تاند (شنبه، د قوس ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ټاپي پروژې د جوړېدې چارې ولیدې.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وايي چې امیرخان متقي او رشید مرادوف د تورغونډۍ په ګمرک کې په خپل منځ کې د کتنې ترڅنګ د ټاپي پروژې د کار بهیر هم وکوت.
ضیااحمد تکل د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره د امیرخان متقي د کتنې هدف د دوو هیوادونو ترمنځ د برېښنا، ریلارې، انرژۍ، اقتصاد او ترانزیت په برخو کې د ګډو پرژو ارزونه بللې ده.