دوشنبه, مې 20, 2024
Homeسپورتپه امریکا کې ازادې ورزشي سیالۍ؛ افغان لوبغاړي امریکایي سیال ته ماتې...

په امریکا کې ازادې ورزشي سیالۍ؛ افغان لوبغاړي امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

تاند (شنبه، د قوس ۲۵ مه)د امریکا متحدو ایالتونو په کالیفورنیا کې د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي احمد سهیل حسن زاده خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه او د افغانستان ملي بیرغ یې ورپاوه.

احمد سهیل حسن زاده نن چیسن بلایر ته په لومړي پړاوکې دغه ماتې ورکړه.

دا لوبه د سانتیاګو په ښار کې ترسره شوه.

د ( کیج وار یورز) په نوم دې لوبه کې دا لومړی ځل و چې حسن زاده لومړی برخه اخیسته، خو بلایر تر دې مخکې په دې لوبو کې درې بریاوې لرلې او یو ځل یې ماتې خوړلې وه.

په وروستیو کې بېلابېل افغان لوبغاړي له بهرنیانو ورته سیالۍ ګټي چې د افغانانو پراخ هرکلي سره مخ کېږي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته که څه هم د نورو خلکو په شان د ورزش کارانو ژوند هم اغېزمن شوی او یوه برخه یې جلا وطن شوي، خو دا قشر توانېدلی چې په نړیوالو سیالیو کې له ګډون او بریالیتوبونو سره له هېواده بهر د افغانستان ملي بیرغ ورپوي.

طالبانو په هېواد دننه دغه بیرغ ښکته کړی او پر ځای یې خپل بیرغ درولی چې له امله یې خلک سخت ترې ناراضه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب