Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو په برید کې لږترلږه ۵ تنه وژل...

په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو په برید کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي

تاند (جمعه، د قوس ۲۴مه) د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ښار د پولیس پر یوه مرکز د تېرې شپې په برید کې د یوه پولیس صاحب منصب په شمول دوه پولیس وژل شوي او یو ژوبل دي.

پولیس وايي، د وسله والو له بریده وروسته د پولیسو او حمله کوونکو ترمنځ نښته پیل شوه چې په نتیجه کې یې ۳ بریدکوونکي هم وژل شوي دي. نښتې څو ساعته دوام وکړ. ساعته روانه وه .

د دې برید مسوولیت د انصارالجهاد په نوم یوې نوې ډلې منلی دی. له دې مخکې د سې شنبې / د دسمبر ۱۲/ په ورځ هم ټانک ته نژدې د ډېره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې د پولیسو د یوې تاڼې مخې ته پر پوځي مرکز په برید کې ۲۳ پوځیان ووژل شول. د دې حملې مسوولیت هم د تحریک جهاد پاکستان ډلې په غاړه اخیستی و. پاکستاني چارواکي وايي چې دا ډله له ټي ټي پي سره تړلې ده.

1 COMMENT

  1. دا د انگلیس ناروا اولاد ته د وژلو توری مه کاروی ولیکی چی مردار شوی دی او نور به هم مرداریژی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...