دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د «نوي کابل» پروژه؛ د معیاري ښار جوړوني پر لور لومړی ګام

د «نوي کابل» پروژه؛ د معیاري ښار جوړوني پر لور لومړی ګام

لیکنه: نیاز محمد نثار

د شمېرنو له مخي، که په ۱۹۵۰ کال کي د نړۍ یوازي ۳۰ سلنه نفوس په ښارونو کي ژوند کاوه؛ په ۲۰۰۷ کال کي په نړیواله کچه د ښاري نفوسو شمېر تر کلیوالي نفوسو زیات سو او دا کچه ورځ تر بلي لا زیاتېږي.

 د نامتوازني اقتصادي ودي په سبب د ښار او کلي ترمنځ را منځته سوی واټن، د دې لامل ګرځي چي د کلیو اوسېدونکي د خپل ژوندانه د مادي شرایطو د ښه کېدلو لپاره ښارونو ته کډه وکړي. په ښارونو کي له مېني کولو څخه د دوی تمه دا وي، چي ښه استوګنځۍ ولري، کاري موکې ورته برابري سي، تعلیمي او روغتیايي خدماتو ته آسانه لاسرسی ولري، پارکونو او لوبغالو ته د تللو امکانات ولري او چاپېریالي سمسورتیا یې زیاته وي، خو د نفوسو د زیاتوالي سره د ښار ټولو اوسېدونکو ته د معیاري ښاري خدماتو برابرول ستونزمن کېږي. په ګڼ مېشتو ښارونو کي د معیاري خدماتو برابرول ډېر مادي، مالي او تخنیکي امکانات او ظرفیتونه غواړي، چي د نړۍ ډېر لوی اقتصادونه او پرمختللي هیوادونه یې لا هم په ښه مدیریت او سمبالولو کي پاته راغلي.

د هیواد په پلازمیني کابل کي د نفوسو تراکم د هیواد د نورو ښارونو په نسبت خورا ډېر دی. د کابل ښار چي شاوخوا ۳۵۰۰ کلونه مخکي جوړ سوی وو او بیا تر ۲۰۰ ډېر کلونه کيږي د هیواد پلازمینه ګرځېدلی؛ د هیواد د سیاسي او اداري مرکزیت د آدرس، د شمال، ختیځ او جنوبي افغانستان په منځ کي د وصل کونکي جغرافیوي موقعیت او سوداګریزو مرکزونو د فعالیت په سبب نسبت د افغانستان نورو ښارونو ته زیات ګڼ مېشتی سوی. د شمېرنو له مخي، کابل ښار په ۲۰۰۱ کال کي یو نیم میلیون نفوس درلود، خو په ۲۰۱۴ کال کي یې کچه شپږو میلیونو ته ورسېدل او هغه مهال د نړۍ یو له پنځو هغو ښارونو څخه وو، چي د نفوسو وده ډېره پکښې چټکه وه. په ۲۰۲۰ کال کي سوي سرشمېرنې بیا دا کچه ۵.۵ میلیونه ښودلې وه. د سرشمېرنو ترمنځ د توپیرونو د موجودیت سربېره دا یو څرګند واقعیت دی، چي د کابل ښار نفوس څو برابره زیات سوی، خو د ښاري خدماتو ظرفیتونه د نفوسو د ودي په تناسب ډېر لږ دي. یعنې دا چي د کابل ښار نفوس که پنځه میلیونه وي یا شپږ، خو خدماتي ظرفیت او زېربناوي یې یوازي د یو میلیون کسانو لپاره بسنه کوي.

د افغانستان احصائیې ملي ادارې د سرشمېرنو له مخي اوسمهال د افغانستان ۸ میلیونه نفوس په ښارونو کي ژوند کوي، چي د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي دا کچه به تر ۲۰۵۰ کال پوري ۲۶ میلیونه تنو ته لوړه سي.

د ۲۰۰۲ کال څخه بیا تر ۲۰۰۶ کال پوري حکومتي چارواکو په کابل ښار کي د نفوسو د ودي، استوګنځایونو د نه شتون، ښاري زیربناوو د نه موجودیت، بېکارۍ د زیاتوالي او ککړتیا د معضلاتو د حل لپاره لاري – چاري لټولې او په پای کي د «نوي کابل ښار» پروژې په پلانولو او تطبیقولو باندي سره سلا سول، په دې تمه چي د دغي پروژې په تطبیق سره به دا ستونزي تر شوني بریده حل سي.

 د نوي کابل ښار پروژې پلان او ډیزاین په ۲۰۰۹ کال کي د یو جاپاني شرکت له لوري پای ته ورسېد. په پیل کي، دا پروژه په درو پنځه کلونو فازونو کي پلان سوې وه. ټاکل سوې وه چي لومړی فاز به یې په  ۲۰۱۰  کال، دوهم په ۲۰۱۵ کال او درېیم فاز یې په ۲۰۲۰ کال کي پیل سي او په ۲۰۲۵ کال کي به ټوله پروژه پای ته ورسېږي، خو دا پروژه د زورواکو د لاسوهنو، دولتي بیوروکراسۍ او فساد له امله ۱۴ کلونه وځنډېدل او د لومړي فاز د لومړي پارسل چاري یې د ۲۰۲۳ کال په اګسټ کي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کي پیل سوې.

 نوی کابل ښار به د اوسني کابل ښار په نسبت یو نیم برابر لوی وي. د دې نوي ښار موقعیت به د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ، کابل هوايي ډګر، بګرام ولسوالۍ ځینو برخو او د مارکو او صافي غرونو په منځ کي وي، د ۵۰۰ کیلومتره مربع په اندازه به مساحت ولري او د سمسوري او کرنیزي سیمي مساحت به یې بیا ۷۵۰ کیلومتره مربع وي. په ۲۰۰۹ کال کي د لومړنۍ محاسبې سره سم، پر دې پروژه باندي ۳۵ میلیارډه امریکايي ډالر لګښت راتلی.

د ښار جوړوني وزارت د اوسني ویاند له قوله، د نوي کابل ښار پروژه دوه پنځلس کلن پړاوونه او څلور فازه لري، هر فاز بیا ۱۵ پارسله (برخي) لري او تازه یې د لومړي فاز د یوه پارسل پرانیستنه وسول. د هر پارسل قرارداد جلا – جلا ترسره کېږي او د لومړي فاز د لومړي پارسل قرارداد یې د خاور خصوصي شرکت سره سوی دی. د خاور خصوصي شرکت د دغي پروژې چاري د ښار او کور جوړوني وزارت تر نظارت او څار لاندي مخته وړي. د دې پروژې په لومړي ۱۵ کلن پړاو کي به د یو میلیون او ۵۰۰ کسانو لپاره ۲۵۰ زره استوګنځي جوړېږي.

د خاور خصوصي شرکت مدیر هم د رسنیو سره په مرکه کي وویل، چي د پروژې اوسنی پارسل د یو میلیارډ امریکايي ډالرو ارزښت لري. په دې پارسل کي د دوی شرکت یوه درې بسوې استوګنیزه نمره په ۷۵۰۰ امریکايي ډالره ورکوي، چي نوري رغنیزي چاري به یې بیا خپله د نمرو خاوندان مخته وړي. بله برخه یې پنځه بسوې نمرې دي، چي ودانۍ یې خپله شرکت جوړوي. د پروژې سوداګریزي سیمي بیا د متر مربع په حساب خرڅېږي او پر هغو ځمکو باندي خلګ کولای سي د نقشې له مخي له پنځو څخه تر لسو پوړونو پوري ودانۍ ورغوي، خو استوګنیز آپارتمانونه بیا ټول د خاور شرکت لخوا رغېږي او رانیونکي به یې په درې کلنو اقساطو کي مالي مسئولیتونه ادا کوي.

د ښار او کور جوړوني وزارت د مسئولینو له قوله دوی د دې پروژې قانوني او اداري پړاوونه پای ته رسولي او پانګه اچونکو ته یې د دې زمینه برابره کړې ده، چي په دې برخه کي پانګونه وکړي. د نوي کابل پروژه، که اوسمهال د قوشتیپې تر کانال وروسته دوهمه لویه تطبیق کېدونکې پروژه ده، خو د جوړولو موده او د پانګوني کچه یې د قوشتیپې تر کانال څو برابره زیاته ده. که څه هم د پروژې د پای ته رسېدلو د وخت او لګښتونو دقیق اټکل لا تراوسه شونی نه دی، خو که یې چاري د پلان سره سم مخته ولاړي سي؛ پای ته رسېدل یې لږ تر لږه درې لسیزي وخت او لسګونه میلیارډه ډالره لګښت غواړي. د نوي کابل پروژې په تطبیق سره، زرګونو کسانو ته د کار زمینه، سلهاوه زره کورنیو ته معیاري استوګنځي او د هیواد په داخلي اقتصاد کي د پام وړ تحرک او خوځښت راتللای سي.

اخیستني:

  • (2023, september 11). پروژه کابل جدید. (h. amiri, Interviewer) Ariana Television. Retrieved from https://www.youtube.com/watch?v=a478oltHJ8g
  • کریمی, ع. (۱۳۹۴). آیا آیندهی افغانستان در شهرها رقم میخورد؟. کابل: روزنامه راه مدنیت. بازیابی شده از https://www.etilaatroz.com/22116/آیا-آینده%E2%80%8Cی-افغانستان-در-شهرها-رقم-می/
  • کریمی, ه. ا. (۲۰۲۳). کار ساخت شهر کابل جدید رسماً آغاز شد. Kabul: Pajhwok News. بازیابی شده از https://pajhwok.com/fa/2023/08/18/the-construction-of-the-new-city-of-kabul-officially-began/

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب