چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+موریا کورنۍ، په افغانستان کې د بودیزم پراختیا

موریا کورنۍ، په افغانستان کې د بودیزم پراختیا

۲۱برخه

استادشهسوار سنګروال

افغانستان د بیلابیلو عقایدو او کلتورونو ټاټوبی ځکه ګڼل کېږي، چې په دې خاوره د هر برید ګرد کلتورونو نښې نښانې تر ډېره پاتې شویدي.

د یونانیانو باختري حکومت هم چې د دوه نیمه پېړېیو په شاوخوا کې پدغې لوې او پراخې اریایې خاورې واک چلولی دی او د ۳۶ تنو په شاوخوا کې دلته لوی او واړه واکمن د واک او ځواک څښتن ول، ډېر څه په میراث ترې پاتې اونورو ته یې پري ایښي دي.

لرغونپوهانو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د لیک ولوست، اندونه او عقاید او د یوناني باختر د مدنیت او کلتور ډېرې نښی نښانې په افغانستان کی موندلي دي، د ساري په توګه په یوه یوناني ډبر لیک کې، چې د اریایانو د کړو وړو یو انځور په ګوته کوي داسې کښل شوی دي:

ـ په ماشومتوب کې ښه روزنه .

ـ په ځوانۍ کې خپلو غوښتنو ته پام .

ـ په پاخه عمر کې ښه کارونه .

ـ په زړښت کې یو ښه لارښود اوسه .

ـ داسې ومره چې افسوس در نشي .

د یونانیانو له ټولواکمنۍ وروسته، د موریانو واک رامینځته شو، که څه هم د یونانیانو په پرتله یې سیاسي عمر دومره اوږد نه وه، ولې بیا هم، په لومړي سر کې د اریانا ختیځ ولایتونه لاندې کړل او خپل بودایي کلتور او فرهنګ یې هم ورورو د خپلو مبلغینو او ستایندویانو پر مټ خپور کړ، چې له بابته یې په یوناني فرهنګ، هنر او ګروهو اغیز وښينده.

د موریایي واکمنو نیکمرغي پدې کې وه، چې له یوې خوا د سکندر ټولواکمنۍ تجزیه شوه او په باختر کې د باختري یونانیانو یو خپلواک حکومت جوړ شو او هندیانو هم د پنجاب خاوره له یوناني واکمنو ازاده کړه، مخ په ګندهارا راوړاندې شول، ورورو یې پېښور، کابل، اراکوزیا (اراخوزیا) ونیول او ان ارغنداب پورې راورسېدل.

له بلې خوا د موریایي ټبر، بله نیکمرغي پدې کې هم وه، چې سکندر لا ژوندی وو، چې په ۳۲۴ م ز کال د ده د والي «فیلپوس philippos» پر ضد یونانی سر تېرو په هند کې پاڅون وکړ او هغه یې وواژه.

ولې بیا هم د سکندر له مرګ نه وروسته پنجاب د شپږو کالو په شاوخوا کې د یونانیانو تر ولکې لاندې وو. د ټکسلا (تاکزیلا) چاری د امفیس amphisیا امبهي ambhi له خوا اداره کېدې او پنجاب د پوروس poros  (که څه هم له سکندر سره جوړ نه وو) پلاس کې وو، خو پوځې چارې ایودمنس eudmene په ولکه کې وې.

د دوئ د خپل مینځي جګړو او بې باورئ له امله د سکندر نایب الحکومه «امبهی» ووژل شو او هندیانو هم له دې موقع نه ګټه واخسته او د امبي له وژلو وروسته چندراګوپتا (ساندروکتیس) پاڅون وکړ، د یونانیانو واک یې نسکور کړ او د اندوس او ګنګا تر مینځ یې د یوې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود.

چندرا ګوپتا څوک وو؟

ساندروکتیس یا چندراګوپتا په اصل کې یو نوم ورکی کس وو او بیا د «ناندا» سپه سالار شو، چې د ګنګا او سیند تر مینځ یې د یوه حکومت بنسټ کېښود، چې پلازمېنه یې د پتالي (پوترا=پتنه) په نوم یادېده.

په دایرة المعارف کې چندراګوپتا په اړه داسې کښل شویدي:

«یو سړی د ساندروکتیس یا د چندراګوپتا پنامه، چې په اصل کې یو ګمنامی سړی وو، او د ځنې روایاتو له مخې د «ناندا» په دربار کې سپه سالار، وو پاچاهي ته ورسېد او د هند لومړی لوی تاریخي سلطنت تشکیل کړ.»[1]

همدارنګه رپسن په کمبرج هستري اف انډیا او «ونسټ» (rapson, Cambridge history of indian) په اشوکا نومې اثر کې لیکلی دي چې چندراګوپتا د «ناندا» د واکمنۍ په مهال دهغه سپه سالار وه.«په هند کې د موریا د سلطنت موسس چندراګوپتا (یونانی، سندروکتیس) دی، چې د نندا که شاهي کهاله یوې شهزادګۍ ته چې میوره (طاوس) نومېده منسوب و، او دی د کشتریانو له طبقی او د راجپوت (شازیانو) له ټبر څخه وو، چې پر ۳۲۴ م ز پاچا او تر ۲۴ کاله پاچاهۍ وروسته پر ۳۰۰ م ز کال مړ شو.»[2]

داسې انګېرنې هم شته چې ویل کېږي، هغه مهال، چې دی د ناندا سپه سالار وو، د یوه تن «برهن» په لمسون، چې ده له پاچا سره مخالفت درلود، وواژه، او واک ته ورسېد .

هغه مهال چې سلوکوس چې په «نیکاتور» نامتو وو، وغوښتل چې د سکندر په څېر یو شمېر اسیایې هېوادونه د «بابل» تر پلاز لاندې راولي، په ۳۱۱ م ز کال یې آریا او بکتریا لاندې کړل او بیا یې د کابل له لارې په پنجاب برید وکړ، له اندوس نه پورې غاړې ختیځ پلوته، د چندراګوپتا له ځواکونو سره مخ شو، خو سخته ماته (ځنې لرغونپوهان انګېري چې روغه یې وکړه) یې وخوړه او خپله لور یې هندي پاچا ته په نکاح کړه، چې په پاې کې د افغانستان سهیلي سیمې د موریا کورنۍ تر ولکي لاندې راغلې.

چندراګوپتا له کابل او باختر سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او ان د خزر تر سمندرګي پورې تجارت وده او پرمختګ وکړ.

همدا ډول له نیکاتور سره یې دېپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي او بیایې مګاستنس megastenes د موریا دربار ته د سفیر په توګه واستوو.

بندوسا را

له چندراګوپتا وروسته زوې بندوسارا د واک څښتن شو او د ۲۸ کالو په شاوخوا کې (یو شمېر څېړونکی ۳۵ کاله ښېي) حکومت وکړ.

که له یوې خوا د هند په نیمه وچه کې یو ځوان مشر د واک او ځواک څښتن شو خو له بلې خوا د یونانیانو په ټولواکمنۍ کې هم یوه نوي ځواک ته لاره هواره شوه .

 په هند کې که بندو سارا واک ته ورسېد، خو بل لورته د سیلیوکوس نیکاتور پر ځای (چې ۲۸۰ م ز کی ومړ) د ده زوې «انتیاکوس سوتر antiachos soter د ده پر پلاز ډډه ولګوله.

د دغو دواړو ځوانو، ځواکمنو تر مینځ سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او دېپلوماتیکي اړیکې پراخې شوې، ان تر دې چې یونانیانو به بندوسارا د « الي تر وکاداس allitrochadas» (امي تراکاتس amitrachates) پنوم یادوو، چې د هندي اصطلاح له مخې «امیتاخادا» (amitakhada=امي تراګاتا amitraghata) یانې خوړونکی او وژونکی په مانا کارول کېږي.

د موریا کورنۍ له یوناني «سیلیوکیدیانو» سره خپلې هر اړخیزې اړیکې دومره خوږې کړې، چې بندوسارا له ډېرې مینې «انتیاکوس» ته ولیکل چې د باختر انځر او شراب ډېر نامتو دی، که له یوه حکیم سره یې موږ ته ولېږې خوشاله به شو او پیسې به یې هم درولېږو.

د باختر واکمن ورته ولیکل چې موږ خپل حکیم نه پلورو، خو انځر او شراب به درولېږو … د دوی ترمینځ اړیکی دې کچي ته رسیدلی وې.

 یو شمېر سیلانیانو هندته مخه کړه او د هغه هېو اد په اړه یې ډېر معلومات تر لاسه کړل، چې وروسته د پلینی pliny او سترابو Strabo په واک کې ورکډ شول.

د بندو سارا د واک په مهال د افغانستان جنوب او جنوب ختیځې سیمې د موریا د واکمنۍ برخې وې، خو

نوموړی په مخزیږدي ۲۷۳ کال ومړ او زوی یې اشوکا پاچا شو.

اشوکا

اشوکا د پلار له مړینې وروسته پاچا شو او څلويښت کاله یې سلطنت وکړ، د اشوکا او د بودا د ژوند داستان یو له بل سره پیوند درلود، دا ځکه چې اشوکا په سر کې یو ظالم او قاتل انسان وه او ډېرې وینې یې تویې کړي. خو یوه ورځ د بنګال په خونړئ، یوه جګړه کې په لسګونه زره کسان یا ووژل او یا اسیر شول زړه یې ونه خوږید، ولې کله چې یوه بګنوونکي غمیزه ولیده، چې د سلو زرو په شاوخوا کی انسانان له ولږې مړه شول، نو دومره ودرېد، چې د بودا فلسفی ته یې پناه یووړه.

بودا که څه هم ظالم نه و خو له څو پېښو سره مخامخ شو، او د دغو پېښو په لړ کې هغې پېښې وځوروه چې د یوه انسان جنازه یې ولیده … او له هغه وروسته یې ځنګله ته پناه یووړه .

اشوکا په ۲۶۰ مخزیږدي کال په رسمي توګه بودایي مذهب ومانه او بیا یې د دغه دین د خپرولو لپاره مټې را بډوهلې.

هغه وخت چې اشوکا لا پاچا شوی نه وه او په ټکسلا او یوجن Ujjain کې د ولایت چارې پر مخ وړلې، خلکو دی د یوه ظالم برهمن په توګه پېژنده، اشوکا د واک له لومړئ لسیزې وروسته یو شمېر بودایي مدرسې جوړې کړي او د خپلې ټولواکمنۍ په جغرافیه کې بودایي مبلغینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بودایې دین ښېګڼی خلکو ته ورسوي.

نوموړي په دې تړاو یو شمېر ډبرین فرمانونه، ښودنی او د بودایي مذهب ښېګڼې ، ارزښتونه اوسپارښتنې نه یوازې د ده تر واک او ځواک لاندې سیموته لېږل، بلکې ګاونډېیو هېوادونو ته هم، چې د ده تر ولکې لاندې نه ول هم استول.

ده ان د الوتکو ښکار هم لغوه کړ او سپارښتنه یې وکړه چې باید په هر زیروح رحم او خواخوږي وشي او ده خپله د بودا د هغې کیسی پخلی کاوه، چې یوه ورځ یې د یوې کوترې ژوند ژغورلی و، هغه کیسه داسې وه:

بودا د بوهي دونې لاندې ناست وه یوه کوتره له هوا نه راغله او د ده په تخرګ کې پناه واخسته، بودا خپلو پلویانو او پيروانو ته مخ کړ:

هلئ چاړه راوړئ … موریدانو یو بل ته وکتل، چې بودا خو به د چا وینه نه تویوله… دا نن ولې؟

کله چې چاړه ورته راوړه، نو بیا یې د خپلې پنډۍ غوښه پرې کړه او لري یې وغورزوله. پدغه وخت کې باز یا شهین را غوټه شو غوښه یې په پنجو کې جګه کړه او والوت.

بودا له هغې وروسته کوتره ازاده کړه او هغه هم والوته.!!

کله چې اشوکا د بودا کیسې اودا ډول یادښتونه اورېدل، په پای کې ده پخپله هم د یوه راهب بڼه خپله کړه.

انګېرنې داسې دي، چې اشوکا د یوه ستر هېواد، د واکمن په توګه په یو شمېر سیمو کې، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې څلور لوې اسټوپې ودانې کړې وي، چې په دغه لړ کې یوه هم د پېښور د بالاحسار د غونډۍ اسټوپه وه، چې هیوڅانګ یې یادونه کړېده او نوموړي د دغې خبرې پخلی کړیدی چې دغه ودانۍ په رنګینو او ښکلو ډبرینو خښتو او له انځور شوو لرګېیو جوړه شوي وه.

لرغونپوه موسیوفوشه پدې خبرې ټینګار کړیدی، چې دغه په سپینو او سره زرو پوښل شوې اسټوپه د «سترګې ډالۍ» پنوم نامتو وه او لامل یې داسې وو چې ګنې بودا دلته خپله سترګه قرباني کړي وه .

د هند په لرغوني تاریخ کې د یو شمېر لرغونپوهانو په اند، چې د نښو نښانو له مخې په ګوته شوېده د اشوکا په فرمانونو کې، د هغه مهال د موریانو سیاسي او مذهبي ارزښت، چې ان څرک يې په افغانستان کې هم تر سترګو کېده، د پام وړ یې ګڼلی شو.

دغه ډبرین فرمانونه، چې د اشوکا د واک او ځواک د پيل په مهال، ښایي د ده د سلطنت یوې نیمې لسیزې په شاوخوا کې کښل شوې وي، شمېر یې سپاړسو (۱۶) ته رسیده چې یو شمې یې ما (سنګروال ) دټکسلا په موزیم کې ولیدل .

له دغو فرمانونو څخه ۱۴ یې، چې یوه ګډه مینځپانګه یې درلوده، په «جیرنا ر» ، کتیا وار، منهیرا، همدارنګه په شاه بارګاهي (پنجاب) او دوه نور فرمانونه، چې بېله مینځپانګه یې درلوده، په «دهولي» dahuli او جانګدا gangada (اوریسا) کې موندل شویدي. اشوکا یوه بله نامتو اسټوپه د پېښور چارسدې، خیتځ پلو د کنیزکه پرهسکې غونډې ودانه کړې وه.

له یوې خوا په افغانستان په ځانګړی ډول د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځ کې د بودایي دین د خپرېدو هڅې روانې وې او له بلې خوا په لرغوني افغانستان کې د ویدي او برهمني عقایدو او ګروهو دود لاشتون درلود.

همدارنګه د هېواد په شمال او شمال لویدیز کې هم، د لرغونو اریایانو د عقایدو او دودونو شتون، یوه بله د پام وړ خبره وه، چې د عقایدو ټکر ته یې لاره اواره کړې وه، چې موږ د زردشت دین او فرهنګ، اوستایي اند او فکر د ساري په توګه یادولی شو.

موریایي واکمن اشوکا، له یوې خوا غوښتل، چې د یونانیانو په څېر یوه پراخ بنسټه ټولواکمنۍ ولري او له بلې خوا بودایي فرهنګ مفتوحه سیمو ته ولیږدوي .

بودایي مذهب د هند په لرغوني تاریخ کي د پام وړ مقام درلود،چې د بودایي دین نوښتګر او بنستګر «بودا» وه او په همدغه نوم یې شهرت وموند.

بودا څوک وو؟

 (budha=shakymunigatamasiddharta) سیډارټا-ګاټاما-سیاکاموني (شاکیا موني بودا) د ژوند په تړاو بیلابیلې انګېرنې شتون لري، یو شمېر څېړونکي پدې اند دي، چې بودا له ۵۰۸ م ز نه تر ۴۸۸م ز کالو  شاوخوا کی  ژوند کاوه، ولې ځنې لرغونپوهان پدې ټینګار کوي، چې بودا یو شهزاده وه پلار یې suddhodana او مور یې maya نومیده چې د ۵۲۳ او یا ۵۶۳م ز په شاوخوا د هند په نیپال کې زیږدلی دی.

ده په سهیلي بهار (مګده) کې له دونیایي کارونو سره خدای پاماني وکړه او د بشري ټولنې په هکله یې د حقیقت موندنی لپاره، یوه فکري خوځون ته مخه کړه، تر هغې چې د بودایانې د منور توب لقب خپل کړ.

دي هغه مهال ۲۹ کلن وو، چې له سلطنتي درباره ووت او د یوه بېوځله او بېوسه انسان په توګه یې د یوې طریقې لاره غوره کړه، دومره ځغم او کړاوونه یې وګالل،تر هغې چې یوه معنوي توښه او توخته یې خپله کړه او یوې معنوي سپڅلتیا ته ورسېد.

بودا به د بوهي botree (د پوهې ونه) ترونې لاندې ناست وو او پخپل تفکر به یې د کایناتو ننداره کوله او په ټولنیزو مناسباتو کې د بدمرغۍ او نیکمرغۍ ستر لامل ناپوهي او پوهه ګڼله.

هغه مهال چې د ده په اند د خپلې طریقې لوړ مقام ته ورسېد، خپل ويښتان یې وخرېیل او ۴۰ کاله یې د ګنګا وادي په شاوخوا کې د خپلو عقایدو او بودایې مذهب تلقین او تبیلغ وکړ، ډېر پلویا او پیروان یې وروزل، چې دوی هم د ده په ژوند او هم د ده له ژونده وروسته د بودا د سپڅلي کتاب د لارښوونو پيروی کوله.

 د بودا پلویانو تل پدې ټینګار کاوه، چې د خپل مرشد په ټولنیزو بنسټونو عمل وکړی یانې ناوړه کړه وړه مکوی له ځان ستاینې ځان وژغوری ناپوهي او بدخواهي هلاکت دی، هوا هوس له مادیاتو لرې والی او نور هغه څه، چې په هغه کې د انسان نیکمرغي او بدمرغي نغښتې وي … په دواړو توکو باید جلا جلا فکر وشي.

بودا په اتیا (۸۰) کلنۍ کې د بنارس ښار ته نږدي ومړ او له ده وروسته د ده پلویانو او پيروانو هم د ده لاره وڅارله .

د بودا د فلسفی غټ ټکي دا وو، چې روح نه مري بلکې بدلون مومي، چې له یو ژوندي موجود نه بل ته تيریږي، که چیرې د انسان ژوند په ښو کارونو کې تېر شي، د هغه روح بل ښه ژوند ته رسیږي.

که چیرې تېر ژوند بد او ناوړه کړو وړو کې تېر شوي وي، نوی ژوند به یې له کړاوونو او بدمرغیو ډک وي

… له چا ژوند باید وانه خستل شي ان که نباتات او څاروي هم وي.

بودا په ټولو ژوېیو او ژوندي شیانو کې ژوند سپیڅلی ګڼي او خپلو پلویانو او پیروانو ته سپارښتنه کوي، چې ژوند وژغوري.

د بودا مذهب ته نږدې یو بل مذهب هم شتون لري، چې د «هند جانیزم» مذهب Jainism نومیږي. د دغه مذهب پیروان ټینګار کوي، چې ناروغه څاروي باید تداوي شي او له مرګه وژغورل شي.

بودیزم په هند کې وزیږید، خو د هند له پولو ووت او په ګاونډېیو هېوادونو کې خپور شو … ولې په افغانستان کې وده او پرمختګ وکړ .

اشوکا په څو پړاوونو کې څو لوی مذهبي کنفرانسونه جوړ کړل، چې په دغه لړ کې یو هم دریم مذهبي کنفرانس وو، چې په «پتالي پوترا» کې جوړ شواو وپتېله شوه چې هرومرو باید مذهبي مبلغین ګاونډېیو هېوادونو ته واستول شي.

د همدې پریکړې له مخې مجهان تیکا majjhantika، د هاماراکیلی تا dhammaraklita او مهاراکي تا maharakita هغه مبلغین ول چې اریانا او یونانیانو ته واستول شول.

د اشوکا پلاز او د ټولواکمنۍ پراختیا

د اشوکا د واک په مهال، د اریانا ختیځ ته نه یوازې د بودا دین ته د خپریدو لاره اواره شوه، بلکی دده واکمنۍ ته یې هم لاره پرانسته.

اشوکا له یوې خوا د هند په نیمه وچه کې د خپل واک او ځواک د ټینګښت لپاره هلې ځلې کولی، چې بیا یې د ټولواکمنۍ ستنې په «پاتالی پوترا» او انتی avanti، یوجاوینی ujjavaini، کالنګا kalinga ، اورسا Oresa او مدارس کې ټینګې کړی او د یوه پياوړي پوځ بنسټ یې لا پیاوړي کړ ، خو له بلی خوا یې د افغانستان جنوبي سیمې ان تر هندوکش پورې لاندې کړې.

هغسې خو «سلوکوس نیکاتور» لا د مخه چندراګوپتا ته د اریانا یو شمېر موهم ولایتونه لکه پارو پامیزاد، اراکوزیه (اراخوزیا)، درنجیانا او یو شمېر نورې سیمې پرې ایښي وي، ولې کوم څه چې اشوکا وکړل، هغه نه یوازی د حکومت ستنې پیاوړې کړې، بلکې په اریایي سیمو کې د بودایي دین پراختیا او پرمختیا ته لاره پرانسته.

په اسیا، یو شمېر افریقایي او اروپایي هېوادونو کې، په ځانګړي ډول لویدیځي اسیا ته څېرمه یو شمېر افریقایي او اروپایي هېوادونه د بېلابیلو مذهبونو او ادیانو ټاټوبي ول .

 د ساري په ډول سامي نژاده وګړي، چې په عربستان، کلده او بین النهرین، مصر، فلسطین، شام او یو شمېر نورو سیمو او هېوادونو کې ودان ول د بېلګې په توګه یادولی شو.

ولې د اسیا په ختیځ کې په ځانګړي ډول اریایي نژاده وګړو کې بودیزم، جنیزم، او د هندو ییزم مذهبونه خپاره شول.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې هم د اشوکا د واک په مهال د هندوکش له جنوب نه ان تر کندهاره پورې بودیزم خپور شواوبراختیایې ومونده .

دا داسې مهال دی، چې د «سیلیوکوس» زوی «انتیاکوس» د باختر واکمن وو او د اشوکا په ډبرینو فرمانونو کې د ده نوم د «انتیاکه» په بڼه کښل شویدی او له دې څخه ښکاري، چې ښایي باختر د شام سلوسي کورنۍ له خوا، اداره کیده تر هغی چې دیودوتس خپلواکی واخسته .

د بودیزم یو موهم پلاز ټکسلا وو، چې اوس هم د بودیزم ډېرې بېلګې پخپله غېږه کې خوندي کړیدی. فرانسوي تاریخپوه موسیو فوشه یو کتاب هم «ټکسلا ته د هند او باختر زړه لار» لیکلی دی او دا سیمه یې د اشوکا پلازمینه او یو لرغونی هېواد ګڼلی دی.

له دې سربیره داسې انګېرني هم د ټکسلا په موزیم کې په یو شمېر ډبرینو اوخټینوانځورونو کې تر سترګو کېږي، چې د بودا د لومړي وعظ (firstsermon) نښې نښانی پکې کتلی شو.

د ټکسلا په موزیم کی یانی د اشوکا په دغه پلاز کې د بودا د یاد ګارونو ډېرې نښی تر سترګو کېږي، چې د دویمې او دریمې مخزیږدي پېړۍ ټاکلی زمان په ګوته کوي ، چې موږد ساري په توګه دڅو توکویادونه کولی شو :

«د بودا لومړی وعظ – په بودا باندې د مارا تېر غمی maras attack on Buddha – دینی او مفکوروی ښودنی – اندرا سره لیدنه visit indra – بودا په ابهایا مدرا کی د پيپل ونی لاندې …»[3]

د یونانیانو په پرتله په افغانستان باندې د موریا کورنۍ سیاسي واک ډېر لنډ وو او هغه مهال چې اشوکا له ۴۰ کالو پاچاهی وروسته په مخزیږدي ۲۳۲ کال ومړ او په ټکسلا کې خاورو ته وسپارل شو، له ده وروسته د دې کورنۍ ځوړتیا شروع شوه.

د موریا کورنۍ وروستي پاچا، چې د افغانستان په یو شمېرسیمو کې واک درلود، هغه «سوفاګازنس» وو، چې له ده وروسته د کابل لویدیځې سیمې هم د موریا کورنۍ له ولکی ووتې.

د باختر پاچا «ایوتیدیموس» د جنوبي هندوکش له لارې په کابل برید وکړ، د موریا حکمران ته یې ماته ورکړه او دغه سیمې هم د باختر د واکمنۍ برخه شوه او د دې کورنۍ واک پایته ورسېد .

ولې اشوکا د بودایي مذهب ستنې دومره پیاوړې کړی وی چې د دوئ له ماتې وروسته بیا هم بودایي مذهب تر زرو کالو پورې په افغانستان کې پاتې شو، حال دا چې ایوتیدموس، چې د شام «سلوسي» کورنۍ له دریم انتیکوس نه یې په خپلواکه توګه پاچاهي کوله او هغه هم د یوناني باختره استقلال منلی وو، ولې بیا هم ایوتیدموس، چې داریانا ډېرې سیمې د باختر پلازمینې پورې تړلې وې، د بودیزم پر وړاندې ونه درید.

د بودیزم دین چې اصلي پلاز یې هند وه، نه یوازې پدغه هېواد کې وده وکړه بلکې یوه څانګه یې د هند شمال ته، هماغسې، تبت ان تر لرې ختیځ پورې پراختیا ومونده، تر چین او جاپان پورې خپور شو.

د څېړنو په ترڅ کې کوم توکی چې د لرې ختیځ په ژبو اویا نورو سیمه ییزو ژبو کې موندل شوي دي، دا ښېي، چې بودیزم، پدغه سیمه کې ډېر ټولنیز ارزښتونه انسانیت ته په میراث پرې ایښي دي.

همدارنګه د هند جنوب ته چې کومي دیني او مذهبي لارښوونې په ډبر لیکونو، انځورونو او په نورو توکو کی لیدلی شویدی، هم د پام وړ دي.

 لرغونپوهانو، چې په پالي ژبه او یا لوې مذهبي کتابونه، چې په سنسګرت ژبه لیکل شوي او دوئ موندلي دي دا په ګوته کوي، چې بودا د خپل دین ارزښتونه په څو ټکو کې په لنډیز سره بیان کړیدي، چې ټولنیزه سپيڅلتیایې د پام وړ ګڼل کېږي.



) دایرة المعارف ۳ ټوک ۳۷۵ مخ  [1]

) عبد الحی علامه پوهاند حبیبي د افغانستان لنډ تاریخ ۵۰ مخ[2]

سنګروال شهسوار د افغانستان د تاریخي جغرافې. ..۳۹۶ مخ[3]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب