دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څارونکې کمېټې ماموریت اوږد کړ

امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څارونکې کمېټې ماموریت اوږد کړ

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۴ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (پنجشنبې) د یو شمېر طالب چارواکو پر سفر د بندیزونو د معافیت موده او پر طالبانو د بندیزونو د څارونکې کمېټې د کار وخت یو کال نور اوږد کړ.

ملګرو ملتونو ویلي چې پر طالبانو او له هغو سره د تړلیو بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت یو کال بل وغځول شو.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر په دې اړه د امنیت شورا د غونډې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا ۱۵ غړیو په یوه خوله مسوده تصویب کړه او له مخې به یې د طالبانو پر سر د بندیزونو د څارونکې ډلې ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر دسمبر غځول کېږي.

څارونکې ډله دنده لري چې د ټولو سرغړونکو اقداماتو په اړه معلومات ټول کړي چې په کې د شتمنیو او بودجو کنګلول، سفري بندیزونه او د وسلو او مهماتو تمویل او تجهیز په کې شاملېږي.

د مسودې د نه رعایت په صورت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو په سپارښتنه د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه کوي.

د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ماموریت د کار د دوام په اړه له رايې ورکولو وروسته د امريکا د متحده ايالتونو استازې لينډا توماس ګرين فيلډ چې د افغانستان د بنديزونو د مسئلې مشري په غاړه لري، د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی وکړ.

هغې زیاته کړه د رایې اخیستنې پایلې د افغانستان د سولې او امنیت په ملاتړ د بندیزونو اهمیت په ډاګه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالتونو استازې لينډا توماس ګرين فيلډ
اغلې ګرین فیلډ د څارونکي ټیم راپورونه د بندیزونو د اغېز او د سیمې د حالاتو په اړه د پوهاوي لپاره حیاتي وبلل.

هغې وویل دا معلومات د امنیت شورا غړو هېوادونو ته دا امکان برابروي چې وپوهېږي آیا طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو او له ممانعت پرته د بشرپالو خدمتونو د رسېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کوي او که نه.

چین او روسیې سره له دې چې پر طالبانو له بندیزونو سره چندان موافق نه دی، خو د طالبانو خلاف د بندیزونو دوام ته یې رایې ورکړې او د بندیزونو د څارونکې کمېټې د کار دوام یې ویټو نه کړ.‎

1 COMMENT

  1. ملا نډیم او ملا خرپټ ته د مبارک وي . نور هم د واقعي اسلام پرضد او نړیوالو قوانینو پرضد لجاجت وکړئ او د ملا آی اس آی له خرو او کچرو را کښته نه شئ ، دا به مو سزا وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب