جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېته هم ښه وایې؛ خو دی هم بد نه وايي

ته هم ښه وایې؛ خو دی هم بد نه وايي

حضرت عثمان نوري

کلی ولس دی، لانجې، دنګلې، دعوې او کیسې – بودې پکې ډېرې وي، څوک پر ځمکه او جایداد سره نښتې وي، څوک د لور او خور چې په بدل کې یې یو او بل ته سره ورکړې وي، ورته لاس په ماشه ناست وې، کوتکونه او سوټي خو یې لا دمخه په لاسونو کې نیولې وي، همدې ته منتظر وي، چې اوس خرپ او ترپ ونښلوي؛ څوک یو بل ته د کم نظرۍ له کبله په قهر وي، چا، چاته هسې په هسې کینه کېږي، ټنډه یې ورته ګونځې کړې وي، زړه کې یې ورته قهرجن اور بلېږي او په ځان ورته نه پوهېږي، چې کله یې پرې راباندې کړي، څنګه یې پرې را باندې کړي او له کوم تاکتیک ورسره کار واخلي. کله چې ادام علیه السلام او بي بي حوا (رض عنها) د لعین او رټلي شوي شیطان د لومې اېښودو په اساس له جنت را ووېستل شول، له هغې ورځې دې قسم خوړلي دښمن دا اراده کړې، چې زه به مسلمان بې لارې کوم، داسې چې په خپلو منګولو کې به یې هیسار ساتم، د خپلو لومو څخه به یې هېڅکله ونه باسم او هېڅکله به را څخه د نېکمرغۍ څکه لا ونه کړي.

څښتن تعالی هم ورته وویل: چې ځه! نو په دې کې چې چا ستا پېروي وکړه، نو بېشکه چې جهنم ستاسې سزا ده، ډېره پوره جزا.

همدې ته په کتو رټلي شیطان تر هغه ورځې تر ننه دا هڅه روانه کړې، چې کله ما او تا سره په جنګ کړي، کله ستا خېښان او ملګري او کله کور را کور، کله کلي په کلي، او آن موږ ولیدل چې د دوه قومونو تر منځ یې د وژنو، بدیو او دښمنیو آن لسیزې برابرې شوې.

 دا ټول په هېڅ حساب دي؟ هېڅکله نه؛ دا د شیطان او د فکري ملګرو یې د لاس نال شوي کیکر نامي نیالګي دي، چې که ور لاندې کېني، اغزي به مو بدن احساسوي، داسې چې څو د دې ونو بېخ ونه باسئ، هېڅکله به ارام نه شئ.

د پوهنتون دورې یو استاد و، یوه ورځ یې همدې لانجو او دنګلو ته په کتو موږ ته په مسکا – مسکا کې یوه کیسه وکړه:

ول، زموږ کلي کې یو ملک و، چې د چا به د یو بل سره لانجه او دعوا راغله، چې په کور دننه او یا د جانبینو تر منځ به چې حل نه شوه، بیا به راسا د کلي خلک دې ملک کره تلل، یوه ورځ د دوه وروڼو په ځمکه سره جنجال و، دا جنجال د کور دننه سره نه حلېده، وروڼه سره جوړ نه راتلل، تللي دواړه ملک کره، سړی یې را وېستلی او په ولاړه یې ورسره خبره شروع کړې ده. یو ورته وايي:

  • ملک صاحب زه د پلار مشر زوی یم، زما پلار دې کشر ورور ته زما په مخ کې دا وصیت کړی، چې دا لاندې برخه دې د مشر ورور شي، خو اوس مو چې پلار مړ دی، دا یې اوس نه مني، یوه ښځه یې ده هغې سم دم بې لارې کړی دی، خپل ورور یې ترې پردی کړی دی.

دا بل ورور یې چې دې خبرو سم تریخ واړاوه، ملک صاحب ته کړل:

  • ملک صاحب، زه هم د دې کشر ورور یم، کله چی مې پلار مرګ حال و، دا مشر ورور مې هم حاضر و، یوه ورځ یې زما په مخکې دې مشر ورور ته کړل، چې لاندې برخه یې ستا، خو دا کور به دې کشري ورور ته پرېږدې، ته خو بیا هم ښه یې، فکر دې پوخ دی، دا خو خام هلک دی، لکه مات لاس، داسې پام پرې کوه. خو دی د مړ پلار وصیت نه مني.

ملک نو په دې خبرو کې په چورت کې لاړ، فکرونو په سر واخیست، دواړو لاسونه یې په تشو کې اېښي وو، غټه خېټه یې را وتلې وه، څټ یې ګراوه چې ناڅاپه یې دې کشر ته کړل،

  • وراره؛ ته هم ښه وایې، خو دا مشر ورور دې هم بد نه وايي.

بس نوره یې کیسه  ور وتړله، ښه او بد، حق او باطل او لږ او ډېر یې پر خپل ځای پرېښودل او کیسه همداسې جنجالي ور پرېښوده.

له دې کیسې مو موخه دا وه، چې په ټولنه کې د ښه او بدو د تفکیک لپاره الله تعالی موږ ته عقل او شعور دواړه را کړې دي او پر دې مکلف یو چې ټولنه له بدمرغۍ څخه وساتو او ښېرازۍ لور ته یې بوځو. که داسې ونه کړو، په لوی لاس هم ځان بربادوو او هم ټولنه، د ځان بربادونه په دې مانا چې الهي مسوولیت په لوی لاس نه ترسره کوو، هغه څه چې موږ یې باید ترسره کړو او بیا یې په اخرت کې ځواب هم ووایو، ښایي د ځان ژغورنې لپاره یې واسطه کړی شو، له همدې کبله خو د حق پالنې فورموله کارول باید زموږ لپاره لومړیتوب وي، که داسې ونه کړو، بیا د انسانیت، مهربانۍ او نورو سره د مرستې معیار خپله کراسوو او په یو ډول یې تر پوښتنې لاندې را ولو، له همدې کبله ښه ده چې دوه ژبی او او څو ژبی ونه اوسو. یوازې یو حالت غوره کړو، نه واوړو او نه را واوړو، د یو درېځ خاوندان په ټولنه کې ډېر محبوبیت لري، اګر که درېځ ناسم وي، خو بیا یې هم یو شمېر خلک په دې هرکلی کوي، چې دا سړی د یو درېځ خاوند دی، ښايي دا یوه جمله مو ډېره اورېدلې وي، چې:

(فلانی که هر څنګه دی، دی، خو دا یوه خبره مې واوره، چې ګوره ولاړ سړی هم دی، چې یو ځل در باندې ودرېد، بیا درڅخه په شا ځي هم نه.)

دلته د بدو او ښو تفکیک پر خپل ځای، خو د یو څه ستاینه پر خپل ځای وشوه او هغه ځانګړنه د یو درېځ او ولاړېدو وه. دا بیا د ښه او بد اقدام پورې اړه لري، دا چې پخوا مو څومره کرلي، څومره مو نور ربړولي، خو چې د یو ظالم او زورواکي خلاف ودرېدئ، بیا خامخا د نورو د هر کلي سره مخ کېږئ، پښتانه بیا لا دا هم وايي چې:

(له دې ظالم سره همدا جوړېږي.)

نو ثابت قدمي اوسئ او په هر کار کې د حق مدافع و اوسئ، مانا دا چې د یو درېځ څښتن جوړ شئ، دې سره په ټولنه کې محبوبیت پیدا کوئ او هم مو ورسره شخصیت اغېزمنېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب