جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهګارډین: پاکستان د افغانستان پر ضد د داعش ملاتړ کوي

ګارډین: پاکستان د افغانستان پر ضد د داعش ملاتړ کوي

تاند (شنبه، د قوس ۲۵مه) د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه تحقیقي راپور کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کوي.

په دې راپور کې راغلي چې د پاکستان او د داعش د خراسان څانګې دوستانه اړیکې یو حقیقت دی او سترګې پرې نه شي پټېدای. آی ایس آی او په راولپنډۍ کې د پوځ د مرکز په شمول د پاکستان استخبارات د داعش له لوړو تشکیلاتو سره موافقې ته رسیدلي دي. د دوی ترمنځ موافقه دبوري (Dabori) نومېږي، چې د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې د یوې کوچنۍ سیمې نوم دی او د داعش اکثره مشران هلته اوسي.

ورځپاڼه زیاتوي، هم پاکستان او هم داعش په صداقت د دبوري موافقې ته ژمن دي. د دې موافقې له کبله داعش له دې سره سره چې په پاکستان کې حضور لري هیڅکله په رسمي ډول په دغه هیواد کې خپله څانګه نه ده اعلان کړې او د پاکستان پر پوځ یې هیڅ حمله نه ده کړې. څو حملې چې ممکن دوی کړې وي، هغه هم د پاکستان د پوځي ادارو په فرمایش شوې دي او د اکثرو هدفونه ملکیان وو چې دا هم د پاکستان پوځ ته د وفادارۍ نخښه ګڼل کېږي.

ګارډین لیکلي، دې ټکي ته پام ضروري دی چې په پاکستان کې د داعش له حضور سره سره، هیچا تراوسه نه دي اورېدلي چې د پاکستان پوځ یا استخباراتو دې د داعش پر ضد عملیات کړي وي. د دې دلیل د دبوري موافقه ده.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې د داعش پر خراسان څانګې هیڅ راز عملیات نه کوي، ځکه چې دې ډلې ته درناوی لري او په حقیقت کې دا ډله یې مېلمنه ده او عموماً یې غړي د پوځ په مېلمستونونو کې اوسي.

د ګارډین د راپور لیکوال، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري د داعش نازول طبیعي بولي ځکه چې له دې ډلې څخه د افغان طالبانو پر ضد کار اخلي.

له کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي، داعش له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی. په افغانستان کې خوندي ځایونه ورڅخه اخیستل شوي او د دې لپاره چې د پټېدو ځای نه مومي، اکثره غړي یې پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د پاکستان پوځي ادارې د افغانستان پر اوسنۍ ادارې د فشار راوړلو لپاره کار اخلي.

ورځپاڼې د داعش د خراسان څانګې د ځینو جګړه مارو، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په مېلمستونونو کې مېلمانه دي، جزییات هم ورکړي او لیکلي چې د دغو کسانو اکثریت د اورکزۍ ایجنسي اوسیدونکي دي. د داعش خراسان څانګه اصلاً هم په اورکزو کې رامنځته شوې او مشر یې هم د همدې سیمې دی.

د داعش د خراسان څانګې هغه غړي چې د اورکزو له علي خېل قبیلې سره تړاو لري او د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمن دي:

سراج، چې مستعار نوم یې محمدي، سهراب په یاسر مشهور، حسن، حنیف جان چې په عمر مشهور دی، نسیم، نذیر، ملام، بادام عادل، رستم، ريیس خان، عابد، ابراهیم، طاهر، شاه محمود او تاج محمد چې په ښکاري مشهور دی.

ګارډین د اورکزو د ماموزي قبیلې د ۳۷ تنو او د اورکزو د ملاخېل، فیروزخېل قبیلو د ګڼ شمېر داعشي غړیو نومونه هم یاد کړي دي.

ورځپاڼې د آی ایس آی په مېلمنو کې زین العابدین، چې په مفتي دروېش مشهور دی، د داعش مهم قوماندان بللی او وايي چې د پاکستان پوځ پر نوموړي ډېر حساب کوي.

ورځپاڼه وايي چې په وروستیو کې داعش د پاکستان په فرمایش د افغانستان په هرات کې پر اسانو هدفونو بریدونه کړي.

ګارډین وايي چې داعش ته د دغو حملو تسهیلات او منابع آی ایس ای برابر کړي او د دوی مشرانو ته یې ویلي چې دا ډول بریدونه به نه یوازې د دوی له جنګي ستراتیژۍ سره مرسته وکړي، بلکې داعش به په رسنیو کې مطرح کړي.

د ورځپاڼې په باور پاکستان په دې خاطر د داعش په وسیله په افغانستان کې ناامني جوړوي چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي او د کابل چارواکو ته دا پیغام ورکړي چې د بالقوه وسلې په توګه داعش کارولی شي.

په وروستیو کې د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه خبرداری ورکړ:«که اسلام اباد د داعش خراسان څانګې ته پناه ورکړي او یا یې ملاتړ وکړي، کابل به یې څنګه احساس کړي؟»

د سږ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تور په ځواب کې چې د دغه هیواد په بریدونو کې افغانان لاس لري، وویل، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش لسګونه پاکستاني غړي وژل شوي یا نیول شوي دي.

6 COMMENTS

  1. دل ټولی نړی ته معلومه ده چی داعش د امریکا له طرفه جوړه شوی ډله ده او په منځنی اسیا کښی غواړی چی د دی ډلی په واسطه نا امنی راولی او پاکستان د افغانستان دایمی دشمن ده نو او د افغانستان واکمنو ته په کار ده چی له مرکزی اسیا هندوستان او روسیه سره ښې اړیکی ولرې او یو قوی او استراتیژک دوستان ولری او که داسې وکړی نو پاکستان به هیڅ هم ونشی کړی او د امریکا شیطانی نقشی به هم په اوبو لاهو شې او که طالبان دخپل لجاجت او سر تمبګی ته دوام ورکړی نو داعش به برلاسی وی چی له یو خوا پاکستان ورسره د امریکا په واسطه مالی مرستی او دوسلو کمک ورسره کوی او د نظار شورا چی او ځان ته دمقاومت جبهه وایې عملاً د داعش غړی دی او داعش سر همغزی لری او افغانستان ته پکار ده چی د پاکستان طالبانو کمک وکړی تر سو د امریکا بچیان بنجابیان له دیورند خط نه ورک کړی او افغانستان باید نوی تجارتی لاری پیدا کړی او له پاکستان سره هر قسم راکړه ورکړه بنده کړی او هر څومره زر چی کولی دکنړ سند اوبه مهار کړی چی پاکستان ته ولاړی نشی نور پاکستان به په خپله نابود کیږې
    انشالله

  2. باید افغانان ددې په ځای چې خپل هیواد جوړ کړي لږ صبر وکړي او لومړی د پاکستان د وراني لارې چارې پیدا کړي که هغه پخپله وي که د بل په لاس. ځکه تر څو چې پاکستان وي په افغانستان کې قراري نه راځي. کله چې یا پاکستان په خیر نابود شو یا دایمي ناکراره شو بیا به انشاالله د خپل وطن د جوړولو ملا تړو اوس د پاکستان د ورانولو ملا تړل پکار دي. د پاکستان شتون د افغانستان د نه شتون په معنی دی.

  3. مونږ هر وخت وایو چې خپل زمریان مه وژنئ ، که نه د پنجاب ګیدړان به مو وخوري . د دښمن خواږه مه خورئ او سره متحد شئ ، یو بل وزغمئ ، یو قوي ، ټولو ته منلی افغانستان جوړ کړئ .

  4. د ګران هيواد افغانستان او افغانانو بريا په يووالي کي ده، په ګران هيواد افغانستان کي تر ټولو لويه ستونزه داده، چې هرڅوک په قدرت کي راشي، بيا نوري ډلي ورته فاسقي او فاجيري ښکاري، ځان او خلپه ډله ورته ترټولو ښه مسلمانان او په حقه ښکاري، نو ددي په خاطر چې ستونزي د تل لپاره حل شي ټولو افغانانو ته پکار دي، چې د اهليت سره سم هرچاته د خپل مسلک مطابق دندي ورکړل شي او په هرو شپږو مياشتوکې کي دولت او اولس ته په شفاف ډول حسابي وړکړي، چې ګران هيواد افغانستان افغانان په خپل جوړ نکړي په ټوله نړۍ کي هيڅوک نه غواړي چې ګران هيواد افغانستان جوړ او مظلوم افغانان د هوسا او آرام ژوند وکړي……
    درناوی.

  5. لومړی سوال داده چې ولی نړی د افغانستان آبادې نغواړی؟
    موږ له نړۍ سره کوم ظلم کړی چې د نړۍ په سترګو ښه نه لګیږو؟
    پاکستان په طول ۴۵ کالو د هرنظام په وړاندې په افغانستان کې نظامې ډلي پیاوړی کړی (ځکه د داود خان په وخت کې چې په افغانستان کې عملآ د روسانو نشتون ټول ولس ته معلوم ده ، چې دده په وخت کې ګلبدین حکمتیار، ربانی او مسعود پاکستان لاړل او په نظامي مرکزو تربیه ولیدله چې بیا په همغه وختو کې دوی په پنجشیر او ځینو نورو هغو ولایتونو کې چې ډیورنډ کرښي سره نږدی دی بریدونه وکړل، چې د داودخان نظام نړیوال مشروعیت هم درلود، چې دا لړۍ همداسې اوږده شوه بیا ورپسې نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین ، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله تر دوري پورې یی له دغو ډلو نظامی، مالی او نظامی مرسته وکړه چې په اصل کې دا ټول سلسله د برتانیی او امریکا ، فرانسی جرمنیانو مرسته سرته رسیده ځکه دوی داسې فکر کولو چې روسانو ټول افغانستان چور کړ موږ ته څه پاتې نشو)
    دوهم ځل کله چې همدا مجددی نظام راغی همدې ربانی او ګلبدین یی مخالفت وکړ د چا په اشاره ؟ د پردې تر شا امریکا او برتانیه وو او مستقیم ټوله رهبرې د پنجاب په لاس کې وو کله چې مجددی خپله دوره پوره کړه ربانی راغی، چې کله د ربانی وخت پوره شو نو روسانو او فرانسی او تاجکستان په لارښونه یی له خپلې څوکۍ لاس په سر نشو او خپل قدرت د دوام لپاره د (حل او عقد ) شورا را وبلله او خپل ځان لپاره یی د قدرت دوام تایید ترینه واخیست چې همدا لامل د داخلی جګړی شو چې لدې وروسته ګلبدین یو طرف سره له ملګرو، دوستم بل طرف، مزاری (محقق، سرور دانش او خلیلی او محسنی) بل طرف شو د ایران په مرسته د دولت (جمعیت شورا) بل طرف شو کابل یی داسې وویشته چې هیچا فکر نه کولو چې پدې ښار کې به چا زندګی کړی وی
    بلاخره بیا د دوی پر ضد تحریک طالبان (تیر امارت ) دا چې د دوی مالی، سیاسی او نظامی ملاتړ چا کولو پدې ولس له ما ښه خبر ده
    کله چې د جمعیت شورا یا تیر جهادې رهبرانو لدې ظلم څخه ولس (چې کابل یی په کنډواله بدل کړي وو) تر پوزې راغلل نو دوی له نړیوالو وغوښتل چې موږ لدې غلو، قطاع طریق، قاتلینو خلاص کړی.
    یوه خبره مخکې لدې چې تیر طالبان څنګه له مینځه لاړ باید ووایم د تیر جهاد (روسانو په وړاندې) چې امریکا ، برتانیی او فرانسی په مرسته سرته رسیده نو آسامه بن لادن د عربانو او امریکا سره نږدی اړیکی لرلی یعنی امریکا او عرب هیوادونو به ټولي مرسته د آسامه په لاس له افغانانو سره کولی چې کله تیر جهادې رهبران د تیر تحریک په زور له هیواد وشړل شول نو همدې اساس وخت کې آسامه بن لادن د امریکا سره اړیکې خرابی شوی او ځینې ډیزاین شوي کارونه وشول چې همدا بهانه امریکا ته پیدا شوه او عملآ امریکا د پاکستان د پوځ او هیواد مشر مشرف سره اړیکي ټینګي کړی او امریکا ته یی نظامي آډي ورکړی او تیر تحریک مشران پاکستان ته لاړل او امریکا د دوي له مینځه وړلو لپاره پاکستان ۳۳ میلیارد ډالر مرسته ور سره وکړه مګر کله چې بیا ربانی په تیر کې تحریک طالبانو شړلی وو بیرته قدرت واخیست چې همدې اساس وخت کې امریکا له خارج کرزی راوست او واګی یی له ربانی کرزی ته انتقال کړی
    کله چې کرزی د ټاکنو له لارې واک ته ورسیده او تحریک ړنګیدو څلور یا پنځه کاله نه وو پوره شوي چې پاکستان بیا د تیر په څیر همغو تحریک نفر چې په نوی امارت باندې را پیدا شول مرسته وکړه
    ترڅو دا هیواد په پښو ونه دریږیدی پدې ۲۰ کلنه دوره ځکه ډير بحث نه کوم چې ټول ځوانان او افغانان له ما څخه ډير معلومات لری
    کله چې اوس بیرته امارت قدرت ته ورسیده نو برتانیی، امریکا کوښښ کوی چې ددې هیواد ولس په یو ډول نه یو ډول له پرمختګ شاته پاتې کړی (خو دا شکر ده چې آخرت شته ) ځکه که د تیر جمهوریت په اړه لیکل وکړم خلک وایی د امارت شخص ده که په امارت پسې ولیکم بیا وایی جمهوریتی ده نو زموږ ستونزه همدا ده چې کله زه قدرت ته ورسیدم نور ټول تیر بد وو او دې مګر پدې فکر نه کوی چې کله د ولس نه منې د تیر په څیر هر نظام د ولس څخه لیری کیږي او واټن پیدا کیږی
    زما په نظر لومړی نړۍ (ملګری ملتونه، بشرحقوق سازمان او ماشومانو د خوندیتوب سازمانونه، امنیت شورا او جنګې جرمنو نړیواله محکمه ) باید د افغان ولس غږ واوری د انګریزانو څخه رانیولی بیا روسانو، امریکا فرانسه سره حساب او کتاب وشي او ددې ولس وژلو په اړه غرامت ترینه وغواړی کله چې له نړۍ سره ستونزه حل شوه بیا د روسانو استخباراتی سیاسی او نظامی مشرانو د امریکا نظامی سیاسی او استخباراتی مشرانو په شتون کې یو آزاد بحث برابر کړی بیا پاکستان نظامیانو، استخباراتی مشرانو او سیاسی مشرانو ته ووایی چې تاسو ۴۵ کاله ولی له نظامی ډلو دیو مشروع نظام په وړاندې مالی و نظامی او سیاسی ملاتړ کولو
    کله چې دا بحث ختم شي نو بیا همدا محکمه راشي د هر افغان او ددې هیواد په کنډواله د بدلیدو حساب او کتاب اړ غرامت ترینه واخلو
    کله چې پاکستان خلاص شو بیا نوبت به ایران تاجکستان شي
    کله چې له نورو هیوادونو سره تصفیه حساب خلاص شو بیا په خپله هیواد کې لدې جنګی ډلو سره حساب او کتاب شروع کړو چې پدې برخه کې بیا نړیوال باید مداخله ونکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب