دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: افغان طالبان پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي

خلیلزاد: افغان طالبان پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي

تاند (جمعه، د قوس ۲۴مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي چې د افغانستان واکمن طالبان پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورنوي.

خلیلزاد تازه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې بحراني شوي دي.

خلیلزاد په دې اړه چې د افغانستان واکمن کله او څنګه پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی، څه نه دي ویلي.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه لوري باید د خبرو له لارې یو بل ته ضمانت ورکړي چې خاوره یې د یو بل پر ضد نه استعمالیږي.

د یادونې وړ ده چې زلمي خلیلزاد تر دې مخکې د طالبانو د واکمن رژیم له مشرانو سره د خپلو اړیکو او مشورو خبر ورکړی و.

د طالبانو رژیم او پاکستاني چارواکو د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. خلیل کمزاد تر اوسه په دی نه پوهیږې او فکر هم دومره کار نه کوی چی ستونزه چیری ده
    افغانستان دی ته ضرورت نلری چی یو منافق او حرامونی مملکت لکه پاکستان ته زمانت ورکړی د څه شی زمانت ورکړی په دا څلویښت کالو کښی پاکستان افغانستان د تباهی کندی ته ګوزار کړ په یو نوم او بل نوم یې خلک د افغانستان ورانی ته را استول هغه وخت دا امریکایې خلیل کمزاد چیرې وه چی له پاکستان څخه یې زمانت اخیستی وایې اړس دا دمنافقت خبری کوی طالبان تور نه لګوی بلکه حقیقت وایې چی داعش د امریکا مالی مرستو په واسته پاکستان کښی تربیه کیږې بیا افغانستان او منځنې اسیا ته د ورانکاری لپاره استول کیږې پاکستان باید افغانستان او اسیاېې ملکونو ته زمانت ورکړی نه افغانستان

  2. ای د تا د اورتې هغه دونیم جریبه کوس د خنزیرزاد حرامزاد وغیم دغه ټول افتونه د تا دجال د لاسه دي ستا هغه خبیث نسل لا وغیم 😡🐖🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب