دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه خیبر پښتونخوا کې په دوو هممهاله حملو کې ۱۴ تنو ته...

په خیبر پښتونخوا کې په دوو هممهاله حملو کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (جمعه، د قوس ۲۴ مه) د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالي په باړه کې د پوځ او پولیسو پر پوستې په برید کې لږترلږه دوه سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

په باړه کې د پولیسو مشر هردم ګل رسنیو ته وویل چې تېره شپه د باړې په ناله خوړ کې د ملېشه او پولیسو پر ګډه پوسته برید وشو چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوه او لږترلږه نیم ساعت یې دوام وکړ.

ده ونه ویل چې په نښته کې بریدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.

د دې برید مسوولیت ټي ټي پي په غاړه اخیستی دی.

د پېښور په حیات اباد روغتون کې ډاکتران وايي چې د پېښې له ځایه نن سهار د ایف سي (ملېشه) ۷ ټپي شوي سرتېري د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

له دې سره هممهاله تېره شپه د د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ښار د پولیس پر یوه مرکز په برید کې د یوه پولیس صاحب منصب په شمول دوه پولیس وژل شوي او یو ژوبل دي.

پولیس وايي، د وسله والو له بریده وروسته د پولیسو او حمله کوونکو ترمنځ نښته پیل شوه چې په نتیجه کې یې ۳ بریدکوونکي هم وژل شوي دي. نښتې څو ساعته دوام وکړ.

د دې برید مسوولیت د انصارالجهاد په نوم یوې نوې ډلې منلی دی. له دې مخکې د سې شنبې / د دسمبر ۱۲/ په ورځ هم ټانک ته نژدې د ډېره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې د پولیسو د یوې تاڼې مخې ته پر پوځي مرکز په برید کې ۲۳ پوځیان ووژل شول.

په پخوانیو قبایلي سیمو کې، چې اوس د خیبرپښتونخوا برخه ګڼل کېږي، ځايي خلک وايي چې ګڼې سیمې د طالبانو په کنترول کې دي او طالبانو په دغو سیمو کې ځان ته بېله اداره جوړه کړې ده.

د طالبانو د زیاتېدونکو نفوذ ګواښ ته په کتو د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر واشنګټن ته تللی چې د هغه څه په وړاندې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي چې دوی یې ترهګري بولي.

ځینو پاکستاني چارواکو ویلي چې د سختدریځو پر ضد په جګړې کې د همکارۍ په بدل کې حاضر دي چې په خپله خاوره کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو ته اډې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب