبه، د قوس ۲۵ مه) په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال گنگ شوانگ د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو د تعدیل غوښتنه وکړه.

نوموړي په یاد شوي سازمان کې په دې تړاو غونډې ته د خبرو پر وخت ویلي چې دا تعدیل به نورو هېوادونو ته د طالب مشرانو راشه – درشه اسانه او ورسره د تعامل زمینه برابره کړي.

چینایي استازي دا هم ویلي چې که دا بندیزونه تعدیل شي، د افغانانو پر ورځني ژوند به مثبت اغېز پرېباسي.

هغه په ورته مهال، د افغانستان له خاورې د تروریزم خطر جدي ګڼلی او ویلي چې نړیوال باید د دغو خطرونو د مهارولو لپاره د واکمن رژیم د ځواکونو مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوړمه ورځ د یو شمېر طالب چارواکو پر سفر د بندیزونو د معافیت موده او پر طالبانو د بندیزونو د څارونکې کمېټې د کار وخت یو کال نور اوږد کړ.

ملګرو ملتونو ویلي چې پر طالبانو او له هغو سره د تړلیو بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت یو کال بل وغځول شو.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر په دې اړه د امنیت شورا د غونډې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا ۱۵ غړیو په یوه خوله مسوده تصویب کړه او له مخې به یې د طالبانو پر سر د بندیزونو د څارونکې ډلې ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر دسمبر غځول کېږي.

څارونکې ډله دنده لري چې د ټولو سرغړونکو اقداماتو په اړه معلومات ټول کړي چې په کې د شتمنیو او بودجو کنګلول، سفري بندیزونه او د وسلو او مهماتو تمویل او تجهیز په کې شاملېږي.

د مسودې د نه رعایت په صورت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو په سپارښتنه د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب