Homeخبرونهولسمشر غني د غږیزو علمي بحثونو لړۍ پیل کړه

ولسمشر غني د غږیزو علمي بحثونو لړۍ پیل کړه

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه) د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټویټر پاڼه د غږیزو علمي – ټولنیزو بحثونو لړۍ پيل کړه.

د هغه پر ټویټر پاڼه لیکل شوې چې دا بحثونه به په دوامداره توګه پر مهمو ملی او ټولنیزو مسایلو ترسره شي.

د دغو بحثونو لومړنی بحث، د افغان کډوالو د ناورین په اړه دی چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته شړل کیږي.

ولسمشر غني سره د یادو بحثونو کوربه توب، نوموړي ته نیږدې او د بي بي سي پخوانی ژورنالېست داوود جنبش کوي.

په دې بحث کې ولسمشر غني د افغان کډوالو د ناورین په اړه د اکاډمیک بحث تر څنګ د دغه ناورین د حل لپاره هم خپلې مشورې شریکې کړې دي.

د ولسمشر غني یو شمېر پلویانو د بحثونو د دغې لړۍ هرکلی کړی، خو یو شمېر منتقدانو یې ویلي چې له هغه څخه د علمي بحثونو پر ځای د افغانستان د بحران د حل لپاره د اساسي عملي هڅو تمه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...