چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونه۳ ولایتونو ته له سفرونو وروسته د افغانستان په اړه د یونیسف...

۳ ولایتونو ته له سفرونو وروسته د افغانستان په اړه د یونیسف د یوه مقام ارزونې

تاند (شنبه، د قوس ۲۵ مه)  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی بنسټ( یونیسف) د نړیوالو اړیکو رئیسې نایسان صهبا د افغانستان درېیو ولایتونو ته له سفرونو وروسته د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کړې ده.

نوموړې له دغه سفر وروسته په خپله اېکس( پخواني ټویټرپاڼه) لیکلي چې پر افغان نجونو د زده کړو له بندیزونو سره- سره د دغو نجونو او کورنیو لېوالتیا له زده کړو سره ورته په زړه پورې وه.

هغې دغه راز د بشري- اقتصادي ناورین پر وړاندې هم د افغانانو استقامت د ستاېنې وړ ګڼلی او ویلي چې د هرات زلزله ځپلي او ننګرهار ته له پاکستانه شړل شوي افغانان یې له نېږدې لیدلي چې ستونزې یې جدي وې.

د یونیسف دغه مقام همدا شان بامیان ولایت ته تللې وه او په ټوله کې یې له افغانستان څخه ارزونه دا وه چې افغان ماشومان هم د نړۍ د نورو ماشومانو په شان د زده کړو حق لري او د ټولو افغانو بشري ناورین ته باید عاجله پاملرنه وشي.

د یونیسف د دغې مسوولې په ګډون د ګڼو نړیوالو سازمانونو چارواکي او په پراخه کچه افغانان زده کړو ته د ټولو افغان نجونو له بې خنډ و ځنډه لاسرسی او د بشري ستونزو حل ته اساسي پاملرنه غواړي خو نیوکې دا دي چې نه طالب چارواکي د دوی غږ ته غوږ ږدي او نه نړیوال لازمه پاملرنه ورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب