پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد نجونو د زده کړو د ملي کمپاین غړي طالبانو سره د...

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین غړي طالبانو سره د خبرو جرګه جوړوي

تاند (شنبه، د قوس ۲۵ مه) د نجونو د زده کړو لپاره د ملي کمپاین غړو ویلي چې د دغو زده کړو په تړاو طالبانو سره د خبرو لپاره له اغېزناکو څېرو د یوې جرګې جوړولو په اړه په هڅو بوخت دي.

د کمپاین یوې غړې زرکې ملیار ویلي چې په دغه جرګه کې به علمي شخصیتونه، قومي مخور او دیني عالمان ګډون ولري.

سرچینې د دغې جرګې د وخت او ځای په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنیدو سره یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي او یوازې تر شپږم ټولګي یې دغو زده کړو ته پرېږدي.

دا پرېکړه په پراخه کچه نیوکو سره مخ شوې او پر طالبانو یې له امله نړیوال او ملي فشارونه راوړل شوي.

طالبانو ظاهراً د دغو زده کړو د بیا پيل لپاره د زمینه برابرولو خبر ورکړی، خو عملاً یې کوم هیله بښونکی ګام نه دی اخېستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب